لکه څنګه چي ډېر آسټرالیا مېشته افغان وګړي خبر دي؛ هر کال د آسټرالیا په پلازمېنه( کانبرا) کي ملي څو کلتوریزه مېله (نشنل مولټي کلچرل فیسټیوال) جوړېږي، چي سږ کال د وراني میاشتي په اتمي او نهمي نیټې تر سره شوه.

دې میلې ته چي د آسټرالیا د ګوټ، ګوټ څخه د بیلابېلو ټولنو او هیوادونو خلک د ګډون په موخه پلازمېني( کانبرا) ته راځي یوه څو کلتوریزه مېله، او مولټي کلچرل فیسټیوال دی. چي د هغو ټولو ټولنو او هیوادونو خلک پکي خپل خواړه د خوراک لپاره او خپل کلتوري چاري د نندارې لپاره وړاندي کوي چي په آسټرالیا کي غوښنه اجتماع او ډېر وګړي ولري.

خو د تېر په څېر دا ځل هم پدې ملي مېله کي د افغانانو څرک نه په سترګو کیدی، او د هویت د اثبات پر اساس یې حضور نه درلود.

ښاغلی محمد یاسین ایوبي چي پدې فیسټیوال کي یې د سټیج منیجر( د دریځ سمبالوونکي) دنده پر غاړه درلوده، د افغانانو د نه حضورعلت داسي راته په ګوته کوي: ما خپله شخصاً د دې فیسټیوال د جوړوونکو او وړاندي کوونکو سره خبري وکړي، او د افغانانو د نه شتون لامل مي ترې وپوښت هغوی په ځواب کي راته وویل: موږ خپله هم ډېر خواشیني یو چي ولي د افغانانو د حضور په هکله د افغانو ټولنو لخوا( چي له بده مرغه په کانبرا کي کومه رسمي افغان ټولنه نده ثبت)، یا د افغان سفارت لخوا چي تر ډېره باید په دې چارو کي بر لاسی و اوسي کومه لېوالتیا نده موجوده؟ هېره دي نه وي چي د سفارتونو له بیشماره مسؤلیتونو څخه یو ډېر مهم مسؤلیت د خپل کلتور وړاندي کول په کوربه هیواد کي دی. خو بیا هم زه هیله لرم چي دا تشه په راتلونکي کي خپله د خلکو لخوا ډکه شي، که چېرته ستاسو سفارت پدې هکله بې غوري کوي.

هڅه مي وکړه چي د افغان سفارت سره پدې هلکه خپله اندېښنه شریکه کړم، خو په څو، څو ځله زنګ وهلو مي ونه کولای شول چي د سفارت سره په خبرو بریالی شم.

آسټرالیا مېشته لوستي افغانان او شنونکي په دې اند دي چي په آسټرالیا کي د افغانستان سفارت تر ډېره محافظه کارانه، او حزبي بڼه غوره کړې ده، او بېلګه وړاندي کوي چي: هغه سفارت چي ریسپشنسته یې د هیواد په دواړو ملي ژبو( پښتو، او دري) خبري ونه کولای شي او زمونږ یو هزاره ورور ته وایی چي( تو چتو افغان استي که دري ره نه مي فامي) او یا زمونږ یو پښتون ورور ته وایي چي( دري ګپ بزن مه پشتو مشتو ره نه میفامم)، او یا د سفارت لخوا نه کومه ملي ورځ لمانځل کېږي او نه یې پداسي ملي غونډو کي افغان هویت څرګند کړی چي باید یې څرګند کړي د اړین ضرورت په اساس. نو دوی شکمن دي چي دا د افغانستان سفارت دی؛ که کومه حزبي نمایندګي.

په درنښت

حُسن مبارک بارکزی ـآسټرالیاـ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *