روح الله احمدزی

ليكوال :روح الله احمدزى د كابل پوهنتون د ادارې او پاليسي پوهنځي محصل –

 د کلیسا د تاریخي ماتې تر شا پټ راز مذهبي سخت دریځي وه. لیکوالان، پوهان، ساینسپوهان، فلسفیان او روڼ انده ځوانان به د خلکو په مخکې را کشیدل او دوی ته به د خلکو د عبرت په موخه جزاګاني او مرګوني سزاګاني ورکول کیدې. هان تر دې چې کله به یو پادري د یو انګلیس، فرانسوي، جرمني، اسپانوي یا بل کوم وګړي په لاس کې عربي لیک ولید نو په غوسه کیدل او دې ته به یې د کافر خطاب کاوه، داسې لکه د نن ملایان چي انګلیسي لیک ته کفر وايي. کلیسا پر هر څه واکمنه وه، خو دا دې میکیاولي برکت و، چې اروپا یې له جهالت او مذهبي سخت دریځۍ څخه را وباسله او په زغرده یې وویل چې مذهب هغه څه دی، چې سړي بې لارې کوي او له خپل رښتیني هدف څخه یې لرې ساتي.

نوموړي فلسفي د اروپا په تاریخ کې په لومړي ځل غیر مذهبي سیاست ته لاره اواره کړه او وايي چې د مذهب له لارې هیڅ یو هېواد نشي کولای چې سیاست وکړي، هیره دې نه وي، چې له دې مخکې مسلمان فلسفي رُشد و، چې د مذهب او فلسفي ترمنځ یې د لریوالي فلسفه ورکړه. خو د میکیاولي فلسفې هغه غربیان چې په شپاړسمه پیړۍ کې به یې د پیرس په میدانونو کې د پیشو د سوځولو دود خوښاوه او دې ته به یې خلک راغونډول او یو څو پیشوګانو ته به یې اور ور اچول، بیا دوی دې ننداري ته کښیناسته او د پیشو له زورګي او درد څخه به يې خوند اخیست (۱)

یانې په اروپا کې ۸۰۰ کاله مخکې انسانان ژوندي سوځیدل او وروسته دا دود د پیشوګانو په سوځولو پای ته رسیږي، که چېرې دې پړاو ته ځیر شوو، نو مالومیږي، چې موږ نن هم انسانان ځورو، وژنو  هان تر دې چې سرونه ترې پریکوو. څومره عجبه خبره ده، یانې له غربیانو څخه ۹۰۰ کاله وروسته پاتې یوو. ولې چې دوی اوس پیشوګان نه سوځي، بلکې په اروپا کې که یو څوک داسې څه کوي نو زنداني کیږي. البته موږ ته د پیشوګانو سوځول خو پریږدئ د انسان سوځول راته بد نه ښکاري.

سټالن د خلکو له وژلو خوند اخیست او خپله واکمنې یې پیاوړي کوله. هټلر د یهودانو له وژنې خوند اخیست، مسولیني د عادي وګړو له وژلو خوند اخیست همداسې صدام، خمیني، ریګن، سیاف، مزاری، ګلبدین، رباني، مسعود، ملا عمر، حمید ګل، دوستم، رسول پهلوان او د داعش مشر ابوبکر هغه خلک دی، چې د اوسنې یانې معاصر پېر (saddest) دي. دوی په میلیونونو خلک وژلي دی، دوی ډېر کورونه وران کړی دی او میندي یې د وېر په ټغر کښینولي دي. خو بیا هم آزاد او ویاړمن ګرځي.

پوښتنه دا پیدا کیږي، چې ولې، ولې یو انسان دې ته اړ کیږي، چي خپل هم نوع انسان ووژني. البته دې ته ځواب ویل په دې مانا نده، چې پورته ذکر شویو خلکو ته کوم ډول فلسفي جواز پیدا کول دي، چې ولو تاسې ګرم نه یاستي، بلکې بشری سایکولوجي تاسو دې ته اړ کړی یاستی چې وژني وکړئ. نه بلکل نه، د یو عادي انسان قاتل او د پورته ذکر شویو قاتلانو ترمنځ خورا توپیر شته دي.

