تاند- په قطبونو، منځنۍ اروپا او قفقاز کې کنګلونه تر هغه څه چې تصور کېده په چټکه ویلي کېږي.

د ټایم مجلې له راپور سره سم، یوه نوې څېړنه ښيي چې هر کال ۳۶۹ ملیارد ټنه واوره او کنګل ویلي کېږي.

په دې څېړنه کې ویل شوي چې په نړۍ کې کنګلونه د نولس سوه شپېتمې لسیزې په پرتله ۵ برابره چټک ویلي کېږي.

د نړۍ د تودېدو له کبله د کنګلونو ویلي کېدا چټکه شوې او په نتیجه کې له یې د سمندرونو او سمندرګیو د اوبو سطحه لوړه شوې او لا هم لوړېږي.

څېړونکي وايي، حتي که همدا نن ورځ د مضرو ګازونو مخه ونیول شي، چې د هوا د تودېدو سبب کېږي، د کنګلونو او واورو د ویلي کېدو بهیر به تر ۳۰ کلونو پورې په همدې ډول دوام ولري.

د څېړونکو په وینا له ۱۹۶۱ م کال را په دې خوا ۱۰ اعشاریه ۶ تریلیون ټنه واوره او کنګل ویلي شوی دی.

لس اعشاریه ۶ تریلیون واوره که د امریکا پر ۴۸ ایالتونو وغوړېږي، نو ټولې برخې به یې په ۴ فوټه واورې وپوښل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *