تاند- په داسې حال کې چې ګڼ شمېر افغانانو د ولسي جرګې د کاندیدانو له لیست څخه د ضیاالحق امرخېل پر ایستل کېدو سخت انتقادونه کړي، ارګ وايي، انتخاباتي کمیسیونونه خپلواک دي او پرېکړو ته یې درناوی کوي.
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د ډېر شمېر کاندیدانو نومونه له ابتدايي لیسته ایستلي وو خو د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون پر دې لیست له غوره وروسته پرېکړه وکړه چې یوازې د ۳۵ کاندیدانو نومونه حذف کړي.
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون له دې پرېکړې سره موافق نه دی او ټاکل شوې ده چې نن دواړه کمیسیونونه په خپل منځ کې پر دې موضوع خبرې وکړي.

خو د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وايي، د کاندیدانو په اړه ۱۳۴ شکایتونه ورته رسېدلي و چې د دغو شکایتونو او د کاندیدانو د استدلال له اورېدو وروسته یې د ۱۰۲ تنو کاندیداتوري تایید کړه او ۳۵ نور یې له لیسته وایستل.
ویل شوي چې ځینو کاندیدانو د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ته د ځان د سپیناوي لپاره مراجعه ونه کړه.
همداراز ویل شوي چې د ځینو کاندیدانو پر خلاف زیات شکایتونه شوي او پر ضد یې اسناد برابر شوي خو د ځینو نورو پر ضد، چې د کاندیداتورۍ مستحق نه دي، چا شکایت نه و کړی.

د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون له لوري د نهايي لیست له اعلانېدو وروسته ارګ پر خپل وخت د انتخاباتو پر ترسره کېدو ټینګار کړی دی.
د ارګ خبرپاڼه په دې ډول ده:
د ملي وحدت حکومت تل رڼو، عادلانه او په موقع ټاکنو ترسره کولو ته ژمن ؤ او دی، د ټاکنیزو کمیسیونونو استقلالیت او واکونه په قانون کې څرګند او واضح دي. حکومت د هېواد نافذه قوانینو سره سم د ټاکنو کمیسیون او د ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون استقلالیت ته بشپړ درناوی درلود او لري یې.
د اعلان شوي تقویم سره سم د ټاکنو ترسره کېدل د ملت او دولت غوښتنه ده چې د ملي وحدت حکومت له تعهد، د افغانستان له اساسي قانون او د هېواد له نورو نافذه قوانینو څخه سرچینه اخلي. نو په خپل وخت د ټاکنو په کېدو کې هیڅ ډول تردید ځای نه لري.
د دغې ملي پروسې او ازموینې بریا د ټولو اقشارو او ګرانو وطنوالو له خوا د هېواد د نافذه قوانینو له رعایت او د خلکو له همکارۍ پورې تړلې ده.
موږ دشکایاتو اخیرنی پریکړی ته سترګی په لاره یو هرهغه څوک چه له لیسته حذف کیږی باید تیروتنی یی خلکو ته په ډاګه شی دمثال په ډول دامرخیل صاحب په مورد چه اکثره افغانان ورڅخه دفاع کوی تیروتنه یی په ډاګه شی بیاموږ ګورو چه هغه اشخاص چه هیڅ ځانونه افغانان هم نه بولی دهغوی په مورد څه فیصله کیږی