خبریال: صدیق الله پوپل – د کابل- کندهار په لویه لار په یوه خونړۍ ترافیکي پېښه کي شاوخوا پنځوس تنه مړه او تر ۷۰ ډېر نور ژوبل شول.

ویل شوي چې په دې پېښه کې ۵۲ تنه مړه شوي او ۷۳ ژوبل دي خو د ځینو ټپیانو حال نازک دی او کېدای شي چې د تلفاتو شمېر تر دې واوړي.

دغه ترافيکي پېښه د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې نن سهار ۶ بجې او ۳۰ دقیقې د ۳ موترونو ترمنځ وشوه .
د مقر ولسوال وحیدالله وایي چي تر ټکر وروسته ۳ واړه موټرو اور اخیستی چي له کبله یې وژل شوي مسافر پکې سوځيدلي او تراوسه پېژندل شوي نه دي.

نوموړی زیاتوي، ټکر د ۲ مسافر وړونکو بسونو ترمنځ شوی چې یو ۳۰۳ د میوند وردګ او بل هم د هلمند بس ترانسپورت اړوند دی.
د مقر ولسوال زیاتوي چي د دواړو موټرو ترمنځ یو ټانکر موټر هم را ګیر سوی چي اوس هم د اورلمبې ورڅخه پورته کېږي.

One thought on “د کابل – کندهار د لویې لارې ترافیکي پېښې تر ۵۰ زیات کسان وژلي”
  1. دشهیدانودی جنتونه نصیب شی او زخمیانو ته الله ج عاجله شفاه ورکی او دریوران دی الله پوه کی چی ددی حادثی نه عبرت واخلی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *