تاند، سه شنبه، د جدي ۱۰مه: کابل په دې ورځو کې د هوا د ککړتیا له پلوه د نړۍ د سر په ښارونو کې شمېرل کېږي چې د عامې روغتیا وزارت وايي، تېره یوه اوونۍ کې د هوا ککړتیا ۱۷ کسان په کابل کې وژلي دي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال فدا محمد پيکان تاند ته وايي، په دې تړاو یې وزارت له تېرې ورځې راهیسې د ماسکونو د کارونې کمپاین هم پیل کړی او لږ تر لږه ۵ زره ماسکونه یې په خلکو وېشلي دي.

نوموړی وايي، تېره اوونۍ ۸ زره ۸۱۳ کسان په کابل کې د هوا د ککړتیا له کبله ناروغه شوي چې ۱۷ مړه شوي دي: (( دا ځل په یوه اوونۍ کې د تېر کال په پرتله ۱۶۰۰ تنه زیات ناروغه شوي دي.))

دا په داسې حال کې ده چې د کابل ښاروالۍ ویانده نرګس مومند بیا تاند ته وايي، دوی له کورنیو چارو وزارت سره په ګډه نه یوازې د چاپېریال ساتنې له سرغړوونکو سره قانوني چلند پيل کړی، بلکې په پام کې لري چې د کابل په ۱۶ مختلفو او پرنفوسه سیمو کې دوه سوه زره ماسکونه په خلکو ووېشي.
د یادونې ده چې د کابل د ککړتیا ګراف په وروستیو څو اوونیو کې له۴۰۰ درجو نه دی راکم شوی.

One thought on “د کابل ککړې هوا یوه اوونۍ کې نږدې ۹ زره تنه ناروغه کړي او ۱۷ یې وژلي”
  1. د اجراییه ريیس قانونا مکلفیت لري چې د یو ډاکتر په حیث دغې مهمې او حساسي موضوع ته پاملرنه وکړي.
    که څه هم هغه دا پنځه کاله د افغانستان له بودیجې او د دې مظلوم ملت له حقه مفته تنخواه او ټول امتیازات ترلاسه کړل ، هره اونۍ هند ته د خپلې کورنۍ لیدو لپاره سفر وکړ او نژدې هر نړیوال کنفرانس او غونډه کې برخه واخیسته او له بلې خوا د عامې روغتیا وزارت هم د اجراییه ریاست سهمیه ده ، نو د دې ټولو بدبختیو مکلفیت او مسوولیت هم ډاکتر صیب عبدالله ته متوجې کیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *