تاند- په بېلابېلو هیوادونو کې د کافي او نورو څښاکونو لپاره له پلاستیکي ګلاسونو ډېر کار اخیستل کېږي. او دا په داسې حال کې ده چې د پلاستیک له زیات استعمال سره مبارزه روانه ده او په ځانګړي ډول د چاپېریال ساتنې ملاتړي د پلاستیک د نه استعمالولو لپاره تبلیغ کوي.

د همدې مبارزې په لړ کې داسې ګیلاسونه جوړ شوي چې د هغو په وسیله د کافي یا هر بل څښاک، چې څښل یې ګیلاس ته اړتیا لري، له کارت یا پیسو ورکولو پرته واخلئ.

د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، دا ګیلاسونه، چې (Clever Cup) نومېږي او په بېخ کې یې یو چیپ لګول شوی، د کافي بیه د هغه د څښونکي له بانکي حسابه اخلي.

متخصصان تمه لري چې دا ډول ټکنالوژۍ به مرسته وکړي چې خلک له یو وار مصرفېدونکو پلاستیکي ګیلاسونو لږ کار واخلي.

دا ګیلاسونه په امریکا کې کاستا کافې د لومړي ځل لپاره بازار ته راوایستل.

کاستا کافې ویلي چې د دې ګیلاسونو کاروونکو ته کافي په سلو کې ۲۵ ارزانه ورکوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *