همغه زمانه ده وايي په شپاړلسمه پېړۍ کې به کلیسا خلکو ته دپېسو په بدل کې له دوزخ څخه داور له خلاصون په موخه د خلاصون پاڼې ورکولې،همدا کار بیا رواج شو هر چابه د روپیو په بدل کې همدا پاڼې رانېولې او ځان به یې د دوزخ له اور څخه خلاصوو،کلیسا به خلکوته اجازه نه ورکوله،چې خلک دې په خپل سر زده کړې او تعلیم وکړي هرڅه په کلیساپورې تړلي وو،هیچا ته اجازه نه وه،چې دکلېسا داجازې پرته یو کار ترسره کړي،له دې کاره یې خلک او پېروان هم نور تنګ شوي وو.
اوس دلته هم همدا کار روان دی خو نه پوهېږم،چې ددې او هغې زمانې توپېر به سره په څه کې وي دا به نو خدای ته پته وي خو دومره ویلی شم،چې داخلک هم لکه چې د هغوی څخه تقلید کوي،اوکه نه بله څه قیصه ده،چې دا کار به دچا وي او دا څوک به ددې کار اصلي چلوونکی وي دا نو سمه مالومه نه ده خوحتمي ده،چې په دې کې به دکوم چا لاسو وي،ځکه دا خلک له خپلو مغزو څخه دومره کار نه اخلي.
دلته هم دا کارونه روان دي که دې هرڅه کول نو روپۍ به ورکوې او اجازه به اخلې،که دې اجازه وانخیسته نو هر کار دې حرام او دشریعت خلاف دی بیا نو په څلور مذهبه کافر او ګنهکار یې،او که دې روپۍ ورکړې نو بیا درته هرڅه حلال دي که هغه حرام هم وي نو بیا تا ته حلال دی هرڅه چې کوي کوه یې خو دوی ته همدا مهم دي،چې روپۍ ورکړې نور دې نو دڅه شي په قېصه کې نه دي.
عجیبه خو لا داده که دې دپرمختګ او ابادۍ کار کوو نو درباندې دکافر او مشرک ټاپه لګېږي،بیانو پوښتنه نشته دی بې پوښتنې کافر او مشرک یې او که دې د ورانۍ او بربادۍ کار کوو نو بیا له تا بل اتل اوقهرمان ځوان نشته دی،هغه کار کوه چې دوی پرې خوشحاله وي بس ته به نو سپېڅلی اوپاک مسلمان یې.