تاند- د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل پر انترکانتینینټل هوټل په حمله کې د ۱۴ بهرنیانو په ګډون ۱۸ تنه وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی نجیب دانش د ۱۸ تنو وژل کېدا تایید کړه، ویې ویل چې د هغو په منځ کې ۱۴ بهرنیان دي.

رویټرز خبري اژانس بیا وايي چې د وسله والو طالبانو په دې برید کې لږترلږه ۱۹ تنه وژل شوي او ۱۲ نور ژوبل دي.

اژانس وايي، ممکن د تلفاتو شمېر تر دې هم زیات شي.

یوناني رسنۍ وايي چې د کابل د کانتینینټل هوټل په حمله کې یو یونانی تبعه هم وژل شوی دی.

د یونان د اې این اې خبري اژانس د راپور له مخې، په دې برید کې لږترلږه ۳۰ تنه وژل شوي چې په هغو کې یو یونانی دی.

یو راپور وايي، د انترکانتینینټل هوټل په حمله کې لږترلږه ۳۰ تنه وژل شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت یوه ویندوی وحید مجروح هم تایید کړه چې له انټرکانټینینټل هوټل څخه د ۱۹ تنو مړي روغتونونو ته وروړل شوي چې ۶ تنه یې بهرني تشخیص شوي دي.

مجروح هم وايي چې ممکن د تلفاتو شمېر تر دې زیات شي.

د دغو ۱۹ تنو ترڅنګ ۵ یا ۶ ترهګر هم وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک وايي چې له تروریستانو سره د هوټل له منځه همکاري شوې ده. ده نور جزییات نه دي څرګند کړي.

کام اییر شرکت وايي چې د حملې په مهال د دغه هوايي شرکت شاوخوا ۴۰ تنه کارکوونکي او پېلوټان په هوټل کې ول او ښايي تر ټولو زیاته مرګ ژوبله وراوښتې وي.

د دغه هوايي شرکت یو شمېر پېلوټان او عمله بهرني اتباع دي.

ځینې راپورونه وايي چې د کام اییر ۱۱ کارکوونکي، چې د اوکراین او وینزویلا اتباع دي، وژل شوي دي.

د کام اییر هوايي شرکت مرستیال رييس زمری کامګار وایي چې دوی لا هم هلې ځلې کوي چې د خپلو کارکوونکو د مرګ ژوبلو په اړه کره معلومات لاس ته راوړي.

د تروریستانو له لوري په حمله کې کارول شوې وسلې

د وژل شویو افغانانو په منځ کې لیکوال او د سولې د عالي شورا غړی احمد فرزان، د فراه ولایت د مخابراتو رييس او په پاکستان کې افغان دیپلومات ډاکتر وحید پویان هم شامل دي.

د هوټل تر ۱۵۰ ډېر نور مېلمانه د امنیتي ځواکونو له لوري له هوټل څخه روغ ایستل شوي دي.

دانش وايي چې له هوټل څخه په ایستل شویو کسانو کې ۴۰ بهرنیان دي

د پېښې د شاهدانو څرګندونې

له حملې ژوندي وتلي عبدالرحمان ناصري، چې په یوه کنفرانس کې د ګډون لپاره په دغه هوټل کې و، رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې ده ۴ تنه وسله وال ولیدل چې د ملي اردو یونیفورم یې اغوستی و.

«دوی په پښتو ژبه په لوړ ږغ ویل، یو هم ژوندی مه پرېږدئ. یوه یې وویل، که ښه وي که بد وي، ټول وولئ.»

ناصري همداراز وویل چې په دوهم پوړ کې یې خپلې خونې ته منډه واخیسته او هڅه یې وکړه چې د ونې له یوې څانګې څخه د پړي کار واخلي خو څانګه ماته شوه او دی ولوېده چې په نتیجه کې یې یوه پښه ماته شوه.

د هوټل منېجر عبدالاحارث نایاب، چې روغ پاتې شوی؛ وايي، ترهګر د هوټل د پخلنځي له لارې سالون ته ننوتل او مېلمانه په خپلو خونو کې بند پاتې شول.

یوه بل شاهد محمد موسي رسنیو ته ویلي«کله چې په شپږم پوړ کې اور بل شو، ما د کوټې انډیوال ته وویل، یا باید منډه واخلو او یا به سوځېږو. ما د تخت روجایانې او شیټونه سره غوټه کړل؛ بیا مې د هغو یو سر په تراس پوري وتاړه: په دې ډول کښته شوو، زه له وزنه دروند یم او مټې مې زورورې نه وې، په نیم کې ولوېدم؛ اوږه مې ژوبله شوه.»

په داسې حال کې چې تروریستانو په هوټل کې پر بې وسلې او بې دفاع خلکو له یو مخې ډزې کولې، د افغان ټیلکام اجرايي ريیس عزیز طیب، چې د تروریستانو د ډزو په باران کې ځان د یوې ستنې شا ته پټ کړی و، د فېسبوک له لارې له خلکو د ژوند دعا وغوښته «ما ته دعا وکړئ؛ ممکن ژوندی پاتې نه شم.»

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، طیب او څو ملګرو یې ځان د هوټل حوض ته ورساوه او روغ رمټ پاتې شول. دی وايي چې د ۶ تنو مړي یې ولیدل.

د ولسمشر غني غبرګون

 افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پر انترکانټینینټل هوټل تروریستي حمله وغندله او د هغو دولتونو پر ضد یې د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع غوښتنه وکړه چې د تروریستانو ملاتړ کوي او ترهګرو ته پناه ورکوي.

د ولسمشر غني اشاره پاکستان ته وه چې حقاني شبکه او نورې سختدریځې ډلې یې په خپله خاوره کې ساتلي دي.

په واشنګټن کې د امریکا سفیر عزیز چودري دوه ورځې وړاندې اعلان وکړ چې د ده حکومت له طالبانو او حقاني شبکې غوښتي چې نور خپل هیواد ته لاړ شي.

د پاکستان خواخوږي او غندنه

پاکستان ویلي چې د کابل پر کانتینینټل هوټل دا «بې رحمانه» حمله په کلکه غندي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي«موږ د ارزښتناکو انسانانو پر وژل کېدو ژوره خواشیني او خپګان څرګندوو او له ګڼو نورو سره چې په دې تروریستي برید کې ژوبل شوي دي خواخوږي کوو.»

د طالبانو مسوولیت منل

وسله والو طالبانو له حملې څو ساعته وروسته وویل چې دا برید د دوی کسانو کړی دی.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولي ایمیل کې ویلي چې د دوی ۵ جګړه مارو د شنبې د شپې په ۱۰ بجې په انترکانتینینټل هوټل کې حمله پیل کړه.

ده ویلي چې د حملې په مهال په هوټل کې د افغانانو او بهرنیانو غونډه روانه وه.

د مخابراتو وزارت وايي چې د ۳۴ ولایتونو د مخابراتو ريیسان یې کابل ته رابللي وو چې د یکشنبې په ورځ د معلوماتي ټکنالوژۍ په اړه په کنفرانس کې ګډون وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *