تاند- د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل د انترکانتینینټل هوټل د حملې په تړاو یې څو تنه نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی نجیب دانش د سې شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې له نیول شویو کسانو څخه پوښتنې- ګروېږنې روانې دي.

ده وویل، یوه اساسي پوښتنه دا ده چې ترهګر څرنګه د تلاشۍ له پوستو تېر شول؟

خو له پېښې څو ژغورل شویو شاهدانو ویلي چې تلاشي سمه نه اخیستل کېده او د حملې په ورځ سکنر هم کار نه کاوه.

دانش د نیول شویو کسانو دقیق شمېر په ډاګه نه کړ، ویې ویل چې له شاوخوا ۱۰ تنو څخه تحقیقات شوي یا ورڅخه تحقیقات روان دي.

امریکا نن /سې شنبه/ وویل چې د دغه هیواد اتباعو ته هم د کانتینینټل هوټل په حمله کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې په دې برید کې ۲۲ تنه وژل شوي چې ۱۴ یې بهرنیان دي.

د کورنیو چارو وزارت هغه راپورونه بې اساسه بولي چې وايي ممکن د وژل شویو کسانو شمېر تر ۳۰ زیات وي.

دانش وویل چې په دې تروریستي برید کې، چې حقاني شبکې کړی، د ۶ پولیسو په ګډون ۱۰ تنه ژوبل شوي دي.

د حملې له کبله، په تېره بیا د اورینو بمونو د چاودنې له امله د هوټل ودانۍ ته زیات زیان اوښتی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *