تاند- د کابل – کلکتې ترمنځ هوايي کوریدرو یا دهلېز نن /پنجشنبه/ پرانیستل شو.
وروسته له دې چې د کابل ډیلي، کابل مومبي او کابل امرتسر ترمنځ د هوايي کوریدورونه بریالي شول، افغانستان هڅه کوي چې د هند نورو ښارونو ته هم د هوا له لارې د وچې او لندې مېوې او نورو محصولاتو صادرات زیات کړي.
په پام کې ده چې له کلکتې وروسته په بل پړاو کې د هند حیدراباد او چینایي ته هم هوايي کوریدور پرانیستل شي.
د کابل – کلکتې ترمنځ هوايي کوریدور د کابل په هوايي ډګر کې د افغانستان د سوداګرۍ د سرپرست وزیرې کاملې صدیق، کرنې – مالدارۍ او اوبو لګونې وزیر انجنیر نصیر احمد دراني، د سوداګرۍ او صنایعو خونو سرپرست خانجان الکوزي او یو شمېر نورو چارواکو په حضور کې پرانیستل شو.
د افغانستان او هند ترمنځ د هوايي کوریدورونه مخ په پراختیا دي او تراوسه د دغو کوریدورونو له لارې د دوو هیوادونو ترمنځ ۱۳۳ الوتنې شوي دي.
همداراز به د ترکیې په یوه کارګو الوتکه کې د افغانستان ۲۰ ټنه تجارتي مال د لومړي ځل لپاره د هوا له لارې اروپا ته ولېږل شي.
په دې مال کې ۱۲ ټنه وړۍ فنلنډ ته او اته نیم ټنه نور مالونه ایټالیا ته صادرېږي.