خبریال: میرویس جلالزی – په کابل کې یو شمیر ځوانانو د یوه بې ساري کمپاین په ترڅ کې مټي رانغښتي چې د ښار ښکلا لپاره په لوړو څوکو کې جوړ شوي کورونه او کوڅې په ورنګوي.
دا به لومړی ځل وي چې د کابل په منځ او شاوخوا سیمو کې په غرونو او غونډیو کې جوړ شوي کورونه په منظم ډول په ښایسته او ډول ډول رنګونو رنګول کیږي.
د کمپاین د منتظمینو په وینا، دوی په لومړي سر کې د قول آب چکان او مخزن آب استوګني سیمي، چې د کابل ښار پر اصلي لوړوغرونو جوړې شوي، په سپين او نیلي رنګونو رنګوي.
په دې کمپاین کې کابل ښاروالي، د چارو اداره، د سیمې قومي مشران او سپینږیري هم د کمپاین له تنظیموونکو سره همکارهي کوي.
د یاد کمپاین یوه ناظم او ترتیبوونکي سید ادیب مدثر پوايي، دوی په دغه کار سره غواړي چې د ښاریانو په منځ کې مینه، محبت، ورورولي او یو له بل سره د همکارۍ او مرستې دود غښتلی کړي.
دغه کمپاین چې د رنګونو، بدلون او ښایست نوم ورکړل شوی د کابل په دوهمه ناحیه کې پیل شوی او ټاکل شوې چې تر لوی اختر دمخه یادې دوې سیمې په ښایسته ډول رنګ شي.
ښاغلی مدثر وايي، څیړنو ښوولې چې ښایست یو له هغو دریو لوړو فکتورونو څخه دی چې له ځانګړي ښار سره د هغو د استوګنو صداقت او مینه زیاتوي.
هغه همدا راز وايي، جذابه سیمه د یادې سیمې د استوګنو د اخلاقو په بهترولو کې هم رول لري.
نوموړی زیاتوي چې بیلا بیلو هیوادونو لکه ترکيې، یونان، البانیا، زمبابوې، مکسیکو او سویلي افریقا د کلیوالي او ښاري سیمو د ښایسته کولو لپاره بیلابیل ډیزاینونه کارولي دي چې د کابل هغه یې هم ځانګړی دی.
یو مهال کابل د یو ملیون کسانو لپاره د استوګنې ښار ټاکل شوی وو په داسي حال کې چې اوس شاوخوا ۶ ملیونه خلګ پکې اوسي او ډیرې سیمې د ښاري ماستر پلان له مخې نه دي جوړې شوي.
ښاغلی مدثر وايي، دوی غواړي د دې کمپاین له لارې د سولې او همکارۍ لپاره هم لاره هواره کړي او د ښار په بڼه کې یو مثبت بدلون رامنځته کړي.
په همدې حال کې د دغه کمپاین یو بل غړی نعیم عطارد هم په دې باور دی چې د یاد کمپاین په پرمخ بیولو کې ورسره د سیمې خلکو او سیمیزو مشرانو هم د همکارۍ ټټر ډبولی دی.
د عطارد په خبره د کابل ښار د ښایسته کولو د کمپاین په لړ کې به په لومړي سر کې نږدې ۵۰۰۰ کورونه په نیلي او سپين ډول ورنګول شي.
نوموړي په دغه برخه کې د کابل ښاروالۍ او د یادې ناحیي د کارکونکو او سیمي د خلکو له همکارۍ څخه هم مخکې له مخکې مننه وکړه.
کابل چې یو مهال د سیمي په کچه یوه له ښایسته پلازمینو څخه وه د کورنیو جګړو پر مهال په کنډوالو بدل شو او هر څه یې د اور په لمبو وسوځیدل.
لیکن د نوي حکومت په راتګ سره تر ډیره بریده د ښار د بیارغونې په برخه کې کارونه شوي خو لا یې هم ډېر کار ته اړتیا لري.
دا ډیر ښه کاردی خود خلکو ونډه به ډیر مهم رول ولری
Dear Abdul Qadir,
Without people cooperation and support this campaign is impossible. Locality interest of the district was awsome. This was the motive to bring change in peoples behavior so they can think positive for their neighborhood and surrounding, hence results in accepting each other and builds peace. We are not stopping here inshallah this campaign will develop to other districts and different cities, inshallah.