(۴)

د يوان او ښاپيرۍ:

دېوان او ښاپېرۍ  دوه داسې خيالي او اساطري کريکټرونه دي، چې له ډېر پخوا راهيسي يې د انسانانو په خيالي نړۍ کې ځای موندلی . له انسانانو دمخه پر ځمکه د پيريانو پاچاهي وه، پيريان چې له اور څخه پيدا شوي دي، ښايي ښاپيرۍ هم، چې په فارسي کې ورته پري وايي له همدې لارې د انسانانو خيالي نړۍ ته لاره کړي وي . د ښاپېرۍ په اړه زمونږ په ټولنه کې ډېر اصطلاحات شته دي . چې څوک د يوې ښايسته نجلۍ ښايست ښيي، نو وايي 🙁 داسې ښکلې وه، لکه ښاپيرۍ ).( شنې سترګې، ژړ ويښته، تکه سپينه لکه ښاپيرۍ ).( کټ مټ د باغيرم (باغ ارم) ښاپېرۍ وه . . .) . له دې نه  پوهيدای شو، چې د پښتنو په خيالي دنيا کې ښاپيرۍ يوې ښکلې پيغلې ته ورته ده، چې شنې سترګې، ژړ ويښتان او سپين مخ لري .

ناصر خصرو ( ۴۹۳ـ ۴۸۱ ) چې د فارسي ژبې يو مشهور شاعر او د اسماعلي مذهب له مبليغينو څخه و، په جامع الحکمتين کې ليکي : (( څښتن تعالی دوې ډلې د خپل عبادت لپاره پيدا کړي، انس (انسان) او جن،  چې په فارسي کې ورته پري وايي . پري بيا په دوه ډوله دي، فريښتې او  ديوان . هغو پيريانو چې د څښتن تعالی اطاعت يې وکړ، فرېښتې شوې او هغه چې سرکښي يې وکړه ديوان . ( له دېوانو نه يې موخه شيطانان دي )) .  په فارسي شعرکې د پري په اړه زيات ترکيبونه شته، لکه : پريچهر، پريزاد، پري فکر، پريوش، پري رخسار او . . . .  په لومړي ځل ناصر خصرو پري د روح او دېو د وجود په اړه سمبول راوړ :

اگر دیو را با پری دیده ای

وگر نی تنت دیو جانت پری ست .

عبدالباري جهاني ( دپښتو د فوکلوري نکلونو لنډ تحليل) په کتاب کې ليکي : ” دېو له فارسي ادب نه پښتو فلکلوري ادب ته راغلی، په فارسي ادب کې هم له څومرحلو تېرولو وروسته  په هغه مفهوم استعمال شوی، لکه څنګه چې په پښتو فلکلوري نکلونو او ولسي محاورو کې برخه ورکړل شوې .” په فارسي ادب کې  دېو د تيارې سمبول ګڼل شوی، همدارنګه په فارسي اد بياتو  کې هر غټ، ويروونکی او بدرنګه شی له دېو سره پرتله شوی، چې  زمونږ په ولسي محاورو اواصطلاحاتوکې هم داسې بېلګې موندلی شو .  دېو چې يو لرغونی نوم دی، هندي او اروپايي اريايانو د خدای په مانا راوړی، په هندي او سنسکرت ژبه کې ورته  Daeveh او يا Deva وايي،چې معنا يې روښتايي او خدای دی،  په ايران کې د زردشت له راتلووروسته يې خپله سپيځلې بڼه بدله کړه او د پخوا په خلاف د درواغو او ګمراهۍ د خدای په مفهوم استعمال شو .

له دېوانو اوښاپيريو سره هر پښتون له ماشومتوبه بلد دی، هر ماشوم ته خپلې مور او يا کومې بلې بوډۍ د دېوانو او ښاپيريو نکلونه ويلي دي،  ښاغلی کاروان چې ښاپېرۍ يې تر نورو پښتنو شاعرانو زياته په خپل شعر کې راوړې، ښاپېرۍ خپله همزولي ګڼي او له ماشومتوبه يې ورسره يارانه پاللې :

  ماشوم چې وم خوبونه به مې دغه شان ليدل

پرته به مې وه غېږکې ښاپېرو سره سپوږمۍ

څومره چې کاروان لويېږي، هغومره يې ښاپېرۍ هم ورسره لويېږي . د خيال باغ ارم يې همدې ښکليو ښاپېريوته سپارلی، خپلو سندرو ته يې د ښاپېريو پستې او زرزريني پرجامې وراغوستي، چې والوزې د زړونو پر بامونو کېنې او ونڅېږي . کاروان د ښاپېرۍ ورغوي کتاب په سريزه کې ليکي : ( . . . په ماشومتوب کې چې د تورو او کليماتو ښاپېرۍ مې په حکم کې نه وې، نو ماشوم شاعرانه کيفيت خو مې په حکم کې و، د ښاپيريانو کيسې مې دومره رښتيا ګڼلې، چې د شپې به مې په خوبونو کې ليدې . په خپل ماشوم ذهن اوخيال کې به مې يوه ښاپيرۍ جوړوله اوما به وې چې د اوسپنې څپلۍ به ورپسې زړوم . په ځنکل کې يوناست ملنګ به اسم اعظم راښيي . دعا به راته کوي اوبيا به د ښاپېريو د وزرو جامې په لاس راځي . . . .)

مولوي بلخي  په مثنوي کې وايي : عارف چې څه وايې او کوي، په ظاهره دده کول او ويل ښکاري؛ خو  په حقيقت کې د هغه پري (ښاپېرۍ) کول اوويل وي، چې دده پر وجود يې غلبه موندلې او دده په روح کې ورننوتې، مولوي دغه حالت له پيغمبر سره پرتله کوي، چې د وحې د نزول پر وخت په ظاهره دی خبرې کوي؛ خو په حقيقت کې خدای دی، چې دده پر وجودغالب دی . د کاروان  روح هم د ارم په څېر دی، چې د يوچا ياد لکه ښاپېرۍ پکې ګرځي، دده پر خوله چې کومې سندرې راځي، دا دهغه چا ويل دي چې دده په روح کې ګرځي :

ستا د ياد ښاپېرۍ خويندې پکې ګرځي

افسانې لري ارم دی زما روح .

د کاروان په شعر کې دېو د بدرنګۍ، تيارې، وحشت، نفرت او وېرې سمبول ګڼل شوی اوښاپېرۍ د ښکلا، مينې، سولې اومعصوميت .لکه څنګه چې د کاروان د خيال ارم له ښکليو ښاپېريو ډک دی، همدا ډول يې بدرنګه او تور دېوان هم چې ښايسته ښاپېرۍ په خپله ولکه کې راوستل غواړي، له ياده نه دي ويستي .

کاروان ته ژوند د تورو ديوانو زندان ښکاري، چې په هر لورې د بدرنګۍ سره سره يوه ويروونکې خاموشي هم خپره ده؛ خو دی دغه خاموشي د تورو زولنوپه شرنګا ماتوي . پنجرې ته يې هره شپه سپينه کوتره ( چې د سولې سمبول ګڼل کېږي )راځي، داسې سپينه کوتره لکه د څوارلسمې سپوږمۍ اروا، يا تر دې  هم ښکلې لکه يوه ښايسته ښاپيرۍ :

. . . خير دی که ژوند شو د ديوانو زندان

د تورو شپو چوپتيا به تل ماتوو

د تورو تورو زولنو په شرنګا

زمونږ پنجرې ته هره شپه سپينه کوتره راځي

لکه اروا د څوارلسم د سپوږمۍ

د ښايسته ښاپيرۍ . . .

د شاعر وطن ته چې د بدرنګۍ تور دېوان ګواښېږي، لامل يې دادی چې دده وطن د باغ ارم په څېر دی، چې ټول له ښکليو ښاپيريو نه ډک دی :

چې دېوان د بدرنګۍ راته ګواښېږي

زه د ښکليو ښاپېريو هغه ښار يم

په لاندې بيت کې هغه وخت ته اشاره شوې، چې د افغان ماشومانو لپاره د وخت ترهګرو اووېرې اچونکيو ديوانو له الوتکو نه داسې بمونه راغورځول، چې د لوبو سامان ته ورته وو اوپه زرهاوو تنکې لاسونه او بدنونه يې ورژول :

په نانځکو کې دېوانوکمين ونيو

له ماشوم نه يې رنګينه دنیا يووړه

شاعر د تورو دېوانوله بدرنګې واکمنۍ تيښته کوي، څښتن تعالی ته سوال کوي، چې نور دا ستړی کاروان د ښاپېريو په ارم کې واړوه اوورسره د بمونو نه؛ بلکې د ګلونو خوشبويه کډې هم  په قدم قدم کې واړوه :

خدايه! د ګل کډې يې قدم قدم کې واړوه

ستړی شو کاروان د ښاپېرو ارم کې واړوه

شاعر ته خپل وطن د اسمانونو ځلنده سپوږمۍ ښکاري او ځان ورته د همدې ځلنده سپوږمۍ پاچا، که هر څو ورته د تورو شپو بدرنګه دېوان راځي، دی يې پر خپلو نوراني وړانګوزندۍ کوي :

دېو د تورو شپو ته به د وړانګو زندۍ واچوم

زه د اسمانونو د سپوږمۍ په غېږ کې پروت يمه

د کاروان په وطن کې د ښکلا دښنه (دېوان) راپاريدلي، رڼې شېشې چې د ښاپيريو ارواوې پکې دي، په غشو ولي، تر څو وطن د وحشت و تورتم په سين لاهو کړي :

شيشه په غشو ولي وژني روح د ښاپېريو

ديوان راپاريدلي دي جمال په غشو ولي

  او يادا نظم :

د دېو د قهر په څېر دوه لاسونه

د تورو کاڼو خوا ته وغځيدل

ځولۍ يې ډکې کړې له توروکاڼو

د ښاپېرۍ په غېږ کې سپينه ښيښه

په کاڼو ولي چې زرې زرې شي

چې رڼا بوره شي تيارې خورې شي

دغه ښيښه د يوه وجود او ددې دوو لاسونو

د روح له ميو ډکه .

ښاپيرۍ په کوترو بدليدل زمونږ په فلکلوريکو کېسو کې هم شته، لکه د ملي هندارې د زبزبانې ښاپيرۍ په نکل کې : ((. . . دې ګل خندانې دمخه ګوروان ته ويلي وه،چې زبزبانه هيڅوک نه سي ليدلای او نه څوک ورتلای سي، ليکين دا اويوه بله ښاپيرۍ يوه جمعه اوبله جمعه په پلاني حوض کې لمبېږي، دوی دواړې په ډول د سپينو کوترو کېږي، نودغه خوض ته ځي . . . ))د شاعر پر وطن هر کله تور دېوان په بړبوکيو کې راځي، وحشت خپروي اودسولې سپيني کوترې، لکه دښاپيريو په خپلې ولکې کې راولي :

بيا تور دېوان په بړبوکۍ کې راغلل

سپينو کوترو نه يې بام واخيست

 له ښاپيريو چې د وزرو جامې واخيستل شي؛  نو بيا هيڅ هم نشي کولی، دومره مظلومې شي، چې هر څه ته غاړه ږدي، د زبزبانې ښاپيرۍ په نکل کې لولو : (( . . . د جمعې شپه چې راغله، نو دوې کوترې راغلې، په حوض کې لمبېږي، ګوروان سم پسې ورغی، چې دوی کالي اوپر جامې ( د وزرو جامې) وکښلې دواړې اوبو ته ولويدلې، دی راغی پر کالو يې کښينستی، خولۍ يې له سر څځه ايسته کړله . . . اخېر  دوی ورته وايي چې زمونږ کالي او پرجامې راکه، چې ته څه وايې درسره منو يې، زبزبانه ورته وايې : غواړه څه غواړې؟ ده وويل زه تا غواړم!  . . . )) کاروان هم  د پر ديو د يرغل پر وړاندې زمونږ د خلکو بې وسي ښيي، چې پر جادويي غشو يې د سولې شنې کوترې څيرل شوي او ديوانو ترې د وزرو جامې ( د پرمختګ وسايل) وړي :

د جادو غشي شوکوي د شنو کوترو جامې

ديوانو يووړې ښاپېرو نه دوزرو جامې

کاروان هغه وحشي انسانان چې د معصومو ښاپيريو  عزت لوټي، څڼي يې شوکوي او پر مخ يې نوکاري لګوي ديوان بولي :

څڼې شوکوي په مخ نوکارې لګوي

ما داسې ديوان داسې لاسونه وليدل

کاروان  خپل مقاومت ښيي، چې له تورو شپو چې ويروونکې دېو ته ورته وې ونه تښتيدم اونه مې خپل اصلي افغانيت هېر کړ . ” د خواږه بوی په ژبه غلی”  د فلکلوريکوکېسو هغه ځای ته اشاره ده، چې دېو يا روې چې  د بنيادم بوی واوري، وايي : بوی ده ګنده بوی ده خپل نه ده پردی ده . او يا لکه د زبزبانې ښاپيرۍ په نکل کې :”بوی د ادم بوی نور کله بوی نه و نن د نوي ادم بوی” د انسان بوی که څه هم د انسانيت ښکارندويي کوي؛ مګر ديوانواو له انسانيته وتليو باندې ښه نه لګېږي :

د شپې له دېو نه تښتيدلی نه يم

د خواږه بوی په ژبه غلی نه يم

کاروان ولس ته خپل رحماني خوب بيانوي، چې  په جنتي وطن کې به د باروتو دوزخونه تالا والا شي، د یتيم پر شونډو به موسکا راشي، پر ناسور زخمونو به د سولې سپيني پټۍ راوګرځي،  له باغ ارم ( د ښاپېريو وطن) نه به د جنګونو تور ديوان تر خپل اصلي ځايه (کوه قافه) په منډه منډه ځي . په دې نظم کې یرغلګر ديوان بلل شوي او  ځای يې کوه قاف . خو ښاپيرۍ چې نوم يې په مستقيم ډول نه دې راوړل شوی،  د خپل ولس خلک بللي او ددوی وطن يې جنت اويا باغ ارم ګڼلی :

. . . خوب مې لېدلی دی رښتيا به شي

دا په جنت کې د باروتو دوزخ

قسم په خدای تالا والا به شي

موسکا به راشي د يتيم په شونډو

په ناسور زخم به دسولې پټۍ ولګېږي

زما ارم نه به ديوان د جنګو

تر کوه قافه ځي په منډه منډه .

کاروان د خپل وطن تصوير په ډرامتيک انداز وړاندې کوي، چې د پيړيو د کوډګرو سترګې ړندېږي، شين اسمان د کوه قاف پر لمن راپرېوزي، ډبرين دېو د منارې له سره ژور ګړنګ ته غورځېږي، هغه لاسونه چې د قاف د ښاپيرو وزرې يې ماتولې ټوټه کېږي  . په لرغونواساطرو کې د کوه قاف په اړه راغلي، دغه غر چې له ټولې نړۍ راچاپېر دی،له زمرودو جوړ دی، چې اسمان هم شين رنګ له همدې کوه قافه اخيستی، په لاندې نظم کې کاروان هم د کوه قاف پر سر  شينکې اسمان يادوي :

. . . څه مستانه شور دی غوږونه کېږدئ

ړندې ړندې شوې د پيړيو د کوډګرو سترګې

شينکی اسمان د کوه قاف په لمن ووريده

ډبري دېو د منارې له سره وښوييده

يوه ژور ګړنګ ته وغورځیده

هغه لاسونه يې ټوټې شول

چې ماتولې يې د قاف د ښاپيرو وزرې . . .

کاروان خپل جانان ته وايي چې ښکلا دې د ګل اندامې ښاپېرۍ په شان دی، اوس هم د ترابان په څېر ديوان شته، هسې نه چې رانه وادې خلي :

ځان دې ساته ګل اندامه ښاپېرۍ يې

خدای دې ��ه وړه په کوم دېو ترابان

له کاروان نه د رازونو ښاپيرۍ ورکه ده،  د فرهاد په څېر غرونه پسې څيري :

ده پټه د رازونو ښاپيرۍ پکې دېره

پرانيزمه د غرونو ډبريني دروازې

زمونږ په فلکلوريکو کېسو کې ډېر کله ښاپيرۍ د دېوانو په ولکه کې وي، په يوې ښکلې ښاپيرۍ يو بدرنګه دېو، مين وي، چې شکله يې يا د اوښ په څېر وي او يا دکوم  بل بدرنګه موجود په څېر، چې د ښاپېرۍ هيڅ نه خوښېږي . په ښاپېرۍ باندې چې کوم بنيادم مين شي؛ نو د واده کولو دپاره ورته شرط ږدي،  چې پر دې مين دېو به وژني . کاروان هم د کېسې همدې برخې ته په پام سره لاندې بيت کښلی، دېو او ښاپېرې يې يو متضاد موجود ګڼلی . دی خپل پښتني غيرت او مقاومت څرګندوي، چې پر ما د وخت د دېو تېرې توري ولاړې وې؛ خوزما له خولې نه بيا هم د بندېوانو ښاپېريو ستاينه وريده :

دا به منې کنه د دېو د تېرې تورې لاندې

د بنديوانو ښاپېريو مې صفت کړی دی

کاروان ډېر کله د خپل وطن پېغلې هم ښاپېرۍ بللي، دی ځکه خپلې پېغلې ښاپېرۍ بولي، چې له يوې خوايې په هيواد کې د دېوانو واک چلېږي اوله بلې خوا يې د هېواد پېغلې د ښاپېريوپه څېر ښکلې او پاکلمنې دي، ځکه خود کابل رنځورو اورنګ الوتو پېغلو په اړه وايي :

د کابل پر ښاپېريو مې زړه سوځي

ته به وايې نښتېځلې سنترې دي

په لاندې بيت کې ښاپېرۍ د زړونو له ايمان سره پرتله شوې، چې د وخت غدارانو د زړونوله شېشو لکه د تصوير راويستلې او پر تورو کاپرودېوانويې پلوري :

زمونږ د زړونو له هندارو نه يې غلا کړې ده

چې د ايمان د ښاپېرۍ پر دېو تصوير خرڅوي

 کاروان زړونو ته د ميني ښاپېرۍ د نه راتلو لامل د نفرت اوبدرنګۍ تور دېو ګڼي، چې پر زړونو کې لکه د تور غره ميخ شوی دی . کاروان چې دغه دېو يې په زور ويستلی، زړه يې ورسره زخمي شوی، په زړه کې يې د نري نري دردونو راتلل، د ښاپېرۍ د راتلو زېری ګڼي :

خواږه دردونه پکې څه نري نري راځي

دېو مې ايستلی دی له زړه نه اوس پري راځي

تور او سپين مونږ ډېر يادوو، که څه هم په دې بيت کې د سيف الملوک کېسې ته اشاره شوې؛ خو  د شاعر مطلب دادی چې زمونږ وطن ته که دېوان په سپين لباس کې راځي او که په تور لباس کې، دېوان دي، موږ  د چا پر لباسونو نه غولېږو، موږ دېوان اوښاپيريان له ورايه پېژنو، د سيف الملوک په څېر به د اوسپنې څپلۍ په پښو کړو، دېوان به پسې واخلو او اصلي هدف ( بدرۍ جمالې) ته به ځان ورسوو :

تور دېوان او سپين دېوان به پسې واخلو

د ملوک په افسانه کې به روان شو

کاروان ته  د خپلو سندروښاپېرۍ سپيڅلې پېغلې او پاکې مومينانې ښکاري؛ ځکه يې د مرګ د دېو له وېرې د لفظونو په شيشو کې بنديوانې ساتلي :

د سندرو ښاپېرۍ مې

د لفظونوپه ښېښو کې

بنديوانې، بنديوانې

د مرګ دېو رانه وړای وړای نشي

دغه پېغلې دغه ځوانې

که وختونه خاينان شي

که شېبې هم شي ناځوانې

امانت به يې ساتمه

لکه پاکې مومينانې . . .

***

دوام لـــري

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *