تاند- د کابل د انترکانتینینټل هوټل د یوه حمله کوونکي پلار وايي، د ده زوی ته په پاکستان کې د انتحاري حملې روزنه ورکړای شوې وه.
عبدالقهار، چې د کندهار اوسېدونکی دی او زوی یې د انترکانتینینټل د تېرې اوونۍ د شنبې – یکشنبې په تروریستي برید کې برخه لرله، وايي «زوی مې یونیم کال بې درکه و، یوه ورځ یې ټېلفون راغی، راته ویې ویل چې د پاکستان د بلوچستان ایالت د چمن په یوه غره کې مدرسه وايم.»
عبدالقهار وايي چې په تکرار یې خپل زوی ته وویل چې بېرته کور ته ورشي، خو هغه رانغی.
عبدالقهار، چې د خبرو ویدیو یې د افغانستان د ملي امنیت ریاست خپره کړې، همداراز وايي چې تازه طالبانو چمن ته ورغوښت او هلته یې د زوی عکس، ویدیو او وسایل وروښودل.
عبدالقهار وايي چې د نورو شیانو له اخیستلو یې ډډه وکړه خو یوازې یې د خپل زوی کالي واخیستل چې د هغه مور ته یې وښيي.
«ما دوی ته وویل، زه د یوه قاتل وسایل نه غواړم، حتي که زما زوی یا ورور هم وي. ما ورته وویل چې زه به د پاکستان اوامر ونه منم.»
د چارواکو په وینا د کابل د انترکانتینینټل هوټل په حمله کې د ۱۴ بهرنیانو په ګډون ۲۲ تنه ووژل شول.
اکثره بهرنیان د کام اییر هوايي شرکت پېلوټان او تخنیکي عمله وه.
د سولې د عالي شورا غړی او لیکوال احمد فرزان، د فراه ولایت د مخابراتو رييس او په پاکستان کې افغان دیپلومات ډاکتر وحید پویان هم په دغه تروریستي برید کې د یو شمېر نورو افغانانو ترڅنګ شهیدان شول.