تاند- د کابل ښار په پُل محمود خان کې نن سهار په یوه چاودنه کې لږترلږه ۴ تنه ووژل شول او یو شمېر نور ژوبل شول.
شاهدان او امنیتي چارواکي وايي چې د دې انتحاري حملې، چې د موټر سایکل په وسیله وشوه، قربانیان ملکیان دي.
د کورنیو چارو وزارت ویندوی صدیق صدیقي د ټپیانو شمېر ۱۳ تنه وښود.
تراوسه پوري کومې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.
د دولت وسله وال مخالفان عموماً د هغو حملو مسوولیت نه مني چې ملکیان پکې ووژل شي.
یوه امنیتي چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط اسوشیتید پریس خبري اژانس ته ویلي چې انتحاري غوښتل چې د امنیتي ساتونکو پر بس برید وکړي خو هدف ته په رسېدو کې پاتې راغی.