حمیدالله حبیبي
د ۱۳۹۷ کال د تلې/میزان په ۲۸ نیټه په ټول هېواد کې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې ترسره کېږي، په دې ټاکنو کې د هېواد په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره له بایومتریک سیستم څخه استفاده کېږي چې له دې سیستم څخه په استفادې به افغانان وتوانېږي له درغلۍ او په خپل سر د صندوقونو له ډکولو (جعل او تزویر) پرته د خپلې ارادې او خوښې مطابق خپل واقعي استازي په ولسي جرګه کې ولري.
په دې ټاکنو کې د هېواد له بېلابېلو اقشارو څخه بېلابېلو خلکو ځانونه نوماندان کړي دي چې ځینې یې آن د جرمې، اخلاقي او اداري فساد سابقې لري او غواړې د هرې ممکنه لارې څخه په استفادې ولسي جرګې ته لاره ومومي، ترڅو په هېواد کې له هر ډول عدلي او قضایي څار څخه خوندي شي.
څرنګه چې رایه یو امانت دی او اهل ته د دې امانت سپارل د خدای (ج) امر دی، نو افغان ولس باید د ملت کور ته په شریکه د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو په ټاکنو کې داسې څوک غوره او انتخاب کړي چې لاسونه یې د افغانانو په وینو سره نه وي، د کونډو، رنډو، یتیمانو او نورو بې وزلو افغانانو حق یې نه وي خوړلی او نه یې هم د هېوادوالو حقوق تر پښو لاندې کړي وي.
اوس په تاسې ولسونو پورې اړه لري، ترڅو هغه کسان په ولسي جرګه او د ولسوالیو په شوراګانو کې د خپلو استازو په توګه انتخاب او غوره کړئ چې د وکالت مسئولیت او صلاحیت وپېژني، لوړې زده کړې ولري، د نېکو کورنیو او ښو اخلاقو خاوندان وي او وکولای شي په راتلونکي کې د هېواد او هېوادوالو لپاره رېښتینی خدمت وکړي.
د افغانستان ولسه! د چا په غوړو او تشو ژمنو او شعارونو مه تېروځئ ، بلکې د تجربې، عمل، خدمت، سابقې او معیارونو له مخې انتخاب وکړئ. د ټاکنو په ورځ به تاسې د رای ورکولو په محل کې یواځې یاست، نو تاسې او خدای که مو غل، فاسد، داړه مار، قاتل، وطن پلورونکي او خاین ته رای ورکړه.
که چېرې مو خپلې رایې په غور او دقت استعمال نه کړې او په یوه او بل نامه مو غلو، مفسېدینو، خاینینو، داړه مارانو، قاتلینو، وطن پلورونکو او د ولسي جرګې ځینو مخکینیو مفسېدینو، تفرقه اچوونکو او قاچاقبرانو ته رایه ورکړه، نو د راتلونکي پارلمان تر ټاکل کېدو پورې به په عذاب او جنجال کې یاست.
د ژبې، قوم، سیمې او شخصي معیارونو پرځای د پوهې او وطندوستۍ اصل په پام کې ونیسئ، ترڅو د یوه روښانه راتلونکي ترڅنګ د سرلوړي او هوسا افغانستان خاوندان شو. که څه هم ټاکنې د ولسواک نظام یو له مهمو اصلونو څخه دی، خو ټاکنو ته قومي، سمتي، نژادي، شخصي او ژبنيزه بڼه ورکول د هېوادوالو او ولسواکۍ په حق کې ستر ظلم او خیانت دی.
نو راځئ موږ ټول د خدای (ج) د رضا د حاصلولو، د خپل وطن او خلکو د غوره راتلونکي او هوساینې په خاطر باتجربه او تعلیم یافته مسوولو ځوانانو ته رایه ورکړو چې تېر یې موږ ته معلوم وي، د هېواد او ولس ملي ګټو ته ژمن، وطندوست، بااحساسه او د ولسونو رایو ته درناوی ولري او وکولای شي په راتلونکي کې د ملت غږ د ملت له کوره (ولسي جرګې) منعکس کړي.