تاند- د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره نن څو نور مطرح کاندیدان د ټولټاکنو خپلواک کمیسون ته لاړل او ځانونه یې کاندید کړل. د وروستي راپور له مخې ولسمشرۍ ته ۲۳ تنو نومونه لیکلي دي.

د ډاکتر اشرف غني احمدزي، قیوم کرزي او زلمي رسول ترڅنګ د سوداګرۍ وزیر انوارالحق احدي هم ځان کاندید کړ.

عبدالرشید دوستم او سرور دانش د ښاغلي احمدزی مرستیالان معرفي شوي خو د بهرنیو چارو مستعفي وزیر زلمي رسول بیا احمدضیا مسعود او د بامیان والۍ حبیبه سرابي