الیګزاندر بیسونیټ

تاند – د کاناډا پولیسو په فرانسوي – کاناډایي زده کوونکي الیګزاندر بیسونیټ باندې د کویبیک ایالت په کلتوري مرکز کې د تېرې شپې /د جنوري ۳۰مه/ د برید له امله د ۶ قتلونو تور ولګولو.‌

په پام کې ده چې ۲۷ کلن الیګزاندر بیسونیټ د کویبیک محکمې ته د دغه ایالت په اسلامي کلتوري مرکز د ترهګریز برید په تور کې حاضر کړای شي.‌

د بي بي سي نړیوال سروېس وایي چې نن /د جنوري ۳۰مه/ د کاناډا په بېلابېلو برخو کې د وژل شویو کسانو په یاد شمې ولګول شوې.‌

ویل کیږي چې په جومات کې د ډزو پر مهال چې د ماخستن له ۸ بجو نه مخکې پیل شوې له ۵۰ نه ډېر کسان حاضر ول.‌

کاناډایي چارواکي وایي چې ۵ کسان لا اوس هم په روغتون کې دي او ۱۲ نور کسان چې سرسري ټپي شوي ول له روغتون نه رخصت کړای شوي دي.‌

یو مراکشی چې مخکې د شک په تور نیول شوی وو اوس ترې د پېښې د شاهد په توګه کار اخیستل کېږي.‌

بي بي سي د کویبیک د پولیسو له قوله د قربانیانو نومونه ۵۷ کلن عزیدین صوفیان (قصاب او دوکاندار)،‌ ۶۰ کلن خالد بالقاسمي (د پوهنتون استاد)،‌ ۴۱ کلن عبدالکریم حسن (په حکومت کې د آی ټي کارمند)،‌ ۴۴ کلن ابوبکر ثبتي،‌ او دوه ګینیایي اتباع ۴۲ کلن مامدو تنو،‌ او ۳۹ کلن ابراهیم باري یاد کړي دي.‌

ویل کیږي چې مشکوک کس د کویبیک له ښار څخه د لي ډي اورلیانس لوري ته په تللې لاره د پله په سر په خپل موټر کې نیول شوی دی،‌ چې له هغه ځای نه یې پولیسو ته ټیلیفون کړی وو چې هغه غواړي چې له پولیسو سره همکاري وکړي.‌

د ای بي سي نیوز د راپور له مخې، د پېښې عامل بېسونیټ په لاول پوهنتون کې سیاسي علوم او انسان پېژندنه لوستلي دي او پوهنتون یې له اسلامي کلتوري مرکز څخه په ۳ کیلومتره فاصله کې پروت دی.‌

د کاناډا لومړي وزیر جسټین ټروډیو په کاناډا کې مېشتو له یو میلیون نه ډېرو مسلمانانو ته په خطاب کې وویل،‌ «مونږ له تاسو سره یو.‌ ۳۶ میلیونه زړونه ستاسو له زړونو سره یو ځای مات شوي دي. تاسو دا ومنئ چې مونږ تاسو ته په ارزښت قایل یو.»

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *