تاند- په غزني کې د کابل – کندهار په لویه لار د دوو موترونو د ټکر په نتیجه کې ۲۹ تنه مسافر ټپیان شول.
د غزني د والي ویندوی شفیق ننګ وویل چې دا پېښه نن /دوشنبه/ سهار څلور بجې د غزني ښار ته څېرمه په داسي حال کې وشوه چې دوه بسونه سره ټکر شول.
ننګ وايي چې د دې پېښې په ۲۹ ټپیانو کې یوه مېرمن او دوه ماشومان دي.
د ده په وینا په ټپیانو کې، چې اوس د غزني په روغتون کې بستر دي، د دوو تنو حال نازک دی.
د کندهار- کابل لویه لار نه یوازې له امنیتي پلوه د افغانستان تر ټولو خونړۍ لار بلل کېږي بلکې د ترافیکي پېښو د زیاتوالي له کبله هم خونړۍ ده.
د لارو په اوږدو کې پلونه او پلچکونه په بمونو او مایونونو الوزول شوي او د چاودنو له کبله سړک کنډ کپر شوی دی.
(عکس د دې پېښې نه دی)