تاند- په کابل پوهنتون کې نن /پنجشنبه/ وروسته له دې شخړه او ګډودي پیل شوه چې تېره شپه د دغه پوهنتون په لیلیه کې د څو تنو محصلانو ترمنځ لفظي شخړه وشوه.

راپورونه وايي چې پولیس د پوهنتون منځ ته رسېدلي او د محصلینو د تیت پرک کولو لپاره یې هوايي ډزې کړي دي.

شاهدان وايي چې څو تنه ټپیان یې لیدلي چې له پوهنتون څخه په امبولانس کې روغتون ته وړل کېدل.

ویل کېږي چې د شخړې یو لوری هزاره محصلان دي. د بل لوري په اړه تراوسه کره معلومات نشته.

ځیني محصلان وايي چې د غزني پر مالستان او جاغوري ولسوالیو د طالبانو حملو د محصلینو ترمنځ بحث وپاراوه.

دا هم ویل شوي چې شخړه د آذان پر سر د شیعه او سُني محصلانو ترمنځ پېښه شوه.

شخړې د غرمې له دوولس نیمو تر یوې بجې پورې دوام وکړ.

خو تراوسه پورې د پېښې د علت په اړه کره معلومات نشته.

د لوړو زده کړو وزارت وايي چې شخړه حل شوې او وضعیت عادي شوی دی.

2 thoughts on “د کابل پوهنتون د محصلانو ترمنځ شخړه شوې”
  1. د فاطمیون د لښکر په مقابل کې سره متحد شئ
    هغه مغرض پلانونه چې هزاره ګان او خصوصا لوای فاطمیون په خپلو مغزو کې لري ، ورو ورو را څرګنديږي. لشکر فاطمیون چې د انسان وژنې په برخه کې یې په عراق ، سوریې او یمن کې عملي زده کړې کړي او په تدریج سره بېرته افغانستان ته راستنیږي . په ډېرو حساسو شرایطو کې چې د افغانستان دولت له ټالیبانو ، وطن پلورونکو ، داعشیانو او نورو رنګارنګ شرخوښو سره لاس په ګریوان دی ، هزاره ګانو د غزني ولایت په جاغوریو ، مالستان ، د روزګان ولایت په خاص روزګان ولسوالي ، د کابل په پوهنتون او دشت برچي او د کابل ښار په نورو هزاره مېشتو سیمو کې بلوا او مظاهرې شروع کړې چې د خپل بادار ایران په ملاتړ او د امریکا پرضد د هغو لګېدلو بندیزونو انتقام د افغانستان له دولت او خلکو نه واخلي.
    له بلې خوا انسان وژونکي ټالیبان چې د هېواد په لوېدیز فراه ولایت کې د ایران په مالي او نظامي مرستو فعال دي د افغانستان د دولت پلوو سیمه ایزو پولیسو په وژلو ګرم دي.
    د افغانستان د دولت وطندوستو مسوولینو ، په وطن مینو سیاستوالو او ځوانانو نه هيله کيږي چې په ټول توان سره د فاطمیونو او شرخوښو پلانو په مقابل کې سره متحد پاته شي ، د خپلو ګوندي ، سمتي او قومي ګټو پرځای د وطن لوړې ملي ګټې په نظرکې ونیسي او د هغوي دا شوم پلانونه په نطفه کې خنثی کړي.
    د نن ورځې غفلت به په راتلونکې کې د زرګونو هېوادوالو د وینو په توئیدو تمامي شي.

  2. طالبانو ته تذکر،امید چی ویمنی.
    ایران چی اوس خپل ملیشه فاطمیون افغانستان ته فارغ او سوق کړی نور خپل کار په تاسی تدریجی کموی او کیدای شی صفر او حتی منفی شی نو مخکی لدی چی فاطمیون تاسی ته خنډ او ځنډ او هم تقابل شی د همدی صلحی د فضا نه په ګټی سره لمړیتوبو او اهم ته ترجیح او د ملی او اسلامی ګټو ته په کتنه کیدای شی بایللی کریدیتونه ترلاسه او صلح کی ښه موزون موقف وګټی .
    باید منحیث مسلم ومنو چی تر جګړی ، بیغمبری اخلاق،حلم، ګذشت،صبر او صادقانه خدمات ،یتیم ،کونډی او مظلوم ملت ته خدمت لوی اثر او ډیر ارزښت لری او موجبات رحمت الهی ورکی زیات دی او همدا د هر مؤمن تقاضا ده

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *