تاند – د کابل پوهنتون له انګړ څخه د حبیب الله «بچه سقاو» او د برهان الدین رباني د شروفساد د دورو د مشرانو عکسونه لیرې کړای شول.

تاند ته راغلي معلومات ښیي چې د کابل پوهنتون په سیمه کې د جمعیت اسلامي د وژل شوي مشر برهان الدین رباني،‌ د نظار شورا د وژل شوي قوماندان احمدشاه مسعود، او د وحدت ګوند د وژل شوي مشرعبدالعلي مزاري او د هغوی د پلوي وژونکو مشرانو عکسونه لګول شوي ول.

همدارنګه،‌ په دې په لړ کې د کابل پوهنتون په انګړ کې د حبیب الله «بچه سقاو»عکسونه هم لګول شوي ول.‌

تاریخي اسناد ښیي چې په ۱۹۲۹ کال کې د امان الله خان د پرمختیایي نظام پر وړاندې د حبیب الله بچه سقاو او د هغه د داړې له پاڅون او د اماني نظام له راپرځولو څخه وروسته بچه سقاو په کابل ښار کې موجود ښوونځي بند کړل.

همدارنګه ویل کیږي، چې د ۱۹۹۰مو کالونو د کورنیو جګړو پر وخت، په کابل کې د یادو مشرانو د واکمنۍ پر وخت  کابل پوهنتون په مړستون بدل شوی وو او په سلګونو خلک په کې وژل شوي ول.

یو شمېر اسناد ښیي چې د نظار شورا د وژل شوي قوماندان مسعود ملېشو د کابل ښار له ستراتیژیکو نقطو نه د افشارو، ده بوري، کابل پوهنتون، کارته سه او کارته سخي سیمې په توپونو ویشتلې او هم یې پرې بمونه ورول چې په دغو سیمو کې یې زرګونه انسانان ووژل.‌

په ټولنیزو رسنیو کې افغانانو د دغو جنګي مشرانو د عکسونو په لګولو سخت احتجاج وکړ.

شرافت میاخېل لیکلي، «اوس دا کابل پوهنتون شو که باغ وحش؟‌ لعنت لعنت لعنت.»

د ټولنیزو رسنیو یوه بل فعال محمد انور اندړ په تمسخر لیکلي،‌ «وايي، د ستر آمیر (!) حبيب الله کلکاني (د سقاو زوی) په تصوير د کابل پوهنتون چاپيريال ښايسته شو! ولسمشره! دا د اکاډميکو مرکزونو توهين دی، له کاذبو تيارو مه وېرېږه سم امر وکړه چې له ټولو اکاډميکو مرکزونو د جنګسالارانو او علم دښمنو عکسونه ټول شي.»

دا لا معلومه نه ده چې د کابل پوهنتون په علمي او اکاډمیک محیط کې دغه عکسونه چا لګولي ول خو په ټولنیزو رسنیو کې د ډېرو افغانانو په دې غوښتنه چې «د لومړۍ او دویمې سقاوۍ د ورانکارو او علم دښمنه مشرانو عکسونه دې له اکاډمیک چاپېریال نه لیرې کړای شي،» نن یاد عکسونه ټول کړای شول.

3 thoughts on “د کابل پوهنتون له احاطې نه د «شروفساد» د دواړو دورو د مشرانو عکسونه لیرې کړای شول”
  1. یاره که ریښتیا وي، ایله دسړیتوب کار ترسره شو.سقاوو، برهان الدین رباني، مسعود، مزاري خود پوهنې او ښوونې دښمنان ول، د دوی انځورونه په پوهنتون، ښونځیو او یا په عامه لارو کې کې د افغانانو لپاره یو دایمي عذاب دی. ښه شول چې له پوهنتون څخه خو دا عذاب لیرې شو. له نورو ځایو څخه هم باید د دوی ناولي او کرغېړن انځورونه ټول شي!

  2. د دغسو خاینانو د عکسونو لرې کول د پوهنتون د چاپېریال څخه ډېر ښه کار دی او هیله ده چې د ملي بېلتون د اتل او د روسانو د جاسوس عکسونه د ښار د نورو سیمو څخه هم ټول شي. مړه دې وي د شر او فساد اتلان

  3. موږ د دوی نومونه نه غواړو چې وا ئې ورو، انځوروڼه خو ئې لاڅه کوۍ۰ دا هغه جنګې تورمخې کلنډران، د پردیو ګوډاګیان او فسادیان دي چې مونږ ئې رنځور، په ویر لړلي، له کور او کلي ایستلي، کورونه ئې لوټ، د ښوونځیو او د لوړ زده کړو د وزارت اسنادونه ئې (آرشیف) سوزولي او مرداری ئې په کړی۰ د دې منافقینووروسته له مرګه هم محکمه پکار ده۰
    پاک الله ج وائې: هغه څوک چې په دې دنیا توبه نه وباسي، وروسته له مړینې ئې یو ځل ورته د ګناه په اندازه جزأ ورکول کیږي۰ خوځینوته ئې دوه ځلې جزأ ورکول کیږي چې یوه جزأئې پدې دنیالکه چې دې دریو[مزاري، رباني، مسعود] ولیده او بله ئې بیاپه بله دنیاکې ده۰ الله ج دې دې دوی سره پوې شي۰
    زما د غریبو کوچيانو، غوږپری شوی تورخیرن سپی پدې ایراني جاوسوسانوشرف لري۰
    دیدم که خلق را به مقامت فریفتي »ـــــ« با دست انتقام خداوند چه می کني

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *