تاند- کابل ښاروالي په یوه بې ساري اقدام کې ۱۱ ښځې د پلازمېنې د ۱۱ ناحیو ښاروالانې یا د کابل ښاروال مرستیالانې وټاکلې.
د کابل ښاروالۍ ویندوی عبدالجلیل سلطاني وویل، دا ۱۱ ښځې وروسته له دې په ۱۱ ناحیو کې د کابل ښاروال د مرستیالانو په توګه وټاکل شوې چې د اداري او ملکي اصلاحاتو د خپلواکې ادارې له لوري په ازاده سیالۍ کې بریالۍ شوې.
ده وویل چې د پلازمېنې د ښاروالۍ د مرستیالانو په توګه د ښځو د ټاکلو اصلي هدف دا دی چې په کابل ښاروالي کې د ښځو ونډه او رول نور هم زیات شي.
د ځینو په باور د دې لپاره چې ښځې پاکوالي او نظافت ته زیات پام کوي او په کار کې هم عموماً تر نارینه وو نظم زیات رعایتوي، په ښاروالي کې د دوی د ونډې زیاتېدا به د ښار له نظم او نظافت سره مرسته وکړي.
د کابل ښاروالۍ په وینا وحیده صمدي د ښار د لومړۍ ناحیې ښارواله ټاکل شوې ده.
دې په سایکالوجي یا ارواپوهنه کې لیسانس اخیستی او د امریکا په متحدو ایالتونو کې یې د منجمینټ (ادارې) په برخه کې زده کړې کړي دي.
مُرسل ماهان د دوهمې ناحیې ښارواله ټاکل شوې. دې له کابل پوهنتون څخه لیسانس او ماستري اخیستې ده.
مُژګان حاجي زاده، چې د یوولسمې ناحیې ښارواله ګومارل شوې، د ادارې او مدیریت په برخه کې د اقتصاد پوهنځی لوستی او په څو ادارو کې د کار تجربه لري.
انجنیره حبیبه صدیقي د شپږمې ناحیې ښارواله ټاکل شوې. دې د تجدید کېدونکې انرژۍ په برخه کې په هند کې ماستري کړې او لیسانس یې د کابل له پولتخنیک پوهنتون څخه ترلاسه کړی دی.
د کابل ښاروالۍ پر اساس، فاطمه بهزاد، چې د ۱۷ ناحیې ښارواله ګومارل شوې، د کابل پوهنتون له شرعیاتو پوهنځي فارغه شوې ده.
حسینه حسین د پنځمې ناحیې ښارواله غوره شوې. هغې په کابل کې د طب پوهنځي له لوستلو وروسته په هند کې ماستري کړې ده.
سویتا ناصري د نهمې ناحیې ښارواله ګومارل شوې، دې د ادارې او دیپلوماسۍ پوهنځی لوستی او ماستري یې د ادارې او بیزنس په برخه کې په باختر پوهنتون کې کړې ده.
راضیه عارفي، چې په کاردان پوهنتون ��ې یې په اقتصاد کې لیسانس کړی، د دیارلسمې ناحیې ښارواله ټاکل شوې ده.
مسعوده فردوس د اتمې ناحیې ښارواله مقرره شوې. دې د کابل پوهنتون د تجسمي هُنرونو پوهنځی لوستی دی.
نسیمه حمیدي د شپارسمې ناحیې ښارواله ټاکل شوې. او
نظیفه اوریاخېل، چې د دولسمې ناحیې ښارواله ګومارل شوې، له مریم پوهنتون څخه د اقتصاد په برخه کې لیسانس لري او د ملګروملتو په شمول یې په څو نړیوالو ادارو کې کار کړی دی.
کابل ښاروالي ویلي چې د روان لمریز کال تر پایه به نژدې ۱۰۰۰ تنه ښځې په بېلابېلو برخو لکه د سروې، تعمیراتو، د سړکونو او پارکونو د ساتنې، د ترافیک د څارنې، تنظیف او د عوایدو د ټولولو په برخو کې وګوماري.
هیله ده دا محترمی میرمنی خپلی ور سپارل شوی دندی په ښه وجه تر سره کړای شی
هیله ده چي د کابل د ښار بې روئې او غیر علمی پراختیا ته خاصه پاملرنه وشی او ددې غیر علمی پراختیا بدی پایلی له نظره لیری نه شی
داسی نه چي سبا مو مثلاً د کابل د ناحیو شمېره دومره ډېره شی چي د ناحیو د ښاروالو د پیدا کولو سره ستونزه پیدا کو