تاند- په زابل ولایت کې، چې د کابل – کندهار په لویه لار کې پروت دی، یو وار بیا بده ترافیکي پېښه شوې ده.
لومړني راپورونه وايي چې په پېښه کې، چې نن سهار (یکشنبه) د زابل په جلدک سیمه کې وشوه، شاوخوا ۵۰ تنه مړه او ژوبل شوي دي.
د زابل والي بسم الله افغانمل وايي چې په دې پېښه کې ۳۸ تنه مړه شوي او تر ۲۸ ډېر نور ژوبل دي.
خو ځیني شاهدان د تلفاتو شمېر ۴۰ تنه ښيي.
ټپیان، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، د کلات او کندهار روغتونو ته وړل شوي دي.
ویل شوي چې ټکر له کندهار څخه کابل ته د تلونکي بس او له کابل څخه د کندهار لور ته د تلونکي ټریلر ترمنځ وشو چې په نتیجه کې یې په بس کې اور ولګېد.
بس د میوند ترانسپورتي شرکت دی.
د کابل- کندهار په لویه لار کې هر څه موده وروسته خونړۍ ترافیکي پېښې کېږي او عموماً دا ډول پېښې د موټر چلوونکو د بې پروايي او غفلت له کبله رامنځته کېږي.
تر دې مخکې د مې په اتمه د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې په ورته ترافیکه پېښه کې لږترلږه ۵۰ تنه مړه شول او ۷۳ نور ژوبل شول.
په بخشنی سره مقر ولسوالی د غزنی ولایت مربوط ده نه د زابل ولایت
ډير وبخښۍ مقر دزابل نه بلکي دغزني مربوط ولسوالي ده
تر څو چي د کابل-کندهار سړک د خره لکۍ غوندي نری وی د داسی حادثو امکان سته
یوازینۍ حل لاره دا ده چي سړک یو-طرفه کړي او بل سړک ورسره وباسي خو دا کار اسانه نه دی ځکه چي دولت مو غل دی
که نه د کرزي له هغه شپاړس میلیونه یورو څخه خو به یی لږ په مصرف کړی وی
خدای دی کرزي او شمال ټلوالي غلو ته سزا ورکړی
سړک باید یک-طرفه سي او بل سړک ورسره ووزي دا یی یوازینۍ لار ده
خدای دی ټپیانو ته روغتیا ورکړی