د زابل ولایت کابل کندهار پرلویه لار مسافراو موټرچلوونکي دلويي لاري د خرابوالي څخه سرټکوی، دوی وايي چي پردغه لار زیاتره پلچکان او پلونه نړیدلي دي او باید دولت يې درغولو دپاره جدي ګامونه پورته کړي، دزابل دټولګټوچارو ریاست چارواکي دخلګو ستونزه پرځای بولي اووايي چي دوی په روان کال کې دلوی لاري درغولو دپاره ګني پروژې ترسره کړي.
د زابل ولایت په مربوطه سیمه کابل کندهار پرلویه لار باندي موټرچلوونکي او مسافر دسړک دخرابوالي څخه شکایت کوي، دوی وايي چي په دغه سیمه کې زیاتره پلچکان او پلونه دډیري مودې راپدېخوا نړیدلي دي او باید دولت يې درغولو په موخه جدي ګامونه پورته کړي.
دوی وايي چي ډیری وخت ترافیکي پيښي دسړک دخرابوالي لکبله کیږي او ددوی سره ډیری مهال ناروغان وي چي دسړک دخرابوالي څخه يې پروخت خپلو ځایونو ته نشي رسولای او اکثره مهال خپل ژوند هم دلاسه ورکوي.
بل لوري ته بیا دزابل دټولګټو ریاست ریس محمدنبي خوشحال که څه هم دخلګو ستونزي پرځای بولي خووايي چي په روان کال يې دسړک، ویالو، پلچکونو او پلونو درغولودپاره ګڼي پروژې ترکارلاندي درلودې.
ښاغلی خوشحال وايي چي اکثره مهال پلچکونه ددولت دوسله والو مخالیفینو لخوا په بمونو نړول کیږي چي دوی ځوڅله رغولي دي.
خوشحال همداراز وايي چي ددغه نوې کال دپاره يې دسړک درغولو دپاره زیاتره پروژي غوښتلي دي او ډير ږر به يې کار عملآ پیل شی.
په زابل کې پرلویه لار مسافر پداسي حال کې دلويي لاري دخرابوالي څخه سرټکوي چي پدی ولایت کې دامهال لویه لار او لسکونه پلونه او پلچکان رغولو ته جدي اړتیا لیدل کیږي.
احمدولي سرحدي دزابل دازادو رسنیو دمرکز رېیس