تاند- په کابل کې د نجونو د فوټبال د سیالیو په دوام کې د سې شنبې په ورځ د کابل پوهنتون د نجونو لوبډلې اتحاد لوبډلې ته دوه پر صفر ماتې ورکړه.

دا سیالۍ دوې ورځې مخکې د نجونو د ۱۶ ټیمونو ترمنځ په کابل کې د سپورټ د فدراسیون په لوبغالي کې پیل شوي او هره ورځ یوه مسابقې کېږي. دا مسابقې به یوه میاشت دوام وکړي.

ټاکل شوې ده چې نن مازدیګر سنګر او اتفاق لوبډلې سره مخامخ شي.

په دې سياليو کې یوازې د پلازمينې لوبډلې لوبيږي خو د افغانستان د فوټبال د فدراسيون مرستيال یوسف کارګر وايي پلازمینه ښه ده خو په ولايتونو کې په دې نه توانيږي چې د نجونو لوبډلې جوړې کړي .

د افغانستان د نجونو فوټبال ملي لوبډله په وروستيو کې د جنوبي اسيا د جام په سياليو کې يو شمير لوبې وګټلې. تر ټولو سخته ماتې یې پاتې یې پاکستان ته ورکړه . افغان نجونو پاکستان ۴ په صفر مات کړی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *