کابل پوهنتون
د پوهنتون د پیل درېیمه اونۍ ده، خو لا تر اوسه له ولایاتو څخه راغلي محصلین لیلیه یا د هستوګنې ځای نه لري.
محصلینو د ښار په بېلا بېلو سیمو کې خونې په کرایې نیولي، ځکه ملي وحدت حکومت مو لا تر اوسه خپلو کیسو کې بوخت دي، بل هېچا ته یې پاملرنه نه شته.
هره ورځ، له ولایاتو څخه د راغلو محصلینو ستونزې ورځ تر بلې ډېرېږي، ځکه چې ډېری محصلین د اقتصادي ستونزو له امله کړېږي نه شي کولای چې خپل ورځنی ژوند سم پرمخ یوسي.
خو د پوهنتون د لیلیې مسئولین له خبرو ډډه کوي او یواځې خبرتیاوې خپروي چې د څلورم او درېیم ټولګي محصلینو له پاره لیلیه نشته، یواځې دویم او د اول ټولګي محصلینو له پاره لیلیه ورکول کېږي، هغه ځکه چې نوي کامیاب شوي محصلین د کابل ښاري محیط سره بلد نه وي او نه شي کولای د پوهنتون له درسونو سره هوسا هستوګنځای هم ولري.
د درېیم او څلورم ټولګي محصلینو ته چې  د هستوګنې لپاره لیلیه نه ورکوي ورسره تر اوسه نویو محصلینو ته یی هم نه ده ورکړې.
په دې اړه مې له ځینو محصلینو سره خبرې وکړې، دوئ همدا ویل چې موږ د هستوګنې له پاره ځای نه لرو او ښار کې چې هرې د خونو د کرایې ورکولو ودانیو ته ورشو هغوئ راته وایي: “موږ محصلینو ته خونې په کرایه نه ورکوو”، ډېری خو یی لا وایي چې زموږ اقتصاد توان ددې جوګه نه شي کېدای چې موږ دې مجهزې خونې د هستوګنې له پاره په کرایه ونیسو.
د رحمت الله په نامه یوه محصل راته ویل: ” نن مې څوارلسمه ورځ ده چې راغلی یم، لیلیه درك نه لري،
دولت که زموږ د هستوګنې له پاره کوم اقدام نه کوي موږ اړ یو چې خپلې کمپلې پوهنځیو ته راړو او همدلته پوهنځي کې دننه شپې سبا کړو”.

 

2 thoughts on “د کابل پوهنتون لیلیه/ روح الله سروان”
  1. د انتخاباتو څخه یو کال تیر سویدی تر اوسه پوری د کابینی درک نسته د محصیلنو لیله خو د مقاماتو په اند بیخی بابیزخبره ده.

  2. شاه اغا صيب
    د ليليي خپل مسئولين بيل رياست لري
    دغه خداى وهلي هم كرار ناست دي
    هر شى ورته كيسه گى معلوميژي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *