تاند- د بلخ ولایت پولیس وايي، د کام اییر هوايي شرکت د خاوند زوی په خُلم ولسوالي کې وژل شوی دی.

ویل شوي چې د زمري کامګار زوی پروېزکامګار د ښکار لپاره بلخ ته تللی و.

تراوسه پورې د پروېزکامګار د وژل کېدو د علت په اړه څه نه دي ویل شوي.

پولیس وايي چې د کامګار د زوی د وژل کېدو د علت په اړه یې څېړنې پیل کړي دي.

تراوسه پورې د دې قتل په تور نه څوک نیول شوي او نه یې چا مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *