خبرپاڼې

کندهار والي د احمدشاهي واټ دوهمه رغنيزه برخه افتتاح کړه

نېټه: ١٣٩۵۴۲

کندهار، افغانستان- د کندهار والي ډاکټر محمد همايون عزيزي نن سهار د يو لړ مراسمو پر مهال د احمدشاهي واټ دوهمه رغنيزه برخه افتتاح کړه.

د افتتاح په مراسمو کي د کندهار والي تر څنګ ښاروال انجنېر روښان ولسمل او ځينو سوداګرو ګډون کړی وو. د احمدشاهي جادې د رغولو دا برخه د تخته کارۍ ده چي څلور مياشتي به دوام وکړي. د تخته کارۍ د برخي بر ۱۹ متره دی او د احمدشاه جادې اوږدوالی دوه نيم کيلومتره دی.

د کندهار والي ډاکټر محمد همايون عزيزي وويل ښاروالي رياست پخپلو امکاناتو هغه څه کوي چي پخوا له ډېرو مرستو او شته امکاناتو سره-سره نه وو ترسره سوي. نوموړي د خلکو له همکارۍ څخه مننه وکړه چي د احمدشاهي جادې په رغولو کي يې کړې او ويې ويل چي د دې جادې په معياري رغولو کي به زياتي هلي ځلي وکړي.

ښاغلي عزیزي وویل: د ولایتي ادارې هڅه دا ده چي له خلکو سره کړې ژمنه په عمل کي ثابته کړي چي ښه بېلګه یې د احمد شاهي جادې لویه او مهمه پروژه ده. د دې ترڅنګ د کندهار ښار په بېلا-بيلو برخو او ولسوالیو کي ګڼي انکشافي او رغنیزې پروژې دوام لري چي ځیني یې پر پوره کېدو دي او د ځینو کار لا هم یو څه وخت ته اړتیا لري.

د کندهار ښاروال انجنېر روښان ولسمل له رسنیو سره په خبرو کي وویل د احمد شاهي جادې د رغونې کار په منظم ډول پر مخ روان دی چي دا کار څلور برخې لري، یوه برخه یې د ګلدانونو جوړول، بله برخه یې د پیاده رونو او چریو رغول، درېیمه برخه یې د پلچکونو جوړول او څلورمه برخه یې د سړک پخول دي چي د ګلدانونو د جوړولو برخه يې بشپړه او د تخته کارۍ کار يې دا دی عملاً پيل سو.

ښاغلي ولسمل وویل: کندهار ښاروالۍ ته د ولسمشر له لوري د عوایدو د لوړېدو له امله د پنځه لکه امریکايي ډالرو معادل جایزه ورکول سوه چي موږ به یې تر ډېره د پیادروونو او چریو پر جوړولو ولګوو، ځکه د هغو جوړول موږ ته لومړیتوب لري.

وروسته د کندهار والي او ورسره پلاوي د احمد شاهي جادې په اوږدو کي د Cبلاک د جوړولو چاري هم افتتاح کړې او د ښاروال له خوا د دې بلاک د جوړولو د پلان په اړه تفصیلي معلومات ورکول سول.

د کابل پر پيښي د کندهار والي د خواشينۍ پيغام

نېټه: ١٣٩۵۴۲

کندهار، افغانستان- په ډېري خواشینۍ سره خبر سوم چي د هیواد او ملت دښمنانو د لاریون کوونکو په منځ کي چاودنه کړې ده او په لسګونه بېګنا هیوادوال یې شهیدان او ژوبل کړي دي. زه دا ډول وحشیانه برید په کلکه غندم، شهیدانو ته لوړ جنت غواړم، ټپیانو ته د عاجلي شفاء سوال کوم او له کورنیو سره یې په دې لوی ویر کي ځان شریک ګڼم.

د خپلو حقوقو د غوښتني لپاره لاریون د هر افغان حق دی او هر څوک کولای سي چي له دې مدني حق څخه په ګټي اخیستلو خپلي غوښتني مطرح کړي، مګر زموږ هیوادوال باید په دې هم وپوهيږي چي زموږ ليري او نژدې دښمنان په دې هڅه کي دي چي له بېلا-بيلو لارو ستونزي ایجاد کړي، قومونه د یو-بل پر خلاف دښمنیو ته وهڅوي، سمتي، ژبنیو، قومي، مذهبي او نژادي تمایلاتو ته وده ورکړي او بالاخره د افغانانو ملي یووالي ته زیان ورسوي.

داسي ښکاري چي اوسنی برید هم په دې موخه سوی چي د افغانانو په منځ کي یو ډول بې باوري رامنځته سي او اوسنۍ اداره په داسي جنجالونو کي ښکېل سي چي په تېرو څه د پاسه دوو کلونو کي یې کوم پرمختګونه کړي، هغه د خلکو له یاده ووزي او د ملت و دولت تر منځ واټن پیدا سي.

زما هیله دا ده چي ټول هیوادوال په دې غميزه کي له غمځپلو کورنیو سره تر خپله وسه مرسته وکړي او د هیواد دښمنانو ته اجازه ورنه کړي چي له دې لارې خپلو ناولو اهدافو ته ورسېږي. که موږ د یو متحد ملت په توګه د غم په دې سختو شېبو کي خپل ملي وحدت وساتو، له یو-بل سره خواخوږي وښیو او د پردیو د دسیسو ښکار نه سو نو ان شاء الله هیواد به مو د ثبات، سوکالۍ، بیا رغونې او هر اړخیز پرمختګ پر لور چټک حرکت وکړي.

په پای کي یو ځل بیا د شهیدانو لپاره د لوی خدای جل جلاله په دربار کي مغفرت، د ټپیانو لپاره کامله شفا او د غمځپلو کورنیو لپاره صبر او نېک اجر غواړم. 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *