د پوهنتون اداري مرستیال محمد هادي هدایتي او د مرکزي کتابتون امر حبیب الله جهانیار (لمر).

لیکوال : افغان

کابل پوهنتون

کابل پوهنتون د تعصب د ګړنګ په  غاړه ولاړ او دا حالت د پښتنو په وړاندې د کابل پوهنتون د اداري مرستیال او د مرکزي کتابتون  د امر له لوري تر دې اندازې مخکې تللی، چې  په خوله یې ویل اسانه ولې زغم یې ډېر ستونزمن دی. نوموړي د پښتو او پښتنو پرضد زیات کار کوي، چې څنګه وکولای شي خپلې شومې موخې ته ورسیږي او خپل دې کارته ته ادامه ورکوي.

دا کمپاین له پخوا څخه په لاره اچول شوی وو خو په وروستیو دوه درې کالو کې، چې د پوهنتون اداري او مالي مرستیال محمد هادي هدایتي په دنده ګمارل شوی، نوی رنګ او چټکتیا واخیسته. یواځې اداري مرستیال نه بلکې د کابل پوهنتون د مرکزي کتابتون امر حبیب الله جهانیار لمر، چې پدې وروستیو څو میاشتو کې د کتابخانې د امر په توګه یې دنده پیل کړې یو د هغو کسانو څخه دی، چې د پوهنتون د اداري او مالي مرستیال جاسوس او خواخوږی دی. د پوهنتون اداري مرستیال د نوموړي په ګمارنه کې زیاته مرسته کړې او لا یې ملاتړ کوي.

د کابل پوهنتون مرکزي کتابتون امر حبیب الله جهانیار لمر د خپل امریت په لومړیو کې خپل شوم هدف، چې د کابل پوهنتون د اداري مرستیال سره په همغږي جوړ کړی د رسېدو لپاره له مختلفو لارو څخه کار واخیست او تر ډېره په خپل کار کې بریالي شوي او هغو شومو موخو ته رسیدلي.

نوموړي د تعصب، نشنلیزم او پښتون شخصیت وژنې پراخ کمپاین کوي او تل هڅه کوي، چې په کابل پوهنتون کېد پښتنو د پرمختګ مخه ډب کړي. تر اوسه کوم کارونه  دوی ( محمد هادي هدایتي د کابل پوهنتون اداري او مالي مرستیال او حبیب الله لمر جهانیار د مرکزي کتابتون امر او د اداري مرستیال هدایتي جاسوس) په ورستیو څو کلنو کې کړي د اندېشنې وړ دي.

د کتابخانې امر په نیغه توګه بغیر د کومې وېرې د پښتو او پښتنو د له منځه وړلو لپاره په ډېره چټکی سره خپل فعالیت کوي او د کتابخانې د امر په توګه د نومړي په دنده ګمارنې څخه تقریبآ څو میاشتې تېريږي؛  پدې دوره کې نوموړی په خپل کار کې بریالی شوی او په مرکزي کتابتون کې یې د پښتو کتابونو د کتلاک برخه له منځه یوړه  او اوس پښتو کتابونه نه کتلاک کیږي او بهانه کوي، چې د کابل په پوهنتون کې پښتانه نشته او پښتو کتابونو کتلاک ته هم اړتیا نشته.

د مرکزي کتابتون امر حبیب الله جهانیار لمر خپلو نږدې ملګرو ته ویلي دي ما له پخوا څخه دا پروګرام درلود، چې څنګه وکولای شم د پښتو کتابونو د کتلاک کولو او کار اخیستنې مخه ډب کړم ولې په ډېره اسانۍ سره خپلې موخې ته ورسېدم او دا کار مې د پوهنتون د اداري مرستیال په مرسته په ډېره اسانی سره وکړ.

نوموړي د خبرو په یوه برخه کې ویلي:

( د کابل پوهنتون او په ځانګړي توګه د مرکزي کتابتون په پنځوس کلن تاریخ کې پښتو کتابونه  نه وو کتلاک شوي او پدې دوه تېرو کلنو کې د پښتو کتابونو کتلاک او استفاده کول شروع شوي باید زه دا کار یو ځل بیا ودروم او اوس زه پدې کار کې بریالی شوی یم. پدې کار کې له ماسره   د پوهنتون اداري او مالي مرستیال نیغه مرسته کړې او کوي یې او د نومړي په مرسته زه د کتابتون امر وټاکل شوم او دا پروګرام  مو له پخوا څخه درلود. هغه څوک مې د کتابخانې څخه لرې کړ، چې پښتو کتابونه یې په پښتو ژبه کتلاک کول او اوس مې داسې کس د هغه په ځای راوستی، نه په پښتو پوهیږې او نه د کتاب او کتابتون په اصولو.)

په کابل پوهنتون په ځانګړي توګه په مرکزي کتابتون کې د پښتو او پښتنو د شخصیت وژنې یو منظم پرګرام په لاره اچول شوی او تل هڅه کوي هغه پښتانه له مخې لرې کړي، چې ریښتینې پښتانه وي.

دا حالت څو کاله وړاندې هم رامنځته شوی وو او په هغه وخت کې پښتو کتابونه او مونوګرافونه به د ژمي په موسم کې په بخاریو کې سوزېدل، چې مونږه یې اوس په کتلاک کې کارت لرو ولې کتاب او مونوګراف وجود نلري او اوس یو ځل بیا دا حالت رامخې ته شوی، چې تر کومه به روان وي!

د کابل پوهنتون اداري او مالي مرستیال محمد هادي هدایتي پښتنو کارکوونکو ته، چې په ريښتیني ډول ملي او پښتني احساس لري په بورسیو کې د تلو مخه ډبوي داسې ډېرې پېښې شته دي، چې د نوموړي له لورې شوي او له بل لوري د کتابخانې امر حبیب الله جهانیار لمر سره لاس په لاس او نېغه مشوره د پښتو کتابونو د له منځه وړلو منظمه برنامه په لاره اچولې او هڅه کوي تر څو پښتو کتابونه له منځه یوسي او هغه کارکوونکي، چې با احساسه پښتانه دي په یو ډول نه یو ډول د پوهنتون د علمي ادارو، چې د ملا د تير حیثیت په څېر دي لرې کوي او په ځای یې غیر پښتانه راولي. د یو پښتون لرې کول او په ځای یې د بلې ژبې ویوونکي ټاکل په اصل کې د پښتو ژبې د له منځه وړلو باعث کیږي، چې مونږ یې عملآ د کابل پوهنتون په مرکزي کتابتون کې وینو او یو پښتون لرې کیږي او په ځای تاجک یا هزاره راوستل کیږي، بلکې د تاجک  او هزاره تر څنګ پښتون هم حق لري، چې په خپله ژبه لیکل شوي کتابونه په خپله د کتاب په ژبه کتلاک او د محصلینو په خدمت کې د ګټې اخیسنې لپاره وړاندې کړي.

له یو لوري د غیر پښتنو له لوري د پښتو او پښتنو په وړاندې تبعیضي چلند او له بل لوري خپله پښتنو استادانو له لوري د پښتو او پښتنو سره ناسم چلند د دې باعث کیږي، چې پښتانه د صحنې څخه ووځي اوپښتو ژبه په نوم د ملي ژبې په نوم افغانستان کې یادیږي ولې نه اداره کې شته او نه تدریس پرې کيږي.

که پښتانه استادان په کابل پوهنتون کې خپلې څېړنې، علمي مقالې او علمي اثار او ژباړې په پښتو  وکړي له یو لوري به یې خپلې ژبې ته ارزښت قایل شوی وي او له بل لوري به د نورو ژبو ویونکي د پښتو ژبې زده کړې ته لېواله شوي وای او د پښتو ژبې د زده کړې تر څنګ به یې ورته  د قدر په سترګه کتل. په خواشینی سره پښتنو استادانو له لومړي سره تر اوسه خپلې ژبې ته نه خدمت کړی او نه یې د خدمت کولو تکل لري.

پښتانه استادان تل خپل چيپتر او څېړنیزې مقالې او کتابونه په دري ژبه لیکي، چې په اصل کې خپله ژبه د ناموس حیثیت لري او زیات شمېر پښتانه استادان له خپلې ژبې سره خیانت کوي او له ژبې سره خیانت له ناموس سره خیانت کول دي او له ناموس سره خیانت کول بیا په څه مانا دي.

مونږ د پښتنو استادانو څخه غوښتنه کوو، چې خپلې ژبې او خلکو ته په ریښتینې او بااحساسه توګه  خدمت وکړي او خپلې څېړنې، علمي مقالې او کتابونه او یا ژباړې په پښتو ژبه وکړي. د دوی دا کار به له یو لوري د پښتو او پښتنو هغه لرونکی حق، چې په نوموړي یا نوموړو لري ادا کړي او له بل لوري به یې خپل مسوولیت ادا کړی وي.

ای پښتنو استادانو او څېړونکو خپلې لیکنې، څېړنې او ژباړې مو په پښتو وکړئ تر څو مو پښتو ژبه ملي شي او د ژباړې او دوهمې ژبې څخه راووځي.

37 thoughts on “د کابل پوهنتون په مرکزي کتابتون کې مو پښتو کتابونه ندي پکار”
  1. أفغان وروره؟
    ١/ته بايد دا موضوع عاجل داولس مشر مسول دفتر ته ورسوي.
    ٢/ددي ليكني يو بشبره كافي دشوراي ملي مجلس ته وسباري.
    ٣/ددي موص
    ضوع به هكله استخباراتي اوركانونه بالخاصه امنيت ملي او دوزارت داخلي استخباراتي او جنايء اركانونه به جريان كي واجول شي..
    ٤/دبوهنتونو لو ر بوري هم بايد به جريان كي واجول شي.
    ٥/خبر نكران او أزادي رساني بايد ددي جريان خخه بي خبره باتي نه شي.
    ٦/دبشتنو محصلينو له خوا دا موضوع به يوه أزاد ه ا و مسالمت أميزه لاريون به أجولو دبوهنتونو به ساحه كي به كار أجول بكاردي

  2. ښه به دا وی چی دا غږ د کابل پوهنتون هر پښتون محصل غوږ ته ورسیږی او لاس په کار شی. اقلا یوه مظاهر خو کولای شی. همدارنګه اړینه ده چی د کابل پوهنتون پښتنو استادانو لکه یون سیب سره دا مسله شریکه شی

  3. بورتني ليكني ته د جلالتماب محترم ريس صاحب جمهور د مطبوعاتي دفتر آراكينو خاصه توجو راجلبوم. د

  4. اسلام علیکم ورحمته الله و برکاتوه
    د هر څه نه مخکی ستاسو ددی معلومات څخه ډیره مننه کوم، او همیشه پرمختللی او سرلوړي اووسېږی، زما وړاندیز دادی چې موږ په خپله
    ګرم یو او پړتیا باید د بل چا پر غاړه وانه چوو، ځکه چې هر څوک کوښښ کوي چې خپله ژبه مخته کړي، هغه که هر ژبه وي، ولي په پښتنو کي دا تر کومه ځایه چې ماته معلوم دی ډیر کم شوی دی، تاسو غواړی چې د کابل پوهنتون په زدکړیالیانو مظاهری تر سره کړی، هغه هم هغه زدکړیالیان چي حتی په پښتو ژبه د تلیفون شمیره نه شی ویلای او کله چې پوښتنه تري وکړي چې ولي داسي کوي، وایی چې ولا د درې ژبې سره مې عادت کړي دی، څنګه وکړم، زما په فکر تر دې واړندې چې مظاهرې وشي باید لومړۍ د زدکړیالیانو احساس د خپلي ژبي په مقابل را بیداره شی، او دابه تر هر څه ځکه ښه وي، چې زدکړیالیان به خپله توان او مټ سره پښتو ته کار کوي، او دوی ته به هیڅ تفاوت نه کوي، چې هغه بي احساسه پښتانه اوستادان د پښتو لپاره کار کوي، او که نه، لکه څو مثاله يي زه درکوم، لکه استاد ستانکزی، چې د حقوقو د مقدمي په نامه کتاب يي په دري ژبه لیکلی دی، چې دی خپله پښتون او دا حق اول د پښتو ژبي وو چې دا کتاب باید په پښتو لیکل شوی وای، او ته بیا دي ته ګوره په کتاب کي یی لیکلی دي چې ددي کتاب پر پښتو ژباړه هم کار روان دی، او همداشان استاد یون چې زموږ ورور یی یادونه وکړه چي داموضوع باید هغه وویل شي، تاسو ماته د هغه یو داسي اثار را وښایاست چې په واقعي بڼه د پښتو لپاره خدمت وي، او که تاسو په دي غلط کېږی چې هغه په خوله ښه ناري وهلی شي، او بس، او همدارنګه باید یادونه وکړم، چې یوازي د پوهنتون استادان هم ندې ګرم، دا د ټولو پښتنو دنده چې د خپلي ژبي لپاره کار وکړي، زه د یو بل پښتانه مثال درکوم، چې په ستره محکمه کي کار کوي، د خوست ولایت څخه دی، او ښه نابغه هم دی، چې په کریمنالیستک یا د جرم پلټنې په برخه کي په ټول اروپا، امریکا، او افریقا کې لومړۍ مقام تر لاسه کړی دی، ولې هغه هم خپل کتاب کریمنالیستیک په دري ژبه لیکلي دي، نو دې شخص خو په دري باندې په امریکا، اروپا او افریقا کی زدکړې نه وي کړي، نو د بیا ولي دا کتاب په دري ولیکۍ، نو زما پښتون ورونو موږ باید پر بل چا تکیه ونه کړو او هر پښتون باید تر خپله وسه پوري خپلي پاکي ژبي ته وده ورکړي، او خدمت يي وکړي، یو بل لنډ مثال به درته ووایم چې دا د رښتیا په کابل د شپي پوهنتون د اجتماعیاتو په څانګه کې داخبره شوي وه. هغه داسي چې یو بل د هغه څانګې زدکړیال ماته کیسه وکړه چې څو ورځي پرله پسي یو زدکړیال د استاد څخه پوښتنه کوله چې استاده ددې موضوع په اړه یو پښتو کتاب را ته معرفي کړه،نو بالاخر استاد یو ورځ په تنګ شو او هغه زدکړیال ته وویل چې ته هر وار زما څخه د پښتو کتاب په اړه پوښتنه کوي، زه به دا درته ووایم چې اصلاً ستاسو پښتنو خپلي ژبي ته کار نه دی کړي، او ستاسو ژبه په دې برخه کي ډیره شاته پاته ده، نو ورونو که غواړی چې خپلي خوږي ژبي ته خدمت وکړی نو لوړ تحصیلات وکړی او که لږ وي او که ډیر نو په خپله ژبه یو څه ولیکی فرق نه کوی که د هرې موضوع په اړه وي.نو به هله دا ژبه مخته ځي، او زه یو بل شی ویل هم غواړم هغ دا چې کله تاسي پر بایسکل روان یاست او یو بل بایسکل والا ستاسو څخه دمخه شي، نو که تاسو وغواړی چې دغه څخه وړاندي شی نو باید ستاسو سرعت د هغه دوه برابره شی، نو بیا به تاسو د هغه څخه وړاندي کېږی،نو همداشان که موږ او تاسو وګورو نن ورځ درې ژبو خلکو نسبتاً موږ ته خپلو خلکو ته او خپلي ژبي ته ډیره خدمت کړی دی او د بلې خوا څخه ددرې ژبو لپاره د ایران ډیر خدمت هم د یادوني وړ دی، نو که غواړو چې خپلي ژبي ته خدمت وکړو او په افغانستان کي پښتو ژبه مخکي شي، او نور قومونه د پښتو ژبي سره شوق او علاقه د ویلو پیدا کړي، نو موږ باید دوه برابره ددوی حرکت وکړو او سرعت مو ددوي دوبرابر وي د علم او تحصیل د لاسته روړلو په برخه کي.

  5. ددې خلکو مخنیوی په کار دی، دهیواد پښتون اصله تلویزیونونه باید دا ډول خلک د مرکولپاره راوغواړي،ورسره داموضوع مطرح کړي،که دلیل او انکار ونلري،باید داډول خلک له دندو ګوښه شي، که نه نو باید مظاهرې او یاد داخبره ددولت تر غوږه ورسول شي، او له دې ټولو وروسته فزیکې عمل هم که وشي ښه دی

  6. Da muwzu bayad da jumhoor rais di daftar sara shsreeka aow Da Kabul Pohaantoon Pashtana zadkryalan bayad khpal zhagh porta kree mozh wasrsara hamkara aow pa khedmat ki yoo..

  7. درنو دوستانو!
    د کابل له پوهنتون خو ډېره ګيله هم نه ده پکار، ځکه چې د پاړسيوانانو مرکزي پوهنتون دی. د ډېریو پښتنو سترګې د ننګرهار پوهنتون ته دي، د ختيځ خلک په تيره بيا ننګرهاريان ته خو هسې هم د نورو پښتنو د علم او فرهنګ په ډګر کې مشري ورسپارلې ده. تاسو لاړ شئ او د ننګرهار پوهنتون وګورئ هلته به هم يو د پښتو کتاب ونه ګورئ. ايران پکې خپله رسمي نماينده ګي پرانستې ده. زما دا خبره کومه دعوه نه ده. هغه خلک چې د ننګرهار پوهنتون ته تللي هغوی ته دا معلومه ده.
    که څوک نه وي تللي. مهرباني دې وکړي د کتابتون دويم منزل لومړۍ خونه دې وګوري. هلته ايرانيان اوسي او يوه ځانګړی کتابتون يې جوړ کړی.

  8. ده موضوع بلکل غلط ده او یو واضح تهمت ده ځکه چي حبیب الله جهانیار لمر یو پښتانه ده د لغمان ولایت

  9. متاسفانه بعضی از آدم‌های مغرض و متعصب که می خواهند نفاق و دو رنگی و جنجال را به پا کنند و مسایل قومی را دامن بزنند موضوعات و نوشته های مغرضانه و غیر واقعی را نوشته می کنند و متاسفانه که سایت مذکور هم با آن که فکر کند که معلومات درست و معتبر و واقعیت دارد یا نه به نشر آن می پردازد. نوشته را که هم اکنون می خوانید نوشته ای است که اصلا با واقعیت برابر نیست و کاملا نا درست و اساسا تهمت و افترا است. دوستان خودشان می توانند برای تحقیق در کتابخانه پوهنتون کابل بیایند و واقعیت را از نزدیک مشاهده کننده آن وقت قضاوت کنند.

  10. دالاندی جمله یوځل ولولی چی څومره غلطی لی او بیا قضاوت وکړی چی دوی له پښتو سره څومره بلد دی:
    «ده موضوع بلکل غلط ده او یو واضح تهمت ده ځکه چي حبیب الله جهانیار لمر یو پښتانه ده د لغمان ولایت»
    متاسفانه له پښتوژبی سره د تاریخ په اوږدو کی جفا شویده او لا روانه ده که هغه د خپلو پچو له خوا وی او که د نورو له خوا. له نور نه یی ګیله نه ده پکار خو یواځی کوم شی چی لږ او ډیر شته هغه باید وساتل شی او له منځه لاړ نه شی .
    پښتو ژبه به هغه وخت ترقی وکړی چی د هر پښتون په کور کی د خوشحال خان ، رحمان بابا ، استاد صدیق پسرلی ، استاد علامه عبدالشکور رشاد ، عبدالروف بینوا ، صدیق روهی ، ګل پاچا الفت ، لطیف بهاند ، عبدالباری جهانی ، سلیمان لایق ، کبیر ستوری، اسمعیل یون ، مطیع الله تراب ، استاد حبیب الله رفیع او …. پښتنو لیکوالو او شاعرانو کتابونه او شعرونه مقالی ولولی او بیا خپله د هغوی لار تعقیب کړی.
    په ضمن کی د هیواد په ټولو پوهنتونونو کی د پښتو ژبی کتابونه باید وساتل شی، د ضرورت وخت کی له نورو ژبو نه ترجمه شی تر څو زمونږ راتلونکی نسلونه له دغو آثارونه پوره ګټه واخیستلای شی. په ضمن کی پورتنی ادعا باید وڅیړل شی که واقعیت ولری نو په قضیه دخیل کسان ژرترژره له دندی وشړل شی او تر تحقیق لاندی ونیول شی.

  11. ایران د پوهاند امین په دوره کې، چې کله هغه د پوهنتون رییس وود کابل پوهنتون کې ورڅخه د یوې اندازه ځمکې غوښتنه د یو فرهنګي مرکز جوړېدو لپاره کړې وه، چې پوهاند امین هم ورڅخه په تهران پوهنتون کې د ورته ځمکې غوښتنه کړې، چې افغاستان هم غواړي په تهران پوهنتون کې یو فرهنګي مرکز جوړ کړي اوتاسو یې په کابل پوهنتون کې جوړ کړۍ، چې د ایران استازو بیا دا خبره رد کړې وه او د هغه تر تبدیلي وروسته ایران یو ځل بیا د اوسني اداري مرستیال څخه د ورته کار غوښتنه کړې، چې اوسني معاون محمد هادي هدایتي ورته په مرکزي کتابخانه کې د یو بل اطاق وعده کړې وه، چې د ځینو کار کوونکو له لوري د هغوی غوښتنه رد شوه.
    چارواکي که د پوهنتون راتلونکې ته پاملرنه ونکړي کېدای شي پوهنتون یو ځل بیا د پنځسمو کلنو حالت ته لاړ او افغانستان به یو نا څرګند حالت ته بوځي او مونږ به بیا د خپل منځي جنګ شاهدان و اوسو لکه په تېر کې مو چې ولېدل د مذهب او ژبې په سر مو پوهنتون کې زیاتې ستونزې او جنګونه ولېدل، چې پدې وروستیو کې دا حالت د هلکانو په د لیلیې سربېره د انجونو لیلیې ته هم وغځېده او په تېره روژه کې مونږه د انجونې په لیلیه کې د انجونو تر منځ هم لویې جګړې شاهدان وو، چې په پایله کې د یو شمېر انجونو د زخمي کېدو سبب شو او اوس پوهنتون کې د زده کړې پر ځای تعصب او شخصیت وژنې تدریس کیږي.
    د کابل پوهنتون ریاست
    زه د یو سکرتر په حیث چی علمی معاونیت کی کار کوم حاضر یم چی دا مثل ثبوت ته هم ورسم
    ستاسی پشتون ورور
    حسیب الله

  12. دا لیکنه حقیت لری زه به یو راز تاسی ته ووایم هغه دا چی ما کله مونوگراف لیکو نو باور وکری چی ما د مرکزی پوهنتون کتابتون امر حبیب الله ته می 200 امریکایی دالر ورکر مونوگراف یی هم راته جور کر راته تایپ هم کری او د افغان پیژندی یوه برخه کی چی هلته محصلینو ته حق نشته چی مونوگراف کاپی یا یوسی تاسی باور وکړی چی زه او زما ملګرې ورغلو او مونوګراف یی نه را کاوه ولی حبیب ته می چی خپل همصنفې معرفی کره بیا وویل چی زه مونوګراف کاپی درکوم خو باید 5000 افغانی را کړی چی زه یی هدایتی ته چی د کابل پوهنتون په ریاست رانه اخلی او مونږ هم ور کړی او مونوګراف کاپی مو هم واخسته

  13. ایران د پوهاند امین په دوره کې، چې کله هغه د پوهنتون رییس وود کابل پوهنتون کې ورڅخه د یوې اندازه ځمکې غوښتنه د یو فرهنګي مرکز جوړېدو لپاره کړې وه، چې پوهاند امین هم ورڅخه په تهران پوهنتون کې د ورته ځمکې غوښتنه کړې، چې افغاستان هم غواړي په تهران پوهنتون کې یو فرهنګي مرکز جوړ کړي اوتاسو یې په کابل پوهنتون کې جوړ کړۍ، چې د ایران استازو بیا دا خبره رد کړې وه او د هغه تر تبدیلي وروسته ایران یو ځل بیا د اوسني اداري مرستیال څخه د ورته کار غوښتنه کړې، چې اوسني معاون محمد هادي هدایتي ورته په مرکزي کتابخانه کې د یو بل اطاق وعده کړې وه، چې د ځینو کار کوونکو له لوري د هغوی غوښتنه رد شوه.
    چارواکي که د پوهنتون راتلونکې ته پاملرنه ونکړي کېدای شي پوهنتون یو ځل بیا د پنځسمو کلنو حالت ته لاړ او افغانستان به یو نا څرګند حالت ته بوځي او مونږ به بیا د خپل منځي جنګ شاهدان و اوسو لکه په تېر کې مو چې ولېدل د مذهب او ژبې په سر مو پوهنتون کې زیاتې ستونزې او جنګونه ولېدل، چې پدې وروستیو کې دا حالت د هلکانو په د لیلیې سربېره د انجونو لیلیې ته هم وغځېده او په تېره روژه کې مونږه د انجونې په لیلیه کې د انجونو تر منځ هم لویې جګړې شاهدان وو، چې په پایله کې د یو شمېر انجونو د زخمي کېدو سبب شو او اوس پوهنتون کې د زده کړې پر ځای تعصب او شخصیت وژنې تدریس کیږي.
    زه د کابل پوهنتون د علمی معاونیت
    سکرتر دی ته حاضر یم چی دا ثبوت ته ورسوم
    ستاسی پشتون ورور
    حسیب الله
    د کابل پوهنتون

  14. لطفا برادران و عزیزان ندانسته زود قضاوت نکنید. ممکن شخصی که این مطلب را نوشته باشد مشکل شخصی داشته باشد که از احساسات قومی سو استفاده کرده باشد و بر علیه کسانی که نام برده است نوشته باشد. اگر حرف هایش واقعیت دارد ثبوت بیاورد غیر آن هر کس می تواند چیزهایی بنویسد که واقعیت نداشته باشد چون خیلی آسان واقعیت را می توان غیر واقعی جلوه داد و دروغ نوشته کرد.

  15. لطفا دوستان نداسته قضاوت نکنید ممکن شخصی که این متن را نوشته است مشکل شخصی داشته باشد و از احساسات قومی و زبانی سو استفاده کرده باشد.

  16. لطفا دوستان ندانسته قضاوت نکنید ممکن شخصی که این متن را نوشته است مشکل شخصی داشته باشد و از احساسات قومی و زبانی سو استفاده کرده باشد.

  17. با عرض سلام خدمت تمام دوستان
    تا جاییکه بنده محترم حبیب الله لمر را میشناسم یک انسان با شحصیت بوده و همیش در خدمت محصلین بوده و در حل مشکلات محصلین بسیار کوشش و سعی مینماید ولی نمیفهمم که نویسنده این متن با کدام دلیل هر آنچه را که دلش خواسته نوشته بدون اینکه بر گفتار خویش کدام برهانی داشته باشد
    نمیشود انسان مشکلات شخصی خود را به منظور گمراهی مردم و با استفاده از احساسات قومی و زبانی آنان حل نمایید
    همچنان خواهش بنده از مسوولین محترم سایت اینست تا به همچون اشخاص هرزه اجازه ندهند بدون ثبوت چنین تفرقه را در بین مردم انداخته چون دیگر وقت آن رسیده تا به وطن و مردم خویش خدمت کنیم

    با احترام

    فرهاد امیری

  18. دموضوع باید جدی وڅارل شي.دا دواړه ژڼی زه پیژنم. اوبل په کابل پوهنتون کی چې څه پښتانه استادان وه هغه ټول یی تقاعد کړل. اواوس خو ټول دیوې خوا خلک راغلی دي. مونږدلوړوزده کړلو له وزیرې څخه غواړو چې داستادانوپه تقررکی یو ځانګړې معیارپه نظرکی ونیسی

  19. وروره ډیری مهمې موضوع ته مو اشاره کړی ده زه خپله دورته کار او ظلم سره مخ شوی یم کله چې له پښتنې سیمی څخه دکابل پوهنتون ته بريالی شوم ، دکابل پوهنتون کې ټولو پښتنو محصلينو هڅه کوله دری ووایی او زده یی کړی زه هم مجبور وم چې دری زده کړم ځکه زمونږ اکثره استادان پښتانه وه خو هغوی دا احساس نه درلود چې پښتو تدريس وکړي زما یو ټولګې وال چې دغزني ولایت داندړو ولسوالۍ وه بیچاره ددی په خاطر پوهنتون پریښود چې دری یی نه وه زده، او هر وخت مې بیچاره سترګوته ودريږي، مونږ هم له ډيرو ستونځو سره درس یادولو زمونږ ۸۰ فیصده استادان پښتانه وه خو له یو څخه بغير ټولو دری تدريس کولو مونږ دافکر کولو چې دابه نو زمونږ دقسمت او دکابل بوهنتون قانون وی، مونږ نه وه ملامت له یوي خوا له کلیو څخه راغلی وه اوله بلی خوا مو پښتانه استادان چې لیدل زمونږ هغه دحق غوښتنې حس یې نور هم مونږ کې وژلو نن سبا خو دادې ټولنيزی رسنۍ شته او دهمدې برکت ده چې لږ ګوډه ماته پښتو لیکم او په ټولو چارو کې پښتو چې زما قانونی حق ده وایم لیکم اونوروته وایم چې خپلي ژبیهزبی خدمت وکړي، نو زما غوښتنه له هغه ځوانانو څخه چې دکابل پوهنتون ته نوي بريالي کیږی یوه ټولنه رامنځته کړی اد دخپلي ژبي حق اول له هغه استاذانو وغواړي چی پښتانه دی خو پښتو غواړي ورکه کړی بيا به نه دکتابتون مرستيال اونه یې رئس دا جرآت وکړی چې دپښتو کتابونو دکتلاک مخنيوي وکړی خبره مو خپله خرابه کړی هغه هم زاړه او میخانیکه استادانو.

  20. ترڅو داډول ژبنيز, سمتي او فومي پرازيټونه چه يواځي او يواځي دافغاني ټولني دتجزي او وروروژني لپاره دپرديولخوا د ډالرو په مقابل کي باعث ګرځي ددولت او حکومت له چوکاټه ورک نشي دا جامعه نه اصلاح کيږي.

  21. دغه پښتانه استاذان نه ضلیله بیغیرته ډارن دی چی په لس هاوو کلونه غږ نشی کوی کلچی مونږ وو ټول لنډاغر او فهیمیانو پرتوګونه مو د لیلی مخی ونو ته زوړند کوسوو

  22. وایي قیا سکن ز ګلستان من بهار مرا (هغه یو پښتانه ده د لغمان ولا یت )، خبره دا ده چې د هیچا څخه ګیله مه کوۍ پخپله لکه څا روي خر څیږو ددی ځوان ادعا کیدای شي بلکل ټیک وي نو موړۍ حبیب الله نا مۍ کیدای شي د لغمان وي خو خرڅ شوۍ وي دوستا نو خبره بده مه لګوۍ زما او ستا په نا مه، ډیر پښتانه د پیسو په مقا بل کې په ډیر نا زل قمت خر څیږي، دا د کا بل په پو هنتون کې هیڅ سر خوړلۍ پښتون استاذ نشته چې خپل لکچر نوټ په پښتوژبه جوړ کړي ، زه او ته د طو طیا نو په څیر په بله ژبه خبرې کوو خپله ژبه مو هیره کړې ده ته په خپله ژبه خبرې او لیکنې کوه که څوک نه پو هیږي دا د هغوی مشکل ده زما او ستا نه ، په دې ټول پو هیږي چې ایران زما او ستا د دین د کلتور او ژبې دښمن دۍ خو زه او ته بیا هم د فارس په ژبه خبری کوونو بیا د آسما ن د ملا یکو انتطار مه کوۍ چې را ښکته شي او زما او ستا دا په ځمکه لویدلې ژبه زما او ستا په خوله کې را کیږدي، پخپله ژبه لیکل او خبرې کوه که څوک نه پو هیږي دا د هغوی مشکل ده هر سړۍ د خپل مشکل پخپله حل کړي

  23. د ډا کټر عبید په جواب کې با ید ووایم هیڅ پښتون متعصب نه ده که تعصب کوي د یوه عکس العمل په شکل دۍ، هزاره کوړت کوړت دلته کوي هګۍ په قم کې اچوي، تا جکان او سیږي په افغا نستان کې خو ژبه ایرا نۍ غواړي، دا بد بخته پښتون د چا غو ښتنې پوره کړي

  24. سلامونه
    دا یو حقیقت دی پدی کتابتون کی د ایرانیانو یو بخش دی چی د 12:00-1:00 پکی بداخلاقی کارونه کیږی — کاندومونه یی راووتل ــ خو همدی دوو بی ناموسانو پټه وساتله ــ په وزارت کی د ایتی مشر سلیم صاحی چی د ابن سینا لوړو زده کړو کی هم شریک دی لخوا همایه کیږی هغه هم مالی فساد کی کښتیل دی

  25. په 1390 کال د کابل پوهنتون د ارواپوهني له پوهنځي فارغ شوم, خو پوهنتون ته په لومړۍ ورځ مې دا هيله وه چې بايد په همدې پوهنځي کې استاد شم. له پيل نه بيا تر فراغت پوري د نورو استادانو تر څنګ له پښتنو استادانو نه ډېر ځپل شوی يم او زما د کدر مخه پخپله پښتنو استادانو نيوله. خپلو هيلو ته په رسيدو کې د پوهنځي استادانو د پښتنو په ګډون پرېنښوودم او حتی دا خبري هم لا راورسېدې چې له دې محصل نه د محصلې دورې ښې خاطرې نلرو, هغه وو چې زما نوم د پوهنځي عادي استادانو له لست نه لري کړ خو لويو لويو پښتنو ورته په سپينو سترګو کتل.
    مسوول ټول پښتانه استادان دي چې خپل حيثيت ورځ تر بلي د محصلينو پر وړاندي له لاسه ورکوي. خو دوي لا هم له دومره پوهي سره نه پوهېږي او حتی له خپل ټيټ رتبه مرستيال څخه وېره لري.

  26. د باتور پښتو ته ګورئ (حبیب الله جهانیارلمر یو پښتانه ده)۰
    بل محمد آغاته :ته حق نه لرې چې په دې سایت باندې خبرې یا اعتراض وکړې دا په سایت یا دسایت په کارکونکو پورې اړه نه لري ،ددوئ دنده دا چه خبرنشر ته وسپاري، که رښتیا دئ که غلط په دوئ پورې اړه نه لري لږ له منطق نه کار واخله. څومیاشتې مخکې مو ګرمې آوازې اچولې چه هله پښتنو هزارهګان بولي دپښتنو کورنه مو په لټ اوپټ کړل ، آخر ئې دازبک له کوره راواستل .دا خبر درښتیا دئ که غلط ۰
    مړه او برباد دوي دپښتو دژبې دښمن۰۰۰

  27. وروره زه د داسې حالاتو عيني شاهد یم
    د د ۲۰۰۸ کال په اوږدو کې کله چې ما سيمينار چمتو کولو د ځينو پښتو کتابونو ماخذونه مې اخستي وو کله چې د پوهنځي (کرنې )کتابتون ته ولاړم نو یو کتاب مې هم پیدا نکړو چې په تصادفي ډول پس خانی ته ولاړم نو.له ټولو پښتو کتابونو ډيرۍ جوړه شوې وه او.ویل يې چې د اټول بيکاره دي ما پکې یو.کتاب را واخستو او کوم استادچې ليکلې وو ترې ومې غوښتل چې خپل کتاب تازه کړي او.زه به يې ورته وړیا کمپوز کړم په خواشینۍ سره یو بیکاره استاد وو په هر خال ما په سلګونو پښتو کتابونه هلته په بد خال کې ولیدل خو د لاسه مې هیڅ هم نه کیدل

  28. زه دعبدالواحد ورور له لیکنی سره موافق یم. ځکه چی په نامه پښتانه استادان اومحصلین شته چی خپله دپشتو په ویلو شرمیږی نودخدمت خو هیڅ هیله تری نه کیږی ډیرداسی بی غیرته پشتانه شته چی ښه به یی پیژنی چی پشتون دی اودهغه ټولی سوانح به درته معلومی وی ولی کله چی ورسره مخ کیږی نو حیران به شی او په بله ژبه به خیری کوی . په بل چا باید پړه وروانه چوو لومړئ یی باید له خپل ځان څخه شروع کړ و په دی معنی چی لومړئ باید پشتانه پشتو ته خدمت وکړی له بل چا خو ګیله په کار نه ده.

  29. Afghan saheb salamooona
    De har sa la makhi stasi ta sha wakht aw sha zhwand ghwaram de stasi de afghani jazbi na manana che khpal wejdani masulyat de ada kro ter so de bad takhreb na che pa mesal de janmargi de khalak aga kral os har pakhtoon che de pashtani mor spesali shoodi khwarali we de khpal had na ziat tawajo wakri khpala eqdam wakri aw nooro sara ham dagha mawzo shareka kri.
    De tolo lekwalano na manana che khpal nazaryat de makhnewe pa khater lekale de pa zangari tooga de Abdul waheed na dera manana che der sha misaloona e warkri de laka de khost walayat criminalist aw stanizai .
    Za ba dagho ta khera na kawoom kho wayam yaw pakhtoon daghasi na kawe bal jalal abad pohantoon rais meya khil ta ham masolyat rojogh kegi che akher Wali dumra be masoolyata rais e.
    Bayad zr ya ajil yoon saheb aw zaland saheb khabar she zaka dagha yaw sestamatik halat de pokhtana bayad aga she za ba ham bazi charwako sara dagha mawzo shareka kram de afghan la barya pa hela aw ziat omer pa hela.

  30. Zamong pashtoon qoom che nan de derbadar halat ke de Lemar pa shan bewejdana ashkhaso la waji bayad tolanoo ke daghasi jasoosan wopezhano aw raswa e kro dagha jasoos kashkai de Lemar che der de pashto socha loghat de pa nama ke na wai zaka pa dera pa asani sara de pashtano etebar ter lasa kawalai she bas allah de raswa kri amin.

  31. Wallah dera da afsos khabara da chi pa Kabul pohantoon kitabkhani ki ham da Pashto kitabona band kari di da khanziran sa kawe aos rata Pashto ham pa Markaz ki bandawee Pashto zmonga MILLI jaba da no da Austadano na mo hila da da chi khpali monografi chiptari aw kitabona pa Pashto jaba wliki aw da Tasoob makha wnisi zka chi da Pashtano haq hamisha zay shawe aw zay kegi aw bala khabara da di khanzirano shwa ka Tajik di aw ka Azara di Allah di da di watan na wrak kri da da watan doshmanan dway da Iran jasosan di hamisha da kar kawe zra me dak di da jara dalasa kho sa na sham kawali ka zma pa las ki way yaw ba ham rana pa khaysata Afghanistan ki jwand na way kri tol mi Tajikistan ta ligal watan da Pushtano di aw badrang paki dway kharsawe.

  32. له تاند څخه اومید لرو تر څو هیڅ یو لیکنه په لیکه نه کړی تر څو حقیقت ونلری چه همدا لیکنی او په لیکه کول یی تعصبی جنجالونه رامینځ ته کوی
    مننه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *