نن د ۲۰۱۶ عیسوي کال وروستۍ ورځ ده
له تیري دوو اونیو راهیسي د نړۍ اکثره هیوادونه د دغه کال سیاسي، اقتصادي، کلتوري او نور… پرمختګونه اولاسته راوړني بیانوي.
زوړ کال په خوشحالیو رخصتوي او نوي کال ته په ورین تندي ښه راغلاست وايي.
ارپایان او نور نړیوال یود بل کورونو، میله ځایونو او میلمستونونو ته تګ راتګ کوي، اوپه دې موخه سوغاتونه ور وړي، که د کال په اوږدو کي کوم څوک ورڅخه خوابدي سوی وي،چي په نوي کال کي يې په زړه کي خواشیني پاته نه سي.
اکثره نړیوال په یوه خوله او یو ږغ د خپلو ولسونو د یوې ښې راتلونکي په هیله نوي کال ته چمتو والی نیسي او لاهم د سوکالۍ بستر غوړوي.
ځوانان يې د بیلا بیلو موخو لپاره، چي د ټولو ګټه پکښي نغښتې وي، دپلانونه عملي کولو ته لستوڼي راپورته کوي، زاړه په خپلو تجربو د ځوان نسل ملاتړي او په ګډه نوي کال ته له نویو امیدونو سره د پرمختګ پر ډګر سفر پيلوي.
افغانان څه کوي؟
له بده مرغه موږ افغانان په خپلو غمونو کي دومره غرق یو،چي نه مو د زاړه کال سره «مخه ښه» په یاد ده اونه هم «نوي کال» ته چمتو والی لرو!
زموږ تاریخ په وینو سور دی، زموږ ادب په وینو لړلی دی او زموږ په کلتور کي «خون بها» ډېره مهمه ګڼه کیږي او عملي کولو ته يې هریو بریتونه تاووي.
که کال نوی وي، که زوړ د افغانانو پر مېنه د غم ټغر هوار دی، زموږ پرمېنه شهیدان ترهرځای ډیر دي، زموږ د ټپیانو شمیره ترهرچا لوړه ده، کونډیاني، یتیمان، بوري، وراري، ببرسري اونور په ویر اخته زموږ په هیواد کي له حسابه وتلي دي.
سپين ږیري اوپه عمرپاخه کسان لرو، خو د اولادونو غم يې ملاوي ماتي کړي او د فکرونو په سېلاب کي لاهو دي، ځوانان لرو، خو د سبا لپاره يې فکرکولو ته څوک نه پرېږدي.
دلته، چي ماشومان مطلق په خبرو پوه سي، اول د ټوپک، چاودني، مرګ او… کرغېړن نومونه زده کوي، نو په دغسي حالت کي به زموږد «نوي کال» او «زوړکال» څه فرق او څه خوند وي ؟
اکثره وخت موږ د کال په وروستیو اود نوي کال په درشل کي یوازي د خپلو شهیدانو اود نورو د وژل سویو، ورانیو او غمونو لوړ ګرافونه وړاندي کوو.
افسوس ! تراوسه لا موږ افغانان د نړۍ په پرمختللي کاروان کي یوازي درسنیو لپاره د خبرونو بیلابیلي خدای وهلي سوژې یو او ورځ تربلي داسوژې لا قوي کیږي اود پرمختګ پرځای شاتګ ته روان یو.
څه کول په کار دي ؟
لکه څنګه، چي دوه زره شپاړسم کال د سترګو په رپ کي تیرسوو، همداسي به نوی کال او پاته عمر هم د برېښنا په څېر راباندي تیرسي او موږبه لاد غفلت په خوب ویده یا ویده کړل سوي یوو.
«شیرین عمر، چي تیریږي درېغه درېغه، د اوبو په شان بهیږي درېغه درېغه»
نو ترهرڅه لومړی په افغانستان کي ټولو میلتونو ته لازمه ده، چي د هیواد دیوې ښې راتلونکي لپاره په رښتیا خپل نوی نسل د پوهي په ګیڼه سمبال اود افغان ملت ترنامه لاندي یې ددغه هیواد سمسورتیا ته په ملي روحیه وروزي.
دافغانستان هرتذکره لرونکی باید ځان ددغه هیواد ریښتنی بچی وګڼي، د پردیو په پردو خبرو پسي سرونه ګرځوي اوبیله تعصبه د خپلو ټولوهیوادوالو د نیکمرغۍ لپاره لاس په کارسي.
داهیواد یوازي نه پښتون جووړلای سي، نه يې تاجک، ازبک، ترکمن، ایماق، پشه یی اونه يې هم ګوجر او نورستانیان او پامیریان جوړولای سي، داهیواد د ټولو میشتو قومونو کور او ددوی په یووالي سره د پرمختګ لوړو پوړیو ته رسیدای سي.
هر وخت، چي «افغانستان» جوړ سو، نو په دې خاوره کي میشت ټول میلتون د خوشحالۍ ګوله ترخوله کولای سي
زموږ هدیري(قبرستانونه) هغه وخت کوچنۍ او ښارونه مو په پراخیدو شروع کوي، چي په رښتیا سره دغه خاوره مور وګڼو، ملي ارزښتونه د ځان پت وګڼو او باالاخره د افغانستان په ابادۍ کي خپله ابادي ولټوو، ځکه : (له یو لاسه ټک نه خیژي)
زموږ له هیواده د غم ټغر اود ژړا جنازه هغه وخت وځي، چي موږ په یوه خوله د پوهي څراغونه بل کړو، ترڅو د توري شپې بلاګاني زموږ له کورونو او ښارونو وتښتي.
که پر پورته خبرو پررښتیا سره یو اواز سولو، نو بیابه مو هره ورځ نوی کال او هرګړی له خندا ډک وي.
هرپرمختګ به مو حریفانو ته خار وي، خو هیڅ به نه سي کولای !
دهمدغسي یوې ورځي په هیله نوي دوه زره اووه لسم کال ته ښه راغلاست وایو.
۲۰۱۶ – ۱۲ – ۳۰
کندهارښار، علامه حبیبي واټ
یادونه : دغه کالم د (سرخط ورځپاڼي) په ۴۰۶مه ګڼه کي هم خپور سوی دی.