زموږ په ټولنه کې قتل یا د یو چا د خپلو ناوړه ګټو لپاره شهیدول یو دود ګرځيدلي دی، یو انسان ته څنګه دا حق ورکړل شي، چې انسان ووژنئ. بیا دا اور زموږ تر غرونو پورې ندې محدود بلکې د کابل تر پوهنتون پورې را رسیږي. یانې دوی غواړی چې د فزیکي شهادت ترڅنګ اوس موږ د دوی په اصطلاح په علمي توګه هم شهیدان کړی. زه کلک باور لرم، چې د دوی دې شهادت ته به هیڅوک اړتیا ونلري، خو دوی په افتخاري ډول دې شهادت ته غاړه ږدی. دوی ځانونه پر تاسو شهیدول غواړي او تاسو هم شهیدول غواړئ.

که چېرې ساینسي او د ارواهپوهنې اړخ ته راشو نو هغه هورمون چې د اوکسی توسین په نوم یادیږي، د مور په ماغزو کې هم شته دی، کله چې مور خپل بچی په ستونزه یا آسانتیا کې ووینې نو دا هورمون دوه اړخونه لري، د خوشالي په وخت کې خوشالي او د غم په وخت کې غوسه رامنځته کوي, د ټیلي ګرام د ورځپاڼي د څیړنې له مخې دا هورمون د پوځیانو ترمنځ هم پیدا کیږي، دوی یو بل ته د دې هورمون د تولید په صورت کې مینه او د دوښمن لپاره کرکه لري. د اسلامي سخت دريځوو ډلو ترمنځ هم دا هورمون یوازې او یوازې د افغان ضد دسیسو، وهلو، وژلو لپاره منفي اړخ لري او بل لوري ته دوی خوشالي ترلاسه کوي، چې ژر جنت ته ورسیږي. حال دا چې دا یوه رواني مسله ده، خو زموږ د ماغزو ترمنځ یو کلیدي کنټرول سنټر (Command Center) شته دی، چې د دوښمنانو لخوا کنټرولیږي.

د تعصف وړ خبره دا ده، چې دا کنټرول سنټر زموږ د ښوونکو یا په اصطلاح پوهنیار، پوهنمل، پوهاندوی،پوهنوال او پوهاندانو له لوري نه کنټرولیږي، بلکې له موږ څخه زرګونه کیلومتره لرې تهران او اسلام آباد یا سعودی عرب کنټرولوي. موږ عینې شاهدان یوو، چې په کابل پوهنتون کې پروني برید د یوې ورځې زیږدنده نشې کیدای بلکې د دوامداره نصاب او اعصابي تولید زیږنده کیدای شي. موږ په اصطلاح انسانان نه بلکې یو بل ډول مخلوق روزو ، چې دې وطن ته  د صنعت، اقتصاد، پرمختګ، ساینس، سوکالي، خوشالي او بریا په ځای ناهیلي، غلامي، بیچارګي او تل پاتې ګډوډي راوړي.

آیا موږ د خپل نصاب څخه خبر نه یوو، چې د انسانیت د معراج او لوړوالي پر ځای د شهادت او د ډېر علم کول د شیطان کار شاګردانو ته ور پیژنو. آیا موږ خبر نه یوو، چې تر ننه پورې په پوهنتون کې د منطق درس ورکول ګناه ګڼل کیږي. پر فلسفه خبرې د شیطان کار ګڼو. پر مینه، ښکلا او په خپله خوښه واده کولو خبرې بې ادبي ګڼو. آیا له ډاروین څخه دومره ویره چې ټول دین او مذهب به را خراب کړی، پر څه دلالت کوي؟ هیومنیزم له سیکولیرایزم سره یو ځای کول څه مانا؟ هو د دې مانا کفر ! آیا موږ انسانیت ته کفر ویل شوو؟ هو ویل شوو، ولې چې د پوهنتون استادان یې همداسې زده کوونکو ته تشریح کوي!

نن هم که چېرته په کابل پوهنتون کې د انسانیت پر احترام او درناوي خبرې کوو، نو د حزب التحریر لخوا دهړکه درکول کیږي، چې راشه بې دینه چې دین دې در سم کړم! آیا د دې خبرې غم ندی خوړل پکار؟ چې هغه پوهاندان چې په کابل پوهنتون کې ښوونه کوي، خو  د یهود په مرسته جوړ شوي فیسبوک کې د خپل پروفایل په ځای د داعش بیرغ پورته کوي او په خپل بیک ګراونډ باندې د داعش بیرغ تر څنګ په ویاړ سره وايي چې من افتخار دارم که داعش در جهان به سوی پیروزي است!

پوښتنه دا پیدا کیږي چي څنګه دا چاودیدونکي توکي د شرعیاتو پوهنځی ته ډیر نژدي په څو مترۍ کی ځای پر ځای شوي…؟؟

یا دا چې د ننګرهار په پوهنتون کې حزبیان او طالبان راپورته کیږي، په ډېر افتخار بیرغ پورته کوي او وایي چې موږ ویاړو چې  د داعش استازي یوو! آیا دا ترهګري نده چې د حزب التحریر او اصلاح غړي په پوهنتونونو او مرکزونو کې د ترهګري د درس ترڅنګ موجوده ټولټاکنې غیر مشروع ګڼي او موجوده حکومت د امریکا ګوډاګی مني. خو که چېرته دوی د قطر او سعودی څخه غیر قانونی مرستې اخلی نو دوی ځان اسلامي در پیژني ، خو که چېرته مو د دوی په چارو کې مداخله وکړه نو بیا پیره ځای مو دوزخ دی او دوزخ ته هم په خپل طبیعې مرګ نه بلکې د دوی وحشیانه ځانمرګي برید په مرسته روانیږو.

که چېرته موږ غواړو چې د ترهګري پر ضد چټک ګامونه واخلو نو راځئ، ترهګري له خپلو ښوونځيو، ریاستونو، دفترونو، پوهنتونونو، روزنیزو مرکزونو، مدرسو، تم ځایونو، تفریحي ځایونو، حکومت او له هر څه  د باندې وغورځوو

او یو انساني او له مینې ډک ژوند ته له نوي زیږون وروسته ښه راغلاست ووایو!

۱- WE’RE GETTING NICER EVERY DAY. A History of Violence by Steven Pinker

14 thoughts on “د کابل پوهنتون د بمی برید تر شا پټ رازونه”
  1. احمد زی صاحب ځني ښه ټکوته دي اشاره کړي خو حقوق دي په نظري ندي نيولي هغه داچي دافغاني اواسلامي قاتلينو څخه دي يادونه کړي خو دغرب… او ملګرو هيوادونو برخه دي بيخي دياده وتلي او دکوم غربي هيمونيزم څخه چي تاسو ياد ونه کوي هغه يوازی ترغرب او کفري ممالکو پوري محدود دي داسلامي نړی لپاره ددوی په پټ متن کي دهيمونيزم دبابريزم په مفهو م ژباړل سويدي.هیله کوم چي خفه نسی

  2. قدرمن لیکوال ته په درنښت – په قلم مو برکت شه ډېر ښه شیانو ته مو اشاره کړی ده

    زه هم یاید ووایم: چې په دې لیکنه کې هغه څه را اخیستل شوې دی، چې د افغان ملت د محرومیت ثبوت دی. همدا خلک دی،
    چې زموږ ټولنه یې په فکري، اقتصادی او رواني توګه تر هر چا شاته ساتلی ده. افغانانو ته هیڅوک د انسانیت په سترګه نه ګوري. ولې موږ حق نلرو، چې ښه ژوند وکړو، فکر وکړو او بمي چاودونه پر ځای تحقیق او تجسس وکړو تر څو د نړۍ سره ځان سیال کړو. موږ له هر ډول فکر څخه وروسته غورځیدلی یوو، یوازې د یو څو مشرانو د غفلت او جهالت له امله. خلک پوهنتونونو ته د څیړني او رشد لپاره ځي، نه د بمی چاودنو لپاره
    آیا د بمی چاودنه د دې خبرې ثبوت ندی، چې دوی موږ په فکري او تعلیمي توګه هم محرومول غواړي. نړۍ په ساینسي او اقتصادي همداسې خلايي څیړنو کې هغه څه ایجادات رامنځته کړه چې د ننۍ پیر پرمختګ دی، خو ولې موږ به د دوی غلامي ته ناست وو،
    نور بیا

  3. Weldon dear Rohullah Ahmadzai,

    Correct, to the point and pragmatic scientific political analysis of our psycho religious fundamentalism and phobia.
    May you live long and we support your thoughts

    Regards,

  4. ښاغلی احمدزی صاحب
    لومړی دا چې تا د افغانستان او په سیمه کې د زورواکو نومونه لکه صدام، خمیني ….. او نورو نومونه اخیستي دی خو د هغو سترو زورواکو او ظالمو خلکو نومونه چې د نړی ګوټ ګوټ یی په جنګ او جګړو اخته کړې او نن چې له ستا سره څوک جنګ کوي دا هم د هغوی د پلانونو یوه برخه ده ندي ذکر کړي حقیقت ویل او لېکنه ډېره ترخه او درنده تمامیږي هر څوک یی نشي لېکلای.

  5. perfect wrong, it seems you are billion kilometers far from islamic learning, it was from sake of you unbeliver people that now we are under kuffar and pagon governers!

  6. (مضمون مې تر یوه ځایه ولوستلو نو کله چې هغه ټکې ته ورسیدم چې تاسف به غلطه املا سره لیکل شوی و(تعصف
    نو ما هم لوستل بس کړه ځکه ډيره خواشینې شوم چې یو څوک چې محصل وي او لیکنې هم کوي نو باید املا او انشایې ډيره سمه وي

  7. احمدزی صاحب افسوس چه د ګوتو په شمار خلک وجود لری چه ستاسی په لیکنه یی سر خلاصیګی، په هر صورت ډیره پر ځای لیکنه ده

  8. خدمت خواننده گان گرامی به عرض می رسانم، .
    بمب گذاری پوهنتون کابل اصلا به حزب التحریر ارتباط نداشته، واکثرا گمانه زنی ها براین بوده که تخاصم های بین استاد و محصلین بوده، و اکثرا چنین کارها را دولت فاسد و مزدور جهت بد نام سازی گروه های اسلامی به شکل غیر رسمی به راه می اندازد. حزب التحریر از 63 سال بدین سو مطابق به روش و منهج رسول الله صلی الله علیه وسلم در راستای احیای خلافت راشده کار و فعالیت می کند، چون وضعیت نظام مو جوده از هردید در حالت تزلزل است، بناءً چنین کارهایی به دولت و سازمانهای استخباراتی .بعید نیست که در راستای بدنام سازی حرکات اسلامی دست به کار شوند از جمله حزب التحریر.
    حزب التحریر بنابر طریقه رسول الله صلی الله علیه وسلم در مراحل دعوت خود قبل از گرفتن زمام امور به شکل طلب نصرت صلاحیت تطبیق احکام را در واقعیت یک گروه ندارد، و این موضوع در خلال دعوت 63 ساله ای دعوت حزب التحریر به مانند آفتاب روشن است..
    از طرف دیگر آقای مقاله نویس، غرب را بحیث مدل پیشرفت و الگو تلقی کرده است، در حالیکه غرب با واقعیت که داشت، جهالت در اروپا باعث شد که اروپا به یک مفکوره چنگ زند و این مفکوره بحیث عقیده و راه حل در زندگی شان قرار گیرد، از همین سبب بود که مفکوره دیموکراسی، سیکولریزم، در غرب حاکم شد و صلاحیت کلیسا منحصر به کلیسا شد. اگر ببینیم ما مسلمان هستیم، دارای بهترین عقیده هستیم، عقیده ای داریم که بهترین نظام را از خود دا را می باشد، نظامی داشتیم که 13 قرن جهان را رهبری می کرد، بناءً مفکوره جدایی دین از زندگی، سیکولریزم، مفکوره های کفری بوده ، و بر ما مسلمانها حرام ،است که به چنین مفکوره ها چنگ زنیم غرب با رها کردن دین از زندگی توانست که پیشرفت کند، ولی مسلمانها با چنگ زدن به دین 13 قرن جهان را رهبری کردند، و بهترین عزت را داشتند.
    بناءً اسلام بحیث بهترین راه حل در زندگی ما بوده و به هر اندازه ای که به مفکوره های کفری و غربی چنگ زنیم، به همان اندازه از اسلام فاصله خواهیم گرفت، افکار حزب التحریر سراسر از افکار اسلامی بوده و در راستای احیای خلافت راشده مبتنی بر طریقه ای رسول الله صلی الله علیه وسلم افراد را در حلقات تثقیفی خود مثقف به ثقافت اسلامی می سازد، وپیشرفت نمی آید جز با آمدن خلافت وتطبیق همه جانبه ای اسلام به شکل انقلابی.
    عثمان “طه” فعال سیاسی حزب التحریر

  9. If you want to end the fundamentalism then ask them rational questions and I hope we will be capable to tackle the ailment through discursive approach. I am wondering Mr. Rohullah Ahmadzai Sahib, for your wonderful writing and analysis solution to the problem.

  10. ډېره د تعجب وړ خبره ده، چې غل په خپله وايي چې نه د کار ما ندی کړی. ډېره فلسفي لیکنه ده، البته نقد پرې کیدای شي، خو ولې پدې کې هیڅ شک نشته چې د ذهنیتونو د ګمراه کولو او ړندولو هنر مذهبي حزبونو له ډېرې پخوا زده دي. دوی واقع زموږ د وروسته پاتیوالي او فکري ستوماني باعث کیږي. پر دوی باید بندیز ولګول شی ولې چې دوی ټولنې ته د تخریب او ګډوډي پرته هیڅ نشې ورکولای چې د تیر او حال ښه څرګندوي.

  11. مسلمانان تاریخ په دوه برخو کې ویشي ، یو د جاهلیت پیر او بل د اسلام څخه وروسته پیر! د جاهلیت پیر څخه مانا غیر مذهبي او غیری کلتوري پیر ، نه خو په دغه کې اخلاقیاتو او ټولنیز کارونو تکامل موندلی و او نه د دې پیر دود او دستور کې ښکلا وه او نه پدې پیر کې علم او ادب پرمختګ کړی وه .
    د مسلمانانو په اند د زمانه د ګمراهي او وحشیت او بربریت وه. خو ولې له بده مرغه د ډول تشریح د معاصر دور د څیړنو مخنیوي کوي. د پخواني کلتورونو د اتارو په دریافت کولو دا خبره مخې ته راغلې ده چې په پخواني پیر کې د نړۍ په هره برخه کې باتمدنه او با کلتوره خلک موجود وو او دوی د خپلو تخلیقي کارونو په ترڅ کې د انسان په وده کې ونډه اخېستلی ده .

    Dr. Mubarik Ali

  12. Express Tribune – Pakistan
    http://tribune.com.pk/story/890162/good-degrees-and-kalashnikovs/

    به د سایټ کې به تاسو پر د پوه شي، چې څنګه مذهبي ډلې له باسواده انسانه ترهګر جوړوی – د قطب الدین نظریات هم نن د
    نړۍ نوښت او ودې ته خطر دی

    Hizb ur Tahrir is involved in Sabeen killing in Karachi – Police version
    According to DIG South Jamil Ahmed, Saad had attended a number of T2F sessions. “He would not seem out of place because he seemed educated.”
    However, it is yet to be confirmed whether Saad was present at the Balochistan session after which Sabeen was murdered.
    “The terrorists belong to al Qaeda’s India branch. The group is using educated people to carry out bold and atrocious attacks.”
    Al Qaeda subcontinent is a splinter group, a mixture of al Qaeda and Hizb ur Tahrir. “Hizb ur Tahrir is not violent but this group is using their ideology and literature,” said DIG Ahmed.
    A joint investigation team probing the suspects will divulge further details soon, he said, adding that the terrorists belonging to this group are “computer literate with good degrees and 9mm and Kalshinkhovs.”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *