عصمت الله زهير/صادق ژړک
زهیر: د اردو ژبي علي سردار جعفري په قول د ترقي پسند ادب له رویه هنګامي شاعري د شاعرۍ خپل ارزښت او برم دواړه ګړندي ساتي، په خلکو کي د خیرن ناروا بورژوا سیاسي دسیسو په ضد رڼا او پوهه زیاتوي او ټولنیز شعور غوړوي، په دې اړه که خپل نظر راته څرګند کړئ.
لایق: ما سردار صاحب جعفري په خپله پېژانده موږ سره دوستان وو او هلته اعظمي «کیفي اعظمي» صاحب یو ډېر لوی شاعر و، د هندوستان چي د هغه کورنۍ هم که نور څه نه وي چي هغه لورکۍ چي په ریالیستکو فلمونو کي ښکارېږي ډېره فاضله ښځه ده، هغه به مولیدلې وي، هغوی سره ما تبادل نظر درلود او حتی مخامخ مو کله سره کتل، داسي تصادفات رامنځ ته کېدل، نو زه په دې عقیده یم چي د ادبیاتو ډېر ژور طبقاتي کول ډېر په ګټه نه دي، په دې معنی چي په دغو بورژوایي ادبیاتو کي چي موږ یې بورژوایي ادبیات بولو، د سردار صاحب جعفري په دغه نظر یا د دغه قول په اساس چي تاسي دلته بیان کړ، چي ګواکي دا ادبیات ګټور نه دي مضر دي، زه د خپل دغه محترم ورور سره چي اوس نسته مرحوم سوی دی په دې باره کي اختلاف نظر لرم، زما ډېر خوښېده، دغه پاکستانی شاعر فیض احمد فیض و، چي له نېکه مرغه ما د هغه د ملګرتیا او د دوستۍ افتخار او ویاړ لاره، مخامخ مي له هغه سره ډېر صحبتونه کړي دي، خو له بده مرغه چي د ما خارجي ژبه انګرېزي چي دی پرې پوهېده دومره پیاوړې نه وه چي ډېرو باریکیو ته سره پرې ننوزو، نو ترجمان ته به مي ضرورت سو، خو د ده اکثره نظریات د ما د ادب په ساحه کي ډېر نژدې و، هغه هم په دې عقیده و، چي د ادبیاتو ډېر یتیمول او محرومول او هر شي ته او هر ښه شاعر ته چي هغه په اصطلاح چي نه دی، یا په اصطلاح په طبقاتي نظریاتو باندي معتقد نه دی هغه ته بېګانه ویل یا هغه ته په سپکه کتل ښه کار نه دی.
شاعران ډېر زیات دي لاکن په ډېرو زیاتو شاعرانو کي اصلي شاعران ډېر محدود دي ډېر کم دي، دا هغه خلک دي چي کله یې څوک اواز واوري تر تاثیر لاندي یې راځي او هغه خبري چي دوی کوي د خلکو پر زړونو کښېني او منل کیږي، دا وړ شاعران ډېر کم دي که څه هم په پښتنو کي د شعر عنعنه ډېره قوي ده او دا هم خپل منطق لري، ځکه چي د پښتنو هغه ډېري احساسي فولکلوري برخي په نظم، ادبیاتو، په منثور ابیاتو کي ډېر نفوذ لري، یو ملت چي سیواد نه لري، فولکلور يې ډېر قوي وي په دې لحاظ چي اوس روښانفکرانه فعالیتونه شروع سوي دي او هلي ځلي شروع سوي، مکتبونه ډېر سوي دي سیواد پراخ سوی دی، که څه هم د دې ملت د پښتنو د مقایسې په وخت چي له نورو سره یې مقایسه کوي، کوم لوی پېشرفت نه دی، لاکن د پښتنو د نن ورځي پېشرفت او پرمختګ له پرون سره ډېر فرق لري او هغه شاعران چي پخوا به یې په کلیو کي چاربیتي ویلې، اوس غزل لیکي او مکتوب ادبیاتو سیمي ته راغلي، تعداد یې ډېر زیات دی، لاکن ښه شاعران ډېر محدود دي لکه تاسو په خپلو کي د دروېش دراني صاحب نوم به زه واخلم، خدای دي وکړي چي زما په خبرو د چا سر دروند نه سي او دلته سايل صاحب دى او دغسي جهاني صاحب په کندهار کي دا تقریباً غزل سرا شاعران دي، د غزل په باره کي اوس هم په ادبیاتو کي ډېره مناقیشه موجوده ده، غزل سمه ده که نه ده زوړ شعر ده که نوی ده، دا مناقشې دي، زه فکر کوم اضافي دي، ښه شاعران په هر ردیف کي چي وي په هرفورم کي چي وي هغه ښه شاعر دی، معنا یې دا چي داسي الفاظو کلماتو، ترکیبونو او تصاویرو ته یې لاس رسېږي چي خلک یې خوښوي او خلک جذبوي، دا شاعران دي او ډېر محدود دي په ډېرو کي ډېر کم دي.
زهیر: محترم لایق صاحب د هنکامي شاعرۍ په اړه چي معترضین یې شعاري شاعري نوموي او ځیني ورته جنګي ترانې وایي، لاکن دا ډول شاعري د خلکو له منځه رازیږي او د خلکو د سیال ټولنیز ژوند په رغولو کي فکري کومک کوي تاسو په دې اړه څه فکرکوئ؟
لایق: زه له دې خبري سره ډېر مخالف یم چي دغه شعرونه کله هغه خوا مي چي درته وویل، چي چپو شاعرانو رد کړي دي، دا هم بې انصافه خبره ده او دا هم تر هغه زیاته بې انصافه خبره ده چي موږ انقلابي ادبیات فقط د دې لپاره چي سپک یې کړو، ووایو چي دا شعارونه دي، شعار څه معنا، که دا شعار خلک راټولولای سي که دا شعار خلک لولي، که دغه شعار خلک د خپلو زړونو حافظو ته سپاري، معنا یې دا ده چي دا شعر دی او دا ډېر پیاوړی شعر دی.
او زه نه پوهېږم چي د شعار نوم ولي دومره بد سوی دی، دغه چي دا شعر نه دی شعار دی سلوګن دی، دا هم لکه چي له غربه موږ ته راغلي دي نو دا د هغوی شخړي دي، چي موږ یې په معنا سم نه یو پوهېدلي، چي هغوی څه مراد ځیني اخلي، دغه زموږ شرق ته رانقل سوي انتقال سوي دي، مثلاً زه چي خپل ځان وینم ، زه ځان ته ماته ډېره سخته ده، که یې وایم بې فضیلتي ده چي زه ښه شاعر یم، زه دا نه سم ویلی فقط تاسو ته دومره ویلای سم دغه شعرونه چي ورته په دغه خلکو کي ځیني شعار وایي ډېره سخته جاذبه لري او همېشه ماته دا فرمايشونه وي چي صاحب ته دا ولوله معنی یې دا ده، چي دا خبره بنیاد نه لري او په شعر کي البته چي کله سیاست شعر ته را داخلېږي او شعر داسي دی چي لوښی دی، په یو لوښي کي تاسي کوچ هم اچولی سئ، تاسو شودې هم اچولی سئ، زهر هم پکي اچولی سئ، نو په شعر کي چي کله سیاست مايع پکي ورګډیږي. دغه مشخصو سیاستونو مخالفین بیا دا په شعار تعبیروي، خصوصاً دا د چپ حزب لپاره چي څوک غواړي طوق لعنت یې جوړکړي، که څوک حاضر وي دې خبري ته موږ به یې په راډیوګانو کي، ټي وي ګانو کي کله ما دا چېلنج کړي هم دي چي راځئ بحث پرې وکړو، دا څه تعصب لري خو که داسي مطالب موږ پرې وپوهیږو، چي دا شعر مضر دی، دا شعر به بیا نه لیکو، دا شعر اډر دی دا به مو نه لیکو، زه درته وایم چي په هغه ورځ چي دا د ثور پاڅون کېدو نو له ما خواهش وسو، دا په دې سیاسي بحث نه کوم چي هغه څه وړ و، څنګه و، هغه دي پاته وي، ښه و، حق بجانبه و، که نه و، لاکن د یو ترانې ماته وویل سوه، چي دا ووایه، ما ولیکله شاید تاسو به اورېدلې وي او هغه هم په اصطلاح په هم دې شعارونو کي راځي چي:
اې د ازادۍ خاوري تاته مو سلام دی.
تاسي اوس دغه تاثرات چي هیڅ نه ختمیږي نو هغه خلک چي دغه رزمي شعرونو ته شعار وایي، هغه د یو ادبي تحلیل پر مبنی نه دي بنا سوي دا قضاوت دا د یو سیاسي تحلیل د یو سیاسي موزیګري پر اساس باندي دغه تحلیل بنا سوی دی، چي زه ورسره توافق نه لرم .
زهیر: لایق صاحب دغه پوښتنه لږ نوره پراخوم تاسو باندي اوس دغه ګډوډ نوي معترضین دا اعتراض واردوي چي د چونغر راوروسته مو شاعرۍ هنګامي یا شعاري بڼه اخستې ده، آیا دا یو سیاسي ټکر دی که ادبي؟
لایق: د ځان په باب قضاوت ډېر سخت دی ځکه چي وایي:
خود ګوزهګر و کوزه خر خود ګل کوزه خود پر سر آن کوزه خریدار بر آمد.
زه په هم هغه موقعیت کي یم د دې پوښتني په مقابل کي څوک چي د ما اثر هررنګه ارزیابي کوي هغه د دوی اختیار دی، خو زه پرې د خپل اندرون او خپل فهم په اساس باندي پرې راضي یم او ما لکه مخ چي ورته وویل چي: از کوزه همان طراوت کدور اوست، که ښه دي که بد دي له ما نه هم دغه راځي او زه یې لیکم زه امیدوار یم چي دا بحث باندي نوره حاشیه پورته نسي، زه ځان د خلکو او لوستونکو قضاوت ته سپارم.
(نوربیا )
بدلون اوونيزه/لومړی کال/ ۵۰مه ګڼه/چهارشنبه/ عقرب/۶/ ۱۳۹۴