د کاروبار ځای ټاکل د کاروبار په بریا کې رغنده رول لري او غوره به وي چې د کاروباري ځای په ټاکلو کې له پوره دقت او هوښیارتیا کار واخلئ. هڅه وکړئ د خپل کاروبار لپاره داسې یو ځای وټاکئ چې په آسانۍ سره وکولای شئ د خپلو پیرودونکو سره ځان په اړیکه کې وساتئ، وکولای شئ بریالۍ، غوره او پر ځای کاروباري سیالي ترسره کړئ، د مالي پلوه ډاډمن ځای او دا چې ځان پر دې ډاډمن کړئ چې آیا ستاسو کاروبار خو به په اړونده ساحه کې د قانونې پلوه څه ممانعات نلري؟
هغه کوم فاکتورونه او لاملونه دې چې د کاروبار ځای ټاکلو په مرحله کې باید له پامه ونه غورځول شي؟ څرنګه کولای شو یو غوره کاروباري ځای وټاکو؟ د کاروبار ځای ټاکلو ارزښت او اغیزې د کاروبار پر بریا او ماتې څه او څومره دی؟ دې او دې ته ورته ټولې پوښتنې به په ادامه کې تر بحث لاندې نیسو.
د کاروبار ځای ټاکلو لپاره اړیو لاندې ټکي په پام کې ونیسو:
۱. اومه موادوته لاسرسۍ:
که چیرته ستاسو کاروبار تولیداتي بڼه لري؛ نو ستاسو لپاره د اومه موادو نیږدیوالی او ورته لاسرسی بنسټیز رول لري او ښه به دا وي چې په هکله یې بې پروا پاتې نشئ؛ ځکه که چیرې ستاسو د کاروبار او اومه موادو تر مینځ ډیر واټن شتون ولري؛ نو د ټرانسپورټي لګښتنونو له کبله به ستاسو د ګټې بیلانس راټیټ کړي.
۲. بازار او پیرودونکو ته نږدیوالی:
د کاروبار ځای په ټاکلو کې هڅه وکړئ داسې ځای وټاکئ چې د پیرودونکو لپاره ګڼ شمیر آسانتیاوې رامینځته کړي. څومره چې د پیرودونکو او ستاسو کاروبار تر مینځ واټن کم وي هومره به پیرودونکي وکولای شي په آسانۍ سره ستاسو چوپړتیاوو او خدماتو ته لاسرسۍ پیدا کړي، څومره چې د پیرودونکو لاسرسی ستاسو کاروبار ته زیات وي هومره به ستاسو تولیدات او خدمات خرڅیږي او څومره چې ستاسې تولیدات زیات خرڅ شي دومره به ستاسې د ګټې کچه هم لوړه کړي.
۳. بنسټیزو زیربناوو ته لاسرسی:
بنسټیزې زیربناوې او آسانتیاوې لکه اوبه، بریښنا، سړکونه او امنیت هغه څه دي چې د کاروبار ځای په ټاکلو کې باید په پام کې ونیول شي.
۴. اقتصادی پالیسي:
اقتصادي پالیسي او د یوې ساحې اقتصادی سیستم کولای شي ستاسو د کاروبار لپاره د ځای ټاکنې په تصمیم نیوونه کې ښکاره رول ولوبوي. ځینې اقتصاد پوهان او اقتصادي سیستمونه کپيټلیزم خوښوي او ځینې بیا سوشیالیزم؛ نو ځکه د یادو سیستمونو نوعیت ستاسو د کاروبار په ځای ټاکلو کې رغنده رول لري. همدرانګه ځینې نور لاملونه لکه مالي پالیسي، د اسعارو د بدلون نرخ، مالیات، د ملک د صادراتو او وارداتو بیلانس او داسې نور هم کولای شي د غوره ځای په ټاکلو کې تاسو سره مرستندوی واقع شي.
۵. ډیموګرافیکي لاملونه:
ډیموګرافیکي لاملونه ستاسو د کاروبار په بریا باندې کولای شي لویه اغیزه ولري. ډیموګرافیکي څیړنې هغه څیړنو ته ویل کیږي چې پکې د خلکو د عمر، نژاد، جنسیت، زده کړو، مدني حالت، عاید او داسې نورو لاملونو څیړل ترسره کیږي؛ نو د کاروبار ځای په ټاکلو کې هڅه وکړئ داسې ځای وټاکئ چې ستاسو د تولیداتو/ خدماتو او پیرودونکو د ډیموګرافیکي حالت تر مینځ همغږي شتون ولري.
د بیلګې په توګه:
تاسې غواړئ چې د قرطاسیې یو دوکان پرانیزئ، دلته به ستاسو د ډیموګرافیکي څیړنو پایله دا وي چې پیرودونکي به زده کوونکي وي، معمولاً تر دیرشو کلونو کم عمر ولري، مذکر او مؤنث دواړه کیدای شي، معمولاً مجرد وي، د کم عاید لرونکي وي او داسې نورې ډیموګرافیکي نښې به ستاسو د کاروبار د پیرودنکو په پيژندلو کې پوره مرسته وکړي؛ او په پایله کې به د یادو ډیموګرافیکي نښو له مخې ستاسې ستاسې تصمیم نیوونه د کاروبار د ځای په ټاکلو کې دا وي چې باید ښوونځۍ، پوهنتون یا هم نورو زده کړو مرکزونه ته نیږدې وي.
۶. روانې ( سایکوګرافیکي ) حالت:
ستاسو د کاروبار د پیرودونکو ذهنیت او د هغوی د رواني حالت څیړل ستاسو د کاروبار لپاره د ځای په ټاکلو کې خورا ارزښتناک دي. دا چې ستاسو د پیرودونکو ذهنیت، عقیده، او باور په څه ډول دی او آیا ستاسو د تولیداتو سره همغږي ښایي کنه، ستاسو د کاروبار په بریا او ماتې کې رول لوبولی شي.
۷. صادراتې بندرونو او زونونه ته نږدیوالی:
په صادراتي ساحو کې یا هغه ځایونه چې تاسې کولای شئ خپل تولیدات په آسانۍ سره نورو ملکونو ته صادر کړئ کړئ د کاروباري ځای ټاکل به ستاسو د کاروبار لپاره ستاسو تر ټولو غوره تصمیم نیوونه وي، په دې سره به تاسو وکولای شئ د ټرانسپورټ په لګښت، د مالیاتو لپاره د ګمرکاتو په چارو کې چټکتیا او داسې نورو چارو کې آسانتیاوې رامینځته کړئ.
۸. د توزیع چینلونه:
که چیرې ستاسو کاروبار مستقیماً د وروستي کاروونکو پیرودونکو سره نه دی؛ نو دا به غوره وي چې د کاروبار لپاره مو داسې ځای وټاکئ چې د ویش مرکزونو او تولیداتو ویشونکو ته نیږدیوالی ولرئ او وکولای شئ په ویش کې آسانتیاوې رامینځته کړئ. ښه به دا وي چې د کاروبار ځای ټاکلو په موده کې د تولیداتو لپاره د ویش پر چینلونو او ځای غور وکړئ.
۹. امنیت:
امنیت ستاسو د کاروبار ځای په ټاکلو کې تر ټولو اړین فاکتور دی چې د ستاسې بریالی کاروبار ناکام او ناکام کاروبار بریالی کولای شي. په کومو ساحو کې چې امنیتي حالت د اندیښنې وړ وي، جنایي جرمونه زیات وي، د پیرودونکو د ذهني حالت ورهاخوا ستاسو د لګښتونو زیاتوالي کې هم رول لوبولی شي، ځکه چې تاسې اړ یاست د خپل ځان او کاروبار د ساتنې په موخه ګڼ شمیر امنیتي تدابیر ونیسئ.
۱۰. سیالي:
د کاروبار په ساحو کې د سیالی شتون حتمي دی؛ خو د کاروباري سیالانو څیړل او په دې مطمئن کیدل چې یاد سیالان نشي کولای ستاسو د کاروبار لپاره ملاماتوونکي ووسي او یا هم ستاسو د بریا مخه ډب کړي هم اړین دی. هڅه وکړئ داسې ځای وټاکئ چې ګڼ شمیر سیالان شتون ونلري. که چیرې د کاروباري سیالانوشمیر زیات وي، غوره ده تاسې د یو نوي کاروبارې ساحې په لټه کې شئ؛ ځکه تاسو به ونشئ کولای د یو نوي کاروبار په توګه، په کمو امکاناتو، تجربو او مالي بودیجې یاد مارکیټ ته د ننه او بریالي پاتې شئ.
لیکوال: حکمت الله نظري