تاند- د کابل پوهنتون لسګونو محصلانو نن په افغانستان ایکسپریس ورځپاڼه کې د اسلامي ضد لیکنې په اعتراض کې مظاهره وکړه او د لیکوال د اعدامېدو غوښتنه یې وکړه.

مظاهره چیانو، چې اکثره د شرعیاتو د پوهنځي محصلان ول، د طالبانو او اسلامي دولت یا داعش په شان بیرغونه په لاس کې لرل.

دوی د دیموکراسۍ پر ضد شعارونه ورکول او ویل یې چې د شرعي قوانینو اجرا کېدا غواړي.

دا مظاهره وروسته له دې وشوه چې په افغانستان ایکسپریس ورځپاڼه کې د اسلامي عقایدو خلاف لیکنه خپره شوه. د دې لیکنې له خپرېدو وروسته سره له دې چې د ورځپاڼې چلوونکو رسماً بخښنه وغوښته او ویې ویل چې لیکنه یې بې له دې چې ولولي خپره کړې وه خو د افغانستان حکومت د جدي تحقیقاتو د پیلېدو اعلان وکړ.

د افغانستان د حکومت ځیني کړۍ په دې کار کې دسیسه شامله بولي خو د ورځپاڼې چلوونکي وايي چې د لیکنې عنوان یوې سیاسي لیکنې ته ورته و او دوی هم بې له دې چې هغه بشپړه ولولي خپره کړه.

د ورځپاڼې د چلوونکو په وینا د مقالې لیکوال په هالنډ کې اوسي او داسي ښکاري چې دا لیکنه یې د دې لپاره کړې وه چې په هالنډ کې یې د مهاجرت کېس یا قضیه پیاوړي شي.

د کابل په مظاهره کې، که څه هم د ګډونوالو شمېر یې خورا لږ و، خو جالبه دا وه چې ځینو کسانو د اسلامي دولت یا داعش بیرغونه پورته کړي ول.

ځینو د داعش په ملاتړ شعارونه هم لیکلي ول. همداراز د کابل پوهنتون په څو دېوالونو د داعش په ملاتړ شعارونه لیکل شوي دي.

تر دې مخکې د حزب اسلامي یوه قومندان او دغه راز په غزني کې یو شمېر وسله والو د داعش ملاتړ اعلان کړی دی.

داعش په پاکستان کې، چې افغانستان ته د سخت دریځو افکارو د صادرېدو اصلي مرکز ګڼل کېږي، پراخ فعالیتونه پیل کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *