ډاکتر سيد نصيب الله –
د کابل – کندهار لويه لاره چې په غزني، مېدان وردګو او زابل تېره شوې ده، د افغانستان د لويو لارو څخه يوه ده، چې د بې امنۍ پېښې پرې ډېرې شوي دي او که يو خوا يې سرک خراب دى، نو بل خوا پرې د دولت وسله وال مخالفين ځاى پر ځاى کې راوځي، موټرې ودروي، خلک تښتوي، ولسي وګړي وژني او خلک لوټي هم.
په دې لاره ټرافيکي پېښې هم ډېرې رامينځ ته کېږي، چې يو خوا د خراب سرک وجه ده او بل خوا د ډرايورانو او د ټرانسپورټي بس د کارکوونکو د بې غورۍ له وجې مينځ ته راځي، چې ولسي وګړو ته پکې مرګ ژوبله اوړي، خو حکومت دې لارې ته هيڅ پاملرنه نه کوي.
نا امني او د وسله والو تهديدونه:
د افغانستان په لويو لارو کې د کابل – کندهار لويه لاره ده چې د نا امنۍ پېښې پکې ډېر ثبت شوي دي. وخت نا وخت په دې لاره وسله وال مخالفين راوځي، موټرې ودروي، خلک ترور کوي، لوټي يې او لارې بندوي.
دلته ځينې خبرونه د حوالې په توګه را اخلم، چې طالبانو پکې وسلي وګړي يرغمل کړي، لوټ کړي، وژلي او نورې ناوړه پېښې يې ترسره کړي دي.
١:- ((دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د اوو تنو نورو يرغمل شويو کسانو سرونه چې يوه نهه کلنه نجلۍ هم پکې وه؛ تېره اوونۍ په ارغنداب کې غوڅ کړل. د هيواد په ځينو لويو لارو په تېره بيا د کابل – قندهار په لويه لاره د يرغمل نيونې قضيه په يوه جدي ستونزه بدله شوې ده . طالبان هلې ځلې کوي په لويو لاروکې د ملکي وګړو په يرغمل نيونې سره په دولت له څو خواوو زور اچوي ترڅو د هيواد قومي او ټولنيز اړخ اغيزمن کړي. په دې وروستيو وختوکې طالبانو دپکتيا ولايت دسيد کرم ولسوالۍ په تګلورې کې څو تنه کارګران وتښتول)).
٢:- ((…د کابل کندهار په لویه لاره د زابل ولایت د شاه جوی د ولسوالۍ په مربوطاتو کې نامعلومو کسانو ۳۰۳ ډوله مساپروړونکی بس موټر د درولو نه وروسته ۳۰ تنه مساپر وتښتول)).
٣-: ((د افغانستان د چارواکو په وېنا وسله والو طالبانو د کابل او کندهار ترمينځ لويه لار په دويمه ورځ هم تړلې ساتلې ده. طالبانو په خپله تازه بريدونو کې د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي وئيلي او تېره ورځ د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وئيلي ؤ چې د ځينو مقصدونو ترلاسه کولو لپاره يې د کابل او کندهار ترمينځ لاره تړلې ده)).
٤-: ((…د افغانستان د تجارت د کوټې مشر محمد قربان حق جو نن وویل د کندهار کابل په لویه لاره په تېرو شپږو میاشتو کې ۶۵۰ باري موټر سوځول شوي دي)).
٥-: ((د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وویل چې د کابل کندهار په لاره له بس څخه لس برمته شوي کسان خوشي شوي خو پاتې کسان لاهم د مخالفانو په منګولو کې دي)).
٦-: ((دا یو دیرش مسافر د کابل – کندهار په لویه لاره د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ په مربوطاتو کې له موټرو ښکته شوي او له هغې مودې راهیسې یې کورنۍ او هېوادوال بېرته راتګ ته منتظر دي)).
دا شپږ هغه بېلا بېل راپورونه او خبرونه دي، چې ما په انټرنېټ له وېبپاڼو راغونډ کړل، داسې نورې هم ډېرې بې شمېرې پېښې شوي دي، چې که دلته يې په راغونډولو پېل وکړم، نو دې ليک نه به کتاب جوړ شي.
خو د دې پېښو اصلي خبره دا ده، چې دولت دې لارې ته خپله هيڅ پاملرنه نه ده کړې او د امنيت په اړه يې هيڅ جدي ګامونه نه دي پورته کړي، چې ولسي وګړي يې د وسله والو مخالفينو لاسو ته پرېښي دي.
خراب سرک او ټرافيکي پېښې:
دوېمه لويه ستونزه د دې لويې لارې دا ده، چې سرک يې ځاى پر ځاى خراب دى او ټرافيکي پېښې پکې ډېرې رامينځ ته کېږي. چې يو خوا د سرک د خرابوالي له وجې وي او بل خوا د ټرانسپورټي قوانينو نه د نه عملي کولو له وجې.
د ډرايورانو بې غوري هم يو له مهمو ستونزو څخه ده، چې د ټرانسپورټي شرکتونو د بسونو ډرايوران يا خو د سفر په وخت نشې کوي او يا هم ډېره بې غوري کوي، چې د پېښو د رامينځ ته کېدو وجه ده او ولسي وګړو د ژوند سره لوبې کوي.
دولت بايد چې دې اړخ ته جدي پاملرنه وکړي، تر څو دا ټرانسپورټي شرکتونه د ولس د ژوند سره نورې لوبې ونکړي او داسې ډرايوران چې د ولس ژوند له خطر سره مخ کوي، بايد چې له کار منفک شي او که بيا هم دا ټرانسپورټي شرکتونه داسې ډرايوران بسونو لپاره نيسي، نو دولت ته پکار ده چې په ټرانسپورټي شرکتونو هم بندېز ولګوي.
احمد شاه ابدالي ټرانسپورټي شرکت:
د احمد شاه ابدالي ټرانسپورټي شرکت، يو له هغه شرکتونو څخه دى چې بسونه يې د کابل – کندهار پر لاره چلېږي او سپرلۍ وړي راوړي. د دې ټرانسپورټي شرکت بسونو ډېرى ولسي وګړي وژلي دي، ځکه چې دې دې شرکت بسونو ته وخت نا وخت ټرافيکي پېښې رامينځ ته کېږي او سپرليو ته ګڼ شمېره مرګ ژوبله اړوي. خو تراوسه پورې دې شرکت په دې اړه څه نه دي کړي او نه هم دولت په دې اړه څه جدي ګام پورته کړى، چې د دې شرکت له چارواکو وپوښتي، چې ولې هر وخت د دوى بسونه اوړي او ټکر کوي.
د دې شرکت د بسونو د ټکر چپه کېدو يو څو خبرونه دلته رانقلوم.
١٥ سپتمبر ٢٠١٢: ((د کابل – کندهار پر لويه لاره په هغې خونړۍ ترافيکي پېښه کې، چې تېره ورځ د غزني د اب بند ولسوالۍ اړوند ساحه کې رامنځته شوه، د کندهار ولايت ٥ ښځينه او نارينه خبريالان هم وژل شوي دي. په دې پېښه کې، چې د احمدشاه ابدالي بس ټرانسپورټ د ٣٠٣ مسافر وړونکي او ټېلر موټر د ټکر له امله رامنځته شوه، په کې ٥٣ تنه مړه او ٥ نور ټپيان شول)).
١٥ مارچ ٢٠١٤: ((د غزني د والي ویاند وايي، چې د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې د یوه ۳۰۳ ډوله بس موټر د چپه کېدو له کبله یو تن وژل شوی او ۲۰ تنه نور ژوبل دي. نوموړي وویل، چې دا موټر د احمد شاه ابدالي ترانسپورټي شرکت پورې اړه لري او له کندهاره کابل ته پر لاره و او د پېښي لامل یې د موټر چلوونکي بې غوري په ګوته کړه)).
٢٠ دسمبر ٢٠١٥: ((چارواکي وايي، له کندهار څخه را روان د احمد شاه ابدالي کمپنۍ له مسافرو ډک څلور سوه څلور ډوله موټر تر غزني ښار راتېر شوی وو چې د روضې په سيمه کې له يو ټېلر سره جنګېدلی او درې تنه مسافر يې وژلي دي)).
دا او څو ورځې مخکې ددې شرکت د بسونو ټکر او چپه کېدو، ډېرى ولسي وګړي وژلي دي.
ډېرو مدني فعالانو او ولس د دې شرکت پر ضد څو څو ځله لاريونونه کړي دي، خو تراوسه پورې د دې شرکت بسونه په دې لويه چلېږي او حکومت پرې غوږونه کاڼه کړي دي.
له حکومت، وزيرانو او امنيتي ځواکونو نه مې غوښتنه دا ده چې دوى دې په دې اړه جدي ګامونه پورته کړي، د وسله والو مخنيوى دې وکړي، د دې لويې لارې د سرک غم دې وکړي او په دې لاره ټرافيکي پېښو ته دې هم جدي پاملرنه وکړي، چې ولس له مرګ وژغورل شي.
د احمد شاه ابدالي ټرانسپورټي شرکت په اړه دې جدي ګامونه پورته کړي، د ياد ټرانسپورټي شرکت دې بند کړي او د دوى پر ضد دې قانوني ګامونه پورته کړي او څارنوالۍ ته دې معرفي کړل شي او چې دې بسونو څومره هم ولسي وګړي وژلي، د هغې پوښتنه دې ترې وشي.