د کابل پوهنتون په دروازه کې د چاودنې په نتیجه کې لږترلږه ۸ تنه وژل شوي او په لسګونو نور ژوبل دي.

د کورنیو چارو او روغتیا وزارتونه وايي، په دې چاودنه کې، چې نن (جمعه/ سهار مهال وشوه، لږترلږه ۳۳ نور ژوبل دي.

خو د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي چې ممکن د تلفاتو شمېر زیات شي.

تراوسه پورې کومې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

د کابل پولیس وايي چې په پېښه کې دوو موټرونو اور اخیستی او له لومړۍ چاودنې وروسته پولیس وتوانېدل چې د پېښې په ځای کې یو بل بم شنډ کړي.

دا چاودنه په داسې وخت کې وشوه چې محصلان د ازموینې لپاره له پوهنتونه دباندې انتظار ول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *