د ولسمشرۍ او ولایتي شورا نوماندانو د ټاکنیز کمپاین له پیل وړاندې په یوه اوبل نوم خپلې منډې ترړې ډېرې کړې دي او د هېواد په ډېرو ښارونو کې یې د ټاکنیزو هلوځلو لپاره دفترونه پرانېستې دي .

   که څه هم د ټاکنوخپلواک کمیسیون هم لا له وړاندې خبرداری ورکړی چې نوماندان دې د رسمي کمپاین له پیل وړاندې دا ډول هڅې نه کوي خو لاهم ورته چاره دوام لري.

   شنونکي د ټاکنو د خپلواک کمیسون څارونکو ته له دې امله د پړې ګوته نیسي چې د ټاکنیزو قوانینو د څار او عملي کولوپه برخه کې جدي نه دي .

   دا مهال د هېواد په پلا زمینه کابل او ولایتونوکې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانولپاره د نوماندانواستازې درسمي کمپاین په څېر ګرځي او له خلکو سره غونډې او ناستې کوي.

   د ننګرهارپوهنتون محصل اسدالله دولتزی وايي که څه هم د ټاکنو لپاره په رسمي ډول کمپاین نه دی پیل شوی، خو د دوی په سیمه کې د ولایتي شورا کاندیدان کلي په کلي ګرځي او د راتلونکو ټاکنو لپاره د ځان په ګټه کمپاین کوي.

    د نوموړي له خولې ده چې د ولسمشرۍ د نوماندانو ډاکټرعبدالله عبدالله او یو شمیر نوروهغو کسان یې هم لیدلي چې د رسمي کمپاین په څیر د خپل نوماند لپاره هلې ځلې کوي هغه وايي لاخوقانوني ډول کمپاین ته ورځې شته او روانې هڅې په څرګنده د قانون خلاف دي نوموړی پوښتنه کوي، چې ولې د ټاکنو خپلواک کمیسیون په دې برخه کې له خپل قانوني واک نه ګټه نه پورته کوي ؟

    د چارو شنونکی امیرمحمد الفت وايي هغوی چې دزر او زور خاوندان دي په ولسواکۍ کې هم دزورواکۍ تمثیل کوي، خو هغه ادارې چې په دولت کې د قانون د حاکمیت لپاره کار کوي او دا څاري چې څوک ناقانوني ونه کړي، ددغه خپلسرو اشخاصو په وړاندې چوپه خوله دي او هېڅکله د هغوی جرم ته جرم نه وايي.

     الفت ملي باور ته وویل د ټاکنو خپلواک کمیسیون له دې سره سره چې اوس مهال ټاکنیزې منډې ترړې ناقانوني بولي خوپه وړاندې یې هیڅ ډول عملي ګام نه پورته کوي خو دا چې کوم ډول ګام پورته کول د ټاکنو دخپلواک کمیسیون له وسله دی نوموړی وايي هغه نوماندان چې درسمي کمپاین له پیل وړاندې ټاکنیزې هلې ځلې کوي، په قانون کې ورته سزا ټاکل شوې، کمیسیون کولای شي چې هغوی نغدي جریمه کړي او د جرم د تکرارپه پایله کې هغه ته له لیسته د وېستلو خبرداری ورکړي، که څوک له خبرداري سره سره داسې کوي هم قانون یې لاره څرګنده کړې ده .

    دا مهال نوماندانو د ځینو مدني ټولنو پرمټ هم د خپلو ټاکنیزو هڅو لپاره کارکوي او په یوه اوبل نوم دکمپاین په بڼه په غونډو کې ویناوې کوي او په ځینو رسنیو کې هم ورته کمپاینونه دیوشمیر نوماندانو لپاره لیدل کیږي .

   د بې وخته او ناقانونه کمپاینونو په تړاو نیوکې په داسې حال کې راپورته کېږي، چې څو ورځې وړاندې دټاکنو خپلواک کمیسیون په رسنیوګوت نیونه کړې وه چې ګنې سر له اوسه ځینې نوماندان پالي او دهغوی لپاره تبلیغ کوي، له دې سره هم مهاله هغه سروې هم وننګول شوه چې په کې دځینونوماندانو د بریالیتوب اټکل شوی و.

    کتونکي د رسنیو او ځینو کورنیو او بهرنیو ادارو دا ډول څرګندونې چې د سروې او تحلیل په نوم یې کوي د قانون خلاف ګڼي او وايي، چې په دې سره ځینې رسنیزې ادارې او مدني ټولنې د ځانګړو نوماندانولپاره کار کوي، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون یې باید د قانون له مخې وپوښتي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *