تاند- اوکراین وايي، د کابل د انترکانتینینټل هوټل په تروریستي برید کې ۷ تنه اوکراینیان وژل شوي دي.
د انترفکس خبري اژانس د راپور له مخې، د افغانستان او تاجکستان لپاره د اوکراین سفیر ویکتور نیکیتیوک نن /دوشنبه/ وویل «تر ننه پورې د ۷ اوکراینیانو وژل کېدا تایید شوې ده. موږ د خپلو دغو ټولو اتباعو په اړه معلومات لرو. ګڼ شمېر اوکراینیان په افغانستان کې د الوتکو د تکنېشنانو په توګه کار کوي، ټولو وژل شویو کسانو د افغانستان له کام اییر هوايي شرکت سره کار کاوه او د حملې په مهال په انترکانټینینټل هوټل کې ول.»
نیکیتیوک، چې د اوکراین له ۱۱۲ تلویزیوني چاینل سره خبرې کولې، همداراز وویل، د وژل شویو اوکراینیانو مړي به په څو ساعتونو کې خپل هیواد ته راوړل شي.
مړي به وروسته له دې اوکراین ته ولېږل شي چې د هر یوه په اړه معلومات او اسناد بشپړ شي.
د اوکراین ولسمشر پیترو پورشینکو د خپل هیواد د بهرنیو چارو وزارت ته امر کړی چې د تاجکستان له دوشنبې څخه د اوکراین جنرال کونسل ژر تر ژره کابل ته ولېږي څو د اوکرایني اتباعو د مړو په انتقال کې مرسته وکړي.
پورشینکو حکومتي ادارو ته هم امر کړی چې د وژل شویو اوکراینیانو د کورنیو له غړیو سره لازمه مرسته وکړي.
وسله والو طالبانو ادعا کړې وه چې په کانتینینټل هوټل کې د افغانانو او بهرنیانو مهمه غونډه روانه وه او دوی د هغو هیوادونو اتباع په نخښه کړي چې په افغانستان کې عسکر لري.