تاند – د کابل ښاریانو نن یوغل چې غوښتل یې د کور مخې ته ولاړ موټر څخه نمبر پلېټ خلاص کړي لاس په لاس ونیو.

پېښه نن جمعه /د میزان ۱۲مه/ په ځایي وخت خواوشا ۳ بجې د پلازمېنې کابل په ۱۲مه ناحیه کې د امنیت نومرو تر څنګ د افغان مېنې په ۱۵مه کوڅه کې وشوه.‌

تر دې مخکې هم له یادې کوڅې او د دې تر څنګ ۱۴مې کوڅې څخه غلو او شکوونکیو د موټرونو نمبر پلېټونه غلا کړي چې بیا یې د ۱۵ او ۲۰ زرو افغانیو په بدل کې بېرته مالکانو ته ورسپارلي دي.

ښاریانو له نیول شوي غله سره چې عمر یې د ۲۰ او ۲۵ کالونو تر منځ ښکارېده یو غټ چاقو نیولی دی.

د افغان مېنې د ۱۵مې کوڅې یوه اوسېدونکي حاجی حکمت الله تاند وویل، له نیول شوي غله سره دوه نور ملګري هم وو چې په تېښته بریالي شول. نوموړي وویل چې د نیول شوي غله له ملګرو سره تمانچه هم وه.

نیول شوي غله د خپل او د خپل پلار د نومونو له یادولو څخه انکار وکړ او په مکرر ډول یې ویل، «ویدیو نکنید شرم است». هغه وویل، «از نو آباد هستم».‌

په افغانستان کې د جګړو تر څنګ په ښارونو کې لاس په لاس غلاګانې، هدفي وژنې او داسې نور جنایتونه او په نهایت کې د حکومت په امنیتي او عدلي سیستم کې فساد هغه اندېښنې دي چې افغانان یې سخت اندېښمن کړي او له حکومت څخه غواړي چې د دغو کارونو مخنیوي ته اولویت ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *