ارشیف

تاتد- د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، په کابل کې یې یو ملاامام د یوه دیني عالم د وژلو د دسیسې په تور نیولی دی.

د ملي امنیت ریاست وايي، د کابل ښار د پولیسو د ۵ امنیتي حوزې د حضرت بلال جومات ملاامام نورالرحمن یې د یوه دیني عالم د ترور د هڅې په تور نیولی دی.

له نورالرحمن سره یو بل تن، چې عنایت نومېږي، هم په جرم کې د لاس لرلو په تور نیول شوی دی.

د ملي امنیت ریاست وايي چې ملاامام او ورسره ملګری عنایت د حقاني شبکې د غړي قاري نور اغا له لوري ګومارل شوي وو چې یو دیني عالم ووژني.

د ملي امنیت ریاست په وینا دواړه مشکوک کسان د جمعې په ورځ ونیول شول او دواړو په خپل جرم اعتراف کړی دی.

د ملي اردو یو سرتېری ۳ کاله وروسته ونیول شو

د ملي اردو یو سرتېری، چې ۳ کاله پخوا په هلمند کې طالبانو ته اوښتی و، په فاریاب ولایت کې ونیول شو.

د افغانستان په شمال کې ۲۰۹ شاهین قول اردو نن وویل، د ملي اردو سرتېری ملا میراحمد د سلیم زوی، چې اصلاً د فاریاب د قیصار ولسوالي اوسېدونکی دی، درې کاله پخوا په هلمند کې طالبانو ته اوښتی و او په تېرو ۳ کلونو کې یې له طالبانو سره اوږه په اوږه د دولت پر ضد جنګ کاوه.

شاهین قول اردو وايي، ملا میراحمد یې په میمنې ښار کې ونیوه.

د شاهین قول اردو د خبرپاڼې پر اساس ملا میراحمد په پټه میمنې ته راغلی و او فکر یې کاوه چې څوک به یې ونه پېژني.


عکس له نیول شوي کس سره تعلق نه لری.

د تاند نوې فیسبوکپاڼه لایک کړئ https://www.facebook.com/taandafg/)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *