تاند- د افغانستان حکومت د کابل د انترکانتینینټل هوټل د حملې په تړاو ۴ تنه ممنوع الخروج اعلان کړل.

حکومتي سرچینې وايي چې د کانتینینټل هوټل د حملې په اړه څېړنې لا دوام لري او ژر به یې پایلې اعلان کړي.

د افغانستان لویې څارنوالۍ نن /شنبه/ وویل، د دې هوټل د حملې د تحقیقاتو په لړ کې یې د یوه بهرني په ګډون له هیواده د څلور تنو پر وتلو بندیز لګولی دی.

په دغو کسانو کې د کابل – بلخ د امنیتي شرکت خاوند او د هغه مرستیال، د کانتینینټل هوټل رييس او د هوټل د امنیت امریکايي منېجر شامل دي.

د کانتینیتل هوټل په حمله کې د ۱۴ بهرنیانو په شمول ۲۲ تنه ووژل شول.

د کابل- بلخ امنیتي کمپنۍ د دغه هوټل امنیت په ټېکه اخیستی و.

پر کانتینینټل هوټل د حملې مسوولیت طالبانو په غاړه واخیست.

2 thoughts on “د کانتینیټل هوټل د حملې په تړاو ۴ تنه ممنوع الخروج شول”
  1. دی ورځو کۍ حکومت زر زر قبضیت کیږي، مواد یې ممنوع الخروج شي خو د هغه سفارت دې کور آباد وي چې یوه جمالکوټه ټابلیت ورکړي بیا داسې روان شي چې سړی ډاریږي که کولمې یې هم لکه افغانان خارج ته تښتي ههههه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *