ستا د سترګو په ګردش مې خاطر بند شو

 نقطه څه رنګ ځان بدر کا له پرکاره

 که ښه داېره رسموو بې پرکاره نه شي. پرکار یو کوچنی ټکی کېږدي، او بیا ترې چاپېره ګرده داېره جوړه شي. هغه وړوکی ټکی یې مرکز او محور شي، که کوږ کېښودل شي ټوله داېره کږوي. یا په بله مانا د دایرې ټول جوړښت په همدې کوچنۍ نقطې پورې تړلی. شیدا خپله او د یار اړیکه همداسې باریکه انځوروي. داېره ‌‌‌‌‌‌ډېرو ځایونو کې په ځانګړې ‌‌‌‌‌‌ډول صوفېزم کې د بشپړېدو په مانا ده. صوفیان وايي ګوتمۍ که ګرده یا داېروي ده له یو لړ مرحلو تېره شوې، په اور پخه شوې، ویلې شوې، او بیا یې همدا شکل غوره کړی. د انسان روح هم همداسې، که غواړي چې د عرفان، علم او روحیاتو عالي درجې “یا په رښتونې مانا خدای ته ورسېږېباید له یو لړ مرحلو تېر شي، کنه نو نېمګړی او سطحي به وي. د دې لپاره چې د شیدا بیت کې داېره لا واضح کړو، په روحاني علم کې به د ملغلرې سمبول ته تم شو.

د “رسول توماس” له کیسو روایت دی چې پاچا خپل زوی شهزاده مصر ته په یوې ملغلرې پسې ولېږه. . له شهزاده نه یې وریښمن کالي، چپن او ګاڼې باسي، همداسې یې عادي لېږي. مور او پلار شهزاد ته په ټټر ور ورلیکل چې د سمندر له منځه به یوازینۍ ملغلره راوړې.هغه چې هلته رسېږي په نورو کیسو یې سر شي، بېرته د شتمنۍ، مستۍ او بې غورۍ سیند کې لاهو شي د ملغلرې وړل ترې هېر شي. پاچا چې خبر شي خپل زوی ته لیک ولېږي او ورته ووايي چې دی باید هېر نه کړي چې څه پسې تللی. شهزاده چې دا لیک لولي لکه له خوبه چې راویښ شوی وي، ورځني ژوند ته شا کوي، مادیات پرېږدي او ملغلره مومي.

سمبول پېژندونکي دلته ملغلره له “روح” سره ورته بولي. د انسان ژوند ورځنیو مادي غوښتنه بوخت ساتلی وي، او اصلي جوهر یانې “روحي بشپړېدا، یا د خپل ځان او روح پېژندل” ورنه هېر وي. دلته دا د “خدای” پېژندنې په مانا هم کارېدلی. کله چې شهزاده بې غوري ته شا کوي نو ځان ومومي، په دې مانا چې خدای ته نږدې کېږي.

د صوفېزم په عالي کتاب ګلشن راز کې همدا پوښتنه راغلې.

چی بحر است انکه نطقش ساحل آمد؟

 ز قعر او چه ګوهر حاصل آمد؟

 جواب:

یکی دریا است هستی، نطق ساحل

 صدف حرف و جواهر دانش دل

 به تر موجی هزاران در شهوار

 برون ریزد ز نص و نقل و اخبار

وجود علم از ان دریای ژرف است

 غلاف دل دراو از صورت و حرف است

ګلشن راز کې هم ملغلره “روح” دی چې سرچینه یې “ خدای” دی. ورپسې “علم” یادوي يانې پوهېدل، ښايي موخه دا وي چې تر څو پوه نشو، زړه او ذهن خلاص نه کړو موږ نه خپل “روح” موندلی شو نه “خدای”. د همدې شعر په نورو بیتونه کې راځي چې سیپۍ څرنګ ماتېږي او بشپړه ملغلره ترې راوځي. سیپۍ کې هم ملغلره دستي نه جوړېږي، بلکې له یو لړ مرحلو، ټيټو، لوړ حالتونو به تېرېږي تر هغو چې ملغلره بشپړه شي. شبستري همدې شعر کې وايي چې د باران هر څاڅکی هم د دې وړتیا نه لري چې ملغلره شي یوازې ځینې یې لري. نو بالاخره، ملغلره د روحي سفر بشپړ حالت دی. د ځان پېژندنې اوج. ګوتمۍ “داېره” هم، چې کله بشپړېدو ته رسېږي نو په هم هغه برخه یې ملغلره ږدي، یا په بله مانا ملغلره د ګوتمۍ داېره بشپړوي.

شیدا داېرې ته د پرکار له نقطې ګوري، په ځینو سمبولونو کې داېره د کایناتو مانا لري چې “خدای” یې مرکز دی. د ملغلرې په کیسه کې یې هم چې کله خدای ته نږدې کېږې، روح دې مومې نو ملغلره مومې.

د دې بیت یوه مانا همدا کېدای شي چې موږ له یوه “ټکي”سرچینه اخلو. هم هغه یو ټکی دی چې موږ بشپړوي، او که هغه یو ټکی ونه مومو ښايي د ژوند داېره مو سمه نه شي. یا په بله مانا د یوه “ټکي” او داېرې تر منځ مستقیمه اړیکه ده، که داېره بې له یوه ټکي ممکن کږېږي، نو که داېره هم نه وي یو “ټکی” به د څه مرکز نه وي؟

پاس بیت کې (بدر) راغلی، یانې بشپړه سپوږمۍ. د سپوږمۍ رڼا خپله نه ده، له لمر نه یې اخلي، پرته د لمر له وړانګو نه شي لېدای کېدای. که یې په همدې حساب د اپلاتون د Ideas and Materials فلسفې کې وتلو ښايي لا واضح شي. اپلاتون وايي یو څه تخیل دی، ‌‌‌‌‌‌ لاشعور کې دي، مادي شیان د هم هغه انعکاس دی. هغه څه چې تخیل کې دي تر هغو ‌‌‌‌‌‌ډېر رښتني دي چې موږ یې هره ورځ وینو او لمسوو. مثلا، که یو ‌‌‌‌‌‌ټاېر جوړ کړو نو بېرته یې خرابولی شو. له منځه یې وړلی شو، دانه، دانه به شي. خو ایا د همدې ټاېر ګرد یا داېروي تصویر چې زموږ ذهن کې دی ړنګ شو؟ هغه تصویر چې تخیل کې دی نه ړنګېږي، نو په دې حساب تر دې بل ‌‌‌‌‌‌ډېر رښتونی شو. که د سپوږمې رڼا د لمر انعکاس دی، ښايي موږ او زموږ وجود هم د یو بل “څه” انعکاس وي چې ځانته په سفر کولو، د علم په حاصلولو او روح پاللو یې ممکن وموم. یو “څه” هېڅکله له موږ جلا نه دي، کټ مټ لکه د ټاېر تصویر چې له اصلي ټاېره بېل نه دی، او د لمر رڼا چې له سپوږمیه بېله نه ده.

په بل تعبېر کې دا بیت ښايي دا مانا ولري چې ژوند یوازې د میین یا میینې د دوه سترګو له حرکته راڅرخي. یو څوک ده یا دی چې بشپړتیا ته رسېدلی، د سترګو خو ګاټي یا کسي څرخي چې داېروي دي یانې بشپړ. ښايي کاظم خان خپلې معشوقې یا معشوق ته له همدې زوایې ګوري، یار یې ورته بشپړ دی، او او همدې بشپړو سترګو د شاعر د ژوند د بشپړېدو لار پرانیستې. په دې مانا چې دواړه ارزښتمن دي، دواړه یو د بل لازم او ملزوم او دواړه به ښايي بې له یوه بله نه وي.

شیدا “ګردش” یادوي، ګردش یا څرخېدل، فعل دی. فعل حرکت دی، حرکت ژوند دی. یانې که موږ غواړو ځان او خدای وپېژنو، یا د ژوند داېره مو بشپړه کړو باید حرکت وکړو. ژوند وکړو، لاس تر زنې کېناستل به هېڅ رانه کړي.

کاظم خان شیدا بیت ښايي موږ ته دا وايي چې له “خدای” بېل نه یوو، خو که روحي سفر ونه کړو، ځان ونه پېژنو، د ملغلرې او داېرې غوندې له لوړو ژورو تېر نه شو وبه یې نه پېژنو. یا هغه مشهور خبره چې، چا چې ځان وپېژانده خدای یې وپېژانده. یا دا بیت ښايي دا وايي چې موږ ټول په یوه نه یوه بڼه له یو څه سره تړلي یوو. ښايي دا چې موږ پرته له یو څه او یو چا نه شو.

2 thoughts on “د کاظم خان شیدا یو بیت/ شفیقه خپلواک”
  1. هغه مشهوره خبره حدیث شریف دی: من عرف نفسه فقد عرف ربه.
    چی د ځان او جهان پبژندنی کتاب ډیر لوی او تر اوسه چا ندی تمام کړی او ټول علوم چی تر ننه پیژندل شوی بیا هم کافی ندی چی دا مخلوقات کما حقه تشریح او راوپیژنی او دا اوسنی متمدن او تعلیم یافته انسان لا هم ‌ډیر مزل لری چی ددی شناخت څوکو ته ورلنډ شی.
    دا مخلوقات د ډیرو علومو د کمال مظاهره کوی او ثابتوی چی یواځی یو خالق لری او هغه هم اکمل ذات دی په علم کی .
    نو دا د کائناتو کتاب لوستل یواځی د یوی تخصصی شعبی کار نه بلکی هر تخصص د خپل ظرفیت په کچه یو څه را اخلی او د هغی نه د خالق صفات درک کوی او پوخ یقین تری جوړیږی او انسان کمال ته سوقوی ‎

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *