مطبوعاتې خبرپاڼه
دوشنبه د ۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۰ مه – کابل، افغانستان
د افغانستان برښنا شرکت د ۲۳۵.۱۶ ملیون امریکایي ډالرو په ارزښت، له دوو مختلفو کمپنیو سره د کاسا – ۱۰۰۰ سیمه اېیزې برښنا پروژې، درې بیل تړونونه په ولسمشرۍ ماڼۍ کې لاسلیک کړه.
د افغانستان په کچه له مرکزي آسیا څخه جنوبي آسیا ته د برښنا د سیمه اېیزې پروژې تړون دافغانستان برښنا شرکت عمومي اجرئیوي رئیس ښاغلي انجنیر امان الله غالب د ولسمشر جلالتمآب محمد اشرف غني، د اوبو او انرژۍ د وزیر، ملي شورا او ولایتې شورا د غړو، رسنیو او نورو لوړ پوړو چارواکو په حضور کې دKEC او KPTL کمپنیو له مشرانو سره لاسلیک کړ.
ددې پروژې لومړی برخه ۷۶.۹ میلیون امریکايي ډالره ارزښت لري، چې تړون یې د KPTL له کمپنۍ سره لاسلیک شو، همدارنګه ددې پروژې د دوهمې برخې ارزښت ۸۵.۴۳ میلیون ډالره او د دریمې برخې ارزښت یې ۷۲.۸۳ میلیون امریکایي ډالره دې چې تړونونه یې د KEC نړیوالې کمپنۍ سره لاسلیک شو.
ددې پروژې ټول لګښت د افغانستان به خاوره کې ۲۳۵.۱۶ ملیون امریکایي ډالره دی، چې پیسې یې د نړیوال بانک له بلاعوضه مرستو څخه ورکول کیږي.
د کاسا – ۱۰۰۰ پروژې اټکلیز ارزښت ۱.۲ میلیارده امریکایي ډالره اټکل شوی دی او د دې پروژې ټول اټکلیز اوږدوالی ۷۶۵ کیلومتره اټکل شوی، چې ۵۶۳ کیلومتره یې د افغانستان په خاوره کې تیریږي.
په افغانستان کې به یاده پروژه د شیرخان له بندر – تورخم بندر پورې، تقریباً له ۶۰۰ کلیو ۲۳ ولسوالیو او (۷) اوو ولایتونو (کندز، بغلان، پنجشیر، کاپیسا، کابل، لغمان او ننگرهار) له لارې تیره شي او پر یاد مسیر باندې د پرتو سیمو اوسیدونکي به د کلیو له پراختیایي مرستوڅخه برخمن شي.
کاسا ۱۰۰۰ سیمه اېیزه پروژه د هغه ستر اقتصادي او سوداګریز ګام نوم ده چې په پلي کیدو سره به یې په سیمه او هیواد کې د تلپاتې سولې او سوکالۍ وزرې خورې شي، چې د سیمې په کچه ستره او د څلورو هیوادونو ترمنځ د پیوستون لویه نښه به وي، پدې پروژه کې به د پاکستان، افغانستان، تاجکستان او قرغزستان هیوادونه وتوانیږې چې د سیمې په کچه د برښنا د سوداګرۍ مارکیټ برابر کړي.
د کاسا – ۱۰۰۰ سیمه اېیزې برښنا پروژه به د افغانستان له لارې پاکستان هیواد ته ۱۰۰۰ میګاواټه برښنا ولیږدوي، چې د سیمې څلور هیوادونه به د خپل منځي ګډو ګټو په اساس سره وتړل شي.
د افغانستان برښنا شرکت
د نشراتو او عامه پوهاوي دفتر