ابراهيم(ع) او نمرود :
ابراهيم (ع) او نمرود دوه متضاد کريکټرونه دي او کېسه يې دشعر لپاره يوه لويه خزانه ؛ ځکه چې د ابرهيم په کېسه کې ډېر داسې څه موندلی شو، چې په شعر کې د سمبول په توګه راوړل کېږي، لکه : ازر، بوتان، تبر، اور، ماشی او . . . . د ابراهيم(ع) او نمرود کريکټرونه د شعر لپاره ډېر څه لري، ددوی په کېسه کې هرومرو داسې يوه صحنه موندلی شو چې زمونږ د ټولنې له يوه نه يوه اړخ سره سمون وخوري . د ابراهيم (ع) کېسه زمونږ په ټولنه کې ډېره مشهوره ده، مونږ په متل کې وايو : (خدای چې څوک ساتي د ابراهيم غوندي يې په اور کې هم ساتي )
د ابراهيم کريکټر د عزم اوخدايي عشق يوسمبول دی او د نمرود کريکټر د ظلم او حسد يو سمبول .
د کاروان په عصر کې اوس هم د نمرود په څېر اورشيندونکي خدايي خوره ده او د ابراهيم په څېر سپيڅلو مبارزينو ته قدم په قدم لمبې کري؛ خو کاروان ترې خپل ولس نه وېروي؛ بلکې ورښايي، چې ددې نمرود په وړاندې د ابراهيم خليل الله غوندې کلک عزم خپل کړئ، د وخت له نمرودي اورونو مه وېرېږئ، لکه څرنګه چې ابراهيم ته د نمرود اور ګلزار ورګرځيد، ستاسې د سپيڅلو مباريزو پر وړاندې هم د هيڅ نمرود اور نشي راشين کيدای :
تا که د خليل عزم پيدا کړو نو ګلزار به شې
ژبې دې راباسي د نمرود اورنه مه ګوره
د وخت نمرود د کاروان ابراهيمي وطن ته هروخت سکروټې لېږلي، د پسرلي په سرو ګلپاڼو کې هم ورته سرې سکروټې راځي، چې ددوی شنه او ارام خوبونه يې تښتولي دي :
مونږ د سپرلو په غېږ کې شنه خوبونه کړي نه دي
لا په ګلپاڼو کې سکروټې د نمرود راځي
ابراهيم د بشر خېر او د الاهي قانون پلي کول غوښتل او د نمرود بوت پرسته نظام له منځه وړل . د هغه وخت ټولنه ټوله بوت پرسته وه، چې په دې کې د ابراهيم (ع) پلار (ازر) هم و، ده نه يوازې چې بوتان لمانځل؛ بلکې بوتان يې جوړول هم . په دې کې د لوی خدای خپل حکمت دی، چې پلار ته يې د بوت جوړولو هنر ورزده کوي او زوی ته يې د بوت ماتولو . دا بشر ته ددې درس هم ورکوي چې ستاسې قام او آن پلار که په ناسمه لاره روان و، بايد پر پل يې پل کېنږدئ؛ بلکې پر وړاندې يې ودرېږئ . زړه چې په اصل کې د خدای کور دی، بايد پر خدایي عشق منور وي، چې کله زړونه د خدای پر عشق منور شي، بيا د خدای له بنده ګانو سره هم مينه پيدا کېږي؛ ځکه چې ددې بنده ګانو خالق همغه خدای دی، چې ستا په زړه ناست دی . کاروان چې په خپل وطن کې د خدای د بنده ګانو بي قدري وويني؛ نو زړونه ورته د مړو بوتانو لمنځايونه ښکاره شي، خدای ته سوال کوي، چې دې بوتپالو زړونو ته د عشق ابن ازر (ابراهيم) راولېږه، چې په هر لورې د خدايي ميني رڼا او سپيڅلتيا خوره شي، د نمرودي نظام بې مانا او له فساد نه ډک قانون له منځه لاړ شي، د زړونو کعبې د خدای له مينې لبرېزې شي او د حسد اوفساد بوتان دړې وړې :
خدايه يو دعشق ابن ازر ورته راولېږه
جوړ د زړه کعبه کې د بتانو حکومتونه دي
د ابراهيم او نمرود په کېسه کې کعبه او بوتان ډېر په زړه پورې سمبولونه دي، چې شاعر ته ډېر څه ورکولی شي . په لاندې بيت کې کعبه د وطن سره تشبيه شوې او بوتان د کعبې (وطن) له واکمنانو سره . کاروان ته د خپل وطن بې مانا واکمنان د بوتانو په څېر ښکاري، چې د نورو په لاسو جوړ شوي، زمونږ پر کعبه راننويستل شوي او مونږ ورته په لمانځلو اړ سوي يو؛ خو خېر يې ولس ته د يوې زرې غوندې هم نه رسېږي، چې چا جوړ کړي ګټه هم ترې هغه اخلي؛ ځکه خو د يو ابن ازر اړتيا ويني :
ډکه مو کعبه شوه له بتانو نه
موږ کې لا پيدا زوی د ازر نه دی
***
بتانو زيری مې درباندې ابراهيم به راځي
بيا به پراته وئ دړې وړې د کعبو پر لمن
***
چې په تبر د بتانو مغزی غوڅ کړي
چا وې موږ کې هم پيدا زوی د ازر دی؟!
شاعر په لاندې بيت کې د خپلې ټولنې وروسته پاتې والې ته اشاره کوي، چې نه مو د ازر غوندې د بوت جوړولو هنر زده کړ او نه مو د ابن ازر په څېر خپله سپيڅلې مبارزه پر مخ يووړه، چې خپله کعبه له بوتانو خالي کړو او د ظالم نمرود پر وړاندې ودرېږو . لکه چې متل دی : نه د دين شوو نه د سادين :
نه رانه ازر خوشاله نه زوی د ازر دی
نه مې بت جوړ کړی نه مې غوڅ د بت وزر دی
د پښتنو په اړه مشهوره ده، چې سندرې خوښوي؛ خو سندرغاړې نه، همدارنګه ډول ته تاوېږي، خو ډم ته چندان په درنه سترګه نه ګوري . مونږ په زړونو کې دوه متضاد خواص پالو ازر او ابن ازر (ابراهيم) دواړه په زړه کې لرو، د ښه اوبد توپير نشو کولی، هم دبوتانو جوړول خوښوو اوهم د بوتان ماتول . کاروان صيب د خپلې ټولنې همدغه پټ دوه مخيتوب ته اشاره کړې، ددې دوه مخيتوب لامل دادی چې زمونږ زړونه د علم په رڼا نه دي ځليدلي، د يو چا پيژندنه په سمه توګه نشو کولی :
بت جوړوم بت ماتوم ياره دا هنر لرم
زه د زړه په کور کې له خليل سره ازر لرم
انسان چې هر څه کوي، بايد پوره غور وکړي، چې ايا دا زه چې کوم عمل ترسره کوم، بشر ته يې ګټه زياته ده او که زيان، دا منو چې ازر د خپلې ټولنې هنرمند و؛ خو داسې هنرمند، چې د هنري تندې ماتولو په خاطر يې خپله ټولنه له فکري او معنوي بې لاريتوب سره مخ کوله؛ د ابن ازر هنر بيا دا و، چې د خپلې ټولنې دخېر په لټه کې شي، د ټولنې خېر يې په دې کې و، چې دده د پلار په لاسونو توږل شوي بوتان دړې وړې کړي او د خلکو د زړونو او فکرونو جامونه د حقيقي خدای له جلوو لبرېز کړي :
بت جوړوي په خپل هنر تنده ازر ماتوي
ابن ازر تبر په لاس ترېنه وزر ماتوي
قرآني کريکټرونه د شعر لپاره ډېر څه راکولی شي؛ ځکه چې له هر کرکټر سره يوه په زړه پورې اوريښتيني کېسه تړلي وي،تاسې لاندې بيت ولولئ، چې کاروان يو روماني رنګ ورکړی؛ خو د ابراهيم له نوم سره يې څومره شعريت زيات شوی، د اسماعېل ټوله کېسه په ذهن کې راتازه کوي :
لکه چاړه مې په زړه تېره شوې پرهر دې راکړ
د ابراهيم خوبه قربان دې کړم اختر دې راکړ .
موسی(ع) او فرعون :
موسی او فرعون د شعر لپاره ډېر مهم کريکټرونه دي، تر شا يې يوه لويه او هر اړخيزه کېسه پرته ده، چې ډېر څه يې د سمبول په توګه د پام وړ دي، لکه : سکروټې، غمي، اسيه(د فرعون ښځه)، رودنيل،حضر،امسا، ماران، کوه طور او . . . له دې سره يې هره پيښه او صحنه په زړه پورې او له هرې زمانې سره اړخ لګوي .
د مکې مشريکينو به ويل چې قرآن يو(اساطرالاولين) يانې د لومړنيو خلکو د کېسو اونکلونو ټولګه ده، حضرت محمد(ص) فرمايلي :” دا تاريخي بېلګې به تل تيکراريږي، هر دور ځان ته موسی اوفرعون لري، چې زما د دور فرعون ابوجهل دی” مطلب دا چې قرآن خپل مخاطب ته تېرې کېسې او څېرې د بېلګو په توګه وړاندې کوي، که څه هم د قرآن کريکټرونه حقيقي دي؛ خو تر څنګ يې قوي سمبولیک اړخ هم لري، د قرآن د ډيريو کريکټرونو مثالونه او سمبولونه په هر دور کې موندلی شو، لکه څرنګه چې د قرآني کېسو تاثر پر خلکو زيات دی، ځينو هنرمندو شاعرانو له همدې کبله ددې کېسو کريکټرونه خپلو شعرونو ته د سمبول په توګه راوستي . د فرعون کريکټر په قرآن کې ۷۴ ځلې ذکر شوی او د استبداد، ظلم، او طغيان يو سمبول ياد شوی او د موسی کريکټر چې قرآن کې ۱۳۶ ځلې ياد شوی، د حق او عدالت يوسمبول .
په دې لاندې بيت کې د موسی او فرعون دکېسې هغې برخې ته اشاره شوې، چې موسی لا کمکی ماشوم و او د فرعون په کور کې لويېدو، دده دپوهې د ازمايلو لپاره يې ورته په يو لوښي کې سکروټې ونېوې او په بل کې غمي؛ خو موسی لاس سکروټو ته وروړ، فرعون داسې وګڼله چې ګواکې موسی ناپوهه دی، که پوهېدی د سوو له وېرې به يې سکروټو ته لاس نه وی غځولی . شاعر دلته د فرعون کرکټر چې هر کله د يو ظالم، ځان خوښې او زورواکي په توګه پېژندل کېږي، د خپل وطن له ظالم او فرعون خويه واکمن سره پرتله کړی . شاعر يوداسې وخت ته هيلمن دی، چې د موسی په څېر يوڅوک به راځي د وخت د فرعون لپاره به سور اور ګرځي، له ږيري به يې مرغلرې شکوي او هغه روب و دبدبه به يې په خاورو کې رغړوي :
بيا به مرغلرې د فرعون له ږيرې وشکوي
وخت لاس د ماشوم موسی دی سور انګار به ونيسي
فرعون يو داسې نظام رامنځه ته کړی و، چې هر څه دده په واک کې وو، ده د خدايۍ دعوه کړې وه، دداسې خدايۍ چې هر څه به دده تر ولکې لاندې وي، نور وګړي بايد خواران او ده ته اړ وي، لکه په قران کې چې راغلي 🙁 او فرعون په خپل قوم کې په لوړ غږ وويل :ای زما قومه ايا دمصر پاچاهي زما نه ده؟ او دا نهرونه چې زما تر واک لاندې بهيږي، نه يې وينی؟ ) کاروان هم په لاندې نظم کې د خپل هيواد يوانځور وړاندې کوي، دی هم خپل باغ (وطن) د وخت د فرعون په قبضه کې ويني او ورته د امن او سوکالۍ( پسرلي) د نه راتلو لامل د فرعون د ږيري الماس ګڼي، يانې فرعون ټول شته اوخزانې د خپل پايښت اوښايست لپاره کاروي، نور وګړي بايد ټول عمر په غربت او لوږه کې تېر کړي، لکه د بني اسرائېلو پر قوم چې فرعون کوم ډول سختۍ او غميزي راټيټي کړې وې، د کاروان پر قوم هم همدې ته ورته کانې شوي؛ ځکه خو د يو موسی د راتلو لارې څاري اوورته ليمه ليمه دی :
. . . باغ د فرعون په قبضه کې پرت دی
او چار چاپېر ترې د اغزيو ديوالونه تاو دي
باغ ته په شنو ګامونو
ها بنديوان پسرلی نشي راتلی
دا پسرلی هغو الماسو غېږ کې ټينګ نيولی
چې د فرعون د اغزنې ږيرې
په هر يو تار تار کې ټالونه وهي
مونږ په موسی پسې ليمه ليمه شوو
که چېرته راشي يو ماشوم موسی په پالي پالۍ
چې د فرعون له اغزنې ږيرې
دانې دانې الماس راوشوکوي
هغه بندي پسرلي والوځي بڼکې وکړي
زمونږ په باغ وزرې وغوړوي .
او يا :
. . . چې د سپيدو له هسکو هسکو څوکو
لمر د طلاوو ويلې شوی سيلاب وبهوي
او د تيارو د فرعونيانو طلسمونه يوسي . . .
شاعر په لانديني نظم کې د خپل وطن يو دردېدلی او غمځپلی ملنګ د روح په سترګو ګوري، چې ټولې کوڅې ورته د وخت د فرعون د اژدهاوو ژامې ګرځيدلي، دده پښې چې تڼاکې او زېږي دي څنګه يې د اژدها پر سترګوکېږدي، دغه ملنګ د موسی غوندې يوخواخوږی نه لري، چې ورسره د معجزې ډکه امسا وي او د وخت د اژدهاوو ټول جادو اوطلسم له منځه يوسي، چې ټول د موسکا پر رنګين قاموس واوړي او د او ښکو يو ټکی هم پکې نه وي :
ټولې کوڅې دي د فرعون د اژدهاوو ژامې
غريب ملنګ دی له يخنۍ نه ريږدي
تڼاکې پښې د اژدها په سترګوڅنګه کېږدي؟
د روح په سترګو ورته ګورمه اشنا ښکاري
نه دی ملنګ د کابل جان زخمي اروا ښکاري
خدايه مونس لکه موسی نه لري
له معجزې ډکه امسا نه لري
لکه ټوټې ټوټې غوڅ شوی زړګی
لکه قاموس د اوښکو
پاڼې يې مه لټوئ ټکی د موسکا نه لري .
کاروان نه غواړي، چې د خپل ولس د يو فقير غرور يې د وخت فرعونيانو ته راټيټ شي؛ ځکه چې دده په سترګوکې د لوی خدای د نور تجلي ده او دا داسې ده لکه د کوه طور رانسکورول :
و بادشاهانو ته راټيټ مه شه غرور د فقير
د فرعون پښوکې مه شه ړنګ د اوښکو طور د فقير .
قارون :
قارون د بني اسرائېلو له قوم څخه و او ځيني مفسرين وايې چې د موسی(ع)د تره زوی و، دی د فرعون له نږدي همکارانونه و، شته اودولت يې هم له همدې لارې پيدا کړي وو، دده د شتواو مال يادونه په قرآن کې راغلې، چې يوې ځواکمنې ډلې يې د خزانو کلۍ(چابيانې) نه شوې وړلی، ده ځان له نورو لوړ باله، په لباس کې يې هم زياتی کړی و، چې له نورو عامو خلکويې توپير وشي . قارون ډېر سخت حريص وپه هيچا يې هم خپل شته نه لوريدل، اخېر خدای سره د مال اوعيال پر ځمکه ننويستو . قارون د حرس سمبول ګڼل کېږي، په پښتني ټولنه کې هر هغه څوک چې ډېر حريص او کنجوس وي، د قارون په نوم يادېږي، په ځينوسيمو کې قارون ته (کورين) هم وايي، حريص او کنجوس سړي ته وايي : ډير کورين دی . چاته چې ښيرا کوي : خدای دې د قارون غوندې غرق که (کړه) . متل : د دنيا مينه قارون هم کوله چې خدای په ځمکه ننويستو . . .
کاروان هم د خپل دور يوظالم يادوي، چې د قارون په شانې حريص دی او زمونږ د اوښکو په ګوهرونه مړېږي، خو مونږ درې وخته په ډوډۍ پسې حيران يو :
د وخت قارون مې په ګوهر د اوښکو نه مړېږي
ترې ډکوي سحر، غرمه او ماخستن لمنې
***
دوام لري