جيب الله آزاد

بحرانونه که څه هم ډول ډول تعريفونه لري اما د يوه هيواد عمده بحرانونه نظامي، اقتصادي او عدلي/قضايي چې په ټول کې ورته سياسي بحران ويلی شو وي. افغانستان د تېرو څلورو لسيزو راهيسې د کورنيو او بهرنيو جګړو ډګر ګرځېدلی. د طالبانو د نظام له ړنګېدو وروسته نوموړي هيواد هر ډول لوړې ژورې ولېدې، د تراهګرو سره اوږده جګړه، دولتي مافيا او زورواکي او فساد هغه څه  دي چې افغانستان يې د نړيوالو رسنيو سرليک ګرځولی. اما، د دې بدبختيو سره سره د حکومتي کابينې ماتېدل په يوځلي دا بحراني هيواد لا ګړنګ ته ورټېل واهه. تاريخ شاهد دی چې د مرحوم ظاهر شاه نظام به هغه مهال ډېر زيانمن شو کله به چې د نوموړي صدراعظم له دندې ګوښه او يا هم سلب صلاحيت شو.

د ګډ او يا هم د ملي يوالي حکومت جوړونه يو اوږد بحث دی، اما د نړۍ د ټولو سياسي نظامونو (شاهي، ټوټلېټېرنېزم، دېکتاتوري، کميونېزم او ولسواکي) ګوندي، قومي او يا هم استعدادي وي، اما د ښاغلي غني د حکومت جوړښت (البته د نوموړي ۵۰٪ برخه) پر يوه معيار هم نه ده برابره. ګوندي ځکه نه ده چې د نوموړي د کمپاين او ښه او بدو ورځو فکري ملګرو نوي سلنه له حکومته دباندې پاته شول، قومي هم نه ده، ځکه چې د ارګ په اوولسو رياستونو کې يوازې دوه ريسان (هغه هم يوازې ريسان تشکيلات يې نه) پښتانه دي او په ټول کې په حکومت کې د پښتون قوم انډول ساتل خو بېخي د نوموړي له تصور او ړتيا لرې خبره ده. همدارنګه، د نوموړي د نظام تشکيلات استعدادي هم نه دی، موږ وليدل چې ويده او نرسان وزيران (هغه هم په متفاوت مسلک کې)، طالب او موټروانان واليان او ولسوالان، ماشومانو ته يې جنرالۍ ورکړې، کمېشنکاران يې سلاکاران او ارايشګاه والاوو او له ادارې بې خبرو ته يې اداري امور وسپارل.

که څه هم د ښاغلي ولسمشر سم نيمايي وزارتونه يتيمان دي، اما څرنګه چې افغانستان اوس هم يوه بشپړه سنتي ټولنه ده او دلته اوس هم د ملي ارزښتونو پر ځای قبيلوي ارزښتونه په پام کې نيول کېږي نو نوموړی بايد هغه وزارتونه لکه د قومونو، قبايلو او سرحدونو چارو، د شهيدانو،  معلولينو او ټولنيزو چارو او د اطلاعات او فرهنګ وزارتونه  چې تر ننه يې ورته د دوهمې او دريمې درجې وزارتونو په سترګه کتل لومړيتوب ورکړي او ډېر وړ کسان د وزيرانو په توګه وګماري.

که څه هم د سرحداتو او قبايلو وزارت هغه پخوانی وزارت چې وزير يې د سليمان لايق په څېر لايق کس او فعاليت يې د خاد ( ملي امنيت) ورته او ان ښه فعاليت و نه دی، اما اوس هم ياد وزارت تر يوه ښه مديريت لاندې د پام وړ لاسته راوړنې لرلی شي.

