تاند- په جنوبي کوریا کې د الیکترونیکي وسایلو د تولید یوه شرکت په وروستیو کې داسي تلویزون نندارې ته وړاندې کړ چې د کاغذ هومره نری دی او نژدې دوه کیلو وزن لري.

دا تلویزیون د مقناطس په وسیله له دېوال سره نښلي.

د سي نیټ ویبپاڼې د راپور له مخې دا (OLED) تلویزیون ۵۵ اینچه سکرین یا صفحه لري او د هغې پنډوالی یا ضخامت یو ملي متر دی.

1دا تلویزیون یو مقناطیسي سټنډ یا تکیه کېدونکې وسیله لري چې پر دېوال پوري تړل کېږي او تلویزیون ورسره نښلي.

دا تلویزیون هر وخت په اسانه له دېواله جلا کېدای شي.

د (OLED) تلویزیونونو شیشې تر نورو خورا نازکې او نرۍ دي ځکه چې د ایل سي ډي تلویزیونونو خلاف له ځانه رڼا خپروي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *