تاند- د هند استخباراتو خبرداری ورکړ چې ممکن ترهګر د ډیلي – کابل ترمنځ الوتکه یرغمل کړي.
د ټایمز اف انډیا ورځپاڼې د راپور له مخې هندي استخباراتو ویلي چې ښايي ترهګر د هند د هوايي شرکت (اییر انډیا) الوتکه برمته کړي.
د استخباراتو له دې خبرداري وروسته په ډیلي کې د اندراګاندي په هوايي ډګر کې احضارات سخت شوي او امر شوی چې حتي د مامورینو هم کلکه تلاشي واخلي.
چارواکو امر کړی چې څو – څو ځایه دې تلاشي واخیستل شي.
د دغو تدابیرو له کبله مسافرو ته ویل شوي چې د پخوا په پرتله د خپل پرواز لپاره هوايي ډګر ته وختي ورشي ځکه چې پر تلاشیو به زیات وخت لګېږي.
د هوايي ډګر مسوولانو ته ویل شوي چې د سپرلیو بسکونه هم په دقت وپلټي.
همداراز کومانډو ځواکونو ته ویل شوي چې په هوايي ډګر کې ګزمه وکړي.
په ۱۹۹۹ کال پاکستاني تروریستانو د هند د هوايي شرکت یوه الوتکه (IC814) د طالبانو مرکز کندهار ته وتښتوله او په مقابل کې یې د هند په بند کې د یو شمېر ترهګرو د خلاصون غوښتنه وکړه.
سلامونه…!
زه نه پوهیږم چې دا به اوس په چا اړول کیږي… افغان حکومت به څه کوي.؟؟؟ او تر ټولو مهمه ددې الوتکې برمته کېدل د افغانستان او هند په اقتصادي اړیکو به څه اغیز هم لري او که نه؟؟؟
مننه