الف: د قبايلي سيمو خلک باسواده کول

د افغانستان په تاريخ کي تل کليوالو خلکو نظامي پاڅونونه کړي، ښارونو ته يې مخه کړې او نظامونه يې ړنګ کړي دي. څرنګه چې د کليوالو خلکو د سواد کچه ټيټه ده نو يا يې پاڅونونو علمي او ملي هدفونه نه دي درلودلي او يا بهرنيانو ناوړه ګټه ځني پورته کړې ده. نو که کليوال خلک باسواده شي سويه يې لوړېږي، سوله ورته ارزښت پيدا کوي او خپلو ملي ګټو ته متوجه کېږي، خو اوس د افغانستان د اکثره ناامنه ولايتونو په ولسواليو کي ښوونځي تړل شوي، يا يې شمېر لږ او يا يې هم کيفيت ټيټ دی. بله عمده ستونزه دا ده چې په کليوالو سيمو کي ليسې لږ دي، يو شاګرد تر شپږم يا اووم ټولګي پوري ښوونځی وايي او بيا له دې امله نورو زده کړو ته دوام نه شي ورکولای چې په نژدې سيمه کي يې ليسه نشته. که د ثانوي زده کړو لپاره ښارونو ته ځي نو هلته د ټرانسپورټ، ليليې او په مورنۍ ژبه د زده کړي نشتوالی يې پر وړاندي عمده ستونزي دي، همدا دليل دی چې اکثره قبايلي او کليوال ماشومان بې سواده او يا يې زده کړي نيمګړي پاته کېږي، نو د دې لپاره چې د دغو سيمو خلک باسواده کړو بايد د سرحدي ولايتونو په مرکز کي څو داسي ښوونځي جوړ شي چې ليليې ولري. تر هغه مهاله چې سوله راځي، د ښوونځيو کيفيت لوړېږي کليوال ماشومان به ثانوي او لوړي زده کړي په ښارونو کي ترسره کوي.

ب: د قبايلي خلکو سياسي تربيه:

 د افغانستان اکثره کليوال په سياسي ګوندونو او مدني ټولنو کي لږ ونډه لري، هغه دی چې د دې دوو ټولنو پر وړاندي يې غبرګون افراطي، غير منطقي او غير سياسي وي، نو که کليوال خلک باسواده او هغوی ته د زده کړو له لاري د کار زمينه برابره شي، هغوی به خامخا سولې ته ترجيح ورکړي او د ملي ګټو په پام کي نيولو سره به په شعوري توګه خپل سياسي تګلوری وټاکي. دا ټول هغه ضروري کارونه دي چي يوازي يې هغه څوک کولای شي چې په ولس کي اوسېدلی، له ولسونو سره اړيکي ولري او د هغوی ملاتړ له ځان سره ولري.

ج: د عرفي قوانين اصلاح:

د يوه سنتي ټولنې په توګه د افغانستان شپېته سلنه وګړي اوس هم خپلې ستونزې په څو دلايلو د دوديز نرخ (عرفي قوانينو) له مخې حل او فصل کوي. لومړی، د افغانستان دولت هيڅکله نه دی توانېدلی چې د هيواد هرې برخې ته قانون ورسوي. دوهم، د دولت رسمي عدلي او قضايي ارګانونه له فساده ډک دي او دريم دا چې دولت کافي  مسلکي حقوقپوهان، قانونپوهان، څارنوالان، مدافع وکيلان او قاضيان نه لري. که څه هم د قضايي قووې تر څنګ اجرايه قووا په عدلي او قضايي برخه کې سم نيمايي لکه لويه څارنوالي او د عدليې وزارت فعاليت کوي اما بيا هم نه دي توانېدلي چې د پام وړ لاسته راوړنې دې ولري. د عدلېې وزارت چې د کار ساحه يې د قوانينو مسودې جوړول، د محابسو څارنه او د محکمو تر څنګ د حقوقو په نوم عدلي اداره لرل دي لاهم نه دی توانېدلی چې د عرفي قوانينو او يا هم د جرګو او مرکو له لارې د شخړو د حل لپاره يوه رسمي جريده او يا لارښود ولري او په ورته وخت کې د کليوالو سيمو مرکچېانو او ملکانو ته عدلي او قضايي پوهه وکړي تر څو ولس ورو ورو له دوديز قانون څخه رسمي قانون ته مخه کړي. فلهذا څرنګه چې دا وزارت د قومونو او قبايلو له مشرانو او مخورو سره نژدې اړيکي لري او د کار ساحه يې هم کليوالي سيمه ده نو په ډېره اسانه توګه به وکولی شي چې د زدکړو تر څنګ په عدلي او قضايي برخه کې هم ډېر مهم رول ولوبوي.

ياد وزارت تل د داسې وزيرانو لکه سليمان لايق، اسدالله خالد، اکرم خپلواک او ګلاب منګل تر مديريت تر پاتې شوی چې د نورو عصري زدکړو ترڅنګ قومي او قبيلوي پوهه او ريښې هم لري. اوس کله چې د بعضو مغرضو کړيو له لوري پر ولسمشر غني دا تور لګېدلی چې نوموړی د لوی کندهار کدرونو ته په کابينه کې ځای نه ورکوي نو فکر کوم همدا وزارت پر يوه کندهاري کدر ډکول به غوره کار وي. هېره دې نه وي چې څه موده وړاندې کله چې د طالبانو د مشرتابه لپاره چنې روانې وې نو د لوی کندهار يوه ستر ټبر (الکوزو) ناسته وکړه او هيله يې څرګنده کړه چې د صدر صاحب په نوم طالب قومندان بايد د طالبانو مشر شي ځکه چې هغه الکوزی دی او الکوزي په دولت کې هيڅوک نه لري نو که چېرې نوموړی د طالبانو مشر شي ټول الکوزي به د طالبانو خواخوږي شي. سربېره پردې دا ګنګوسې هم خپرې شوي چې ولسمشر اشرف غني د ياد وزارت لپاره سردار نادر نعيم نوموي چې دا به يو ډېر ضعيف او ناکام انتخاب وي ځکه کله چې موږ د قومونو او قبايلو خبرې کوو نو مانا د ياد وزارت اتيا سلنه راکړه ورکړه به د پښتوسره وي، او کله چې يو څوک نه يوازې دا چې په پښتو نه پوهېږي په لسيزو د افغان دود او کلتور څخه هم لرې پاته شوی وي څرنګه به وکولی شي چې ياد مديريت دې پر مخ بوځي ؟ فلهذا، که چېرې ولسمشر غواړي چې لږ تر لږه ياد وزارت د يو څه لاسته راوړنو شاهد پاتې شي نو د دې مسئوليت لپاره تر ټولو غوره انتخاب به ښاغلی عبدالنافع همت وي، همت صاحب نه يوازې چې د کندهار د الکوزو دی، بلکې د ولسمشر د انتخاباتي ټيم فعاله غړی، مشهور ليکوال او ژوزنالست او په يوه داسې کورنۍ کې رالوی شوی چې اکاګان او نيکه يې د ولسي جرګې غړي او د خپلې سيمې خانان او ملکان وو.

د يادونې وړ ده چې دا ليکنه ما د افغانستان او په ځانګړې توګه د ياد وزارت د ښه لاسته راوړنو په موخه کړې، دلته دا هم لازمه ګڼم چې په لومړي ځل ځان د قوم له ادرسه معرفي کړم تر څو بعضو ملګرو ته دا شک يا وېره پيدا نه شي چې ګواکې زه الکوزيتوب او يا هم کندهاريتوب کوم ځکه چې زه نه الکوزی او نه هم د لوی کندهار يم بلکې زما د خاپوړو او د مېنې ټاټوبی پکتيا ده.

د سرلوړي او سوکاله افغانستان په هيله

One thought on “د کابينې ماتېدل او نوی سياسي بحران/ جيب الله آزاد”
  1. سلامونه او ځښت ډېر درنښت قدرمن ازاد صاحب
    نه پوهېږم چې ستاسو د قلم د کوم رنګ ستاینه وکړم هغه چې په انګرېزي، یې لیکي او که په پښتو، دري او اردو؟
    دا چې په لومړي ځل تاسو ځان د قوم له ادرسه راوپېژانده، نو زه به دا ووایم چې ټول افغانستان په تاسو وياړي خو په تېره بیا د پکتيا جګ نښتر او غرونه. ليکنه مو د تل په څېر ډېره خوندوره، علمي، معلوماتي او سیاسي وه. ستاسو په ليکنه کې د ياد وزارت لپاره هغه وړانديزونه شوي دي که وزیر هر څوک راشي مشورې باید له تاسو واخلي، خدای شته ما فکر هم نه کاوه چي دا وزارت دې دا کارونه هم وکولی شي، نو د تاند د محترم ادرس څخه زه پر دولت په خاص ډول پر ولسمشر غږ کوم چې ستاسو دغه درې وړاندې شوي پېشنهادونه د یاد وزارت لپاره په پام کې ونیسي باور وکړئ چې پښتانه له ځمکې اسمان ته پورته شي.

    ښاد، اباد، تاند، څپاند او خنداد دې وې زما د زړه سر ازاد صاحب

    احترام
    فضل الرحمن

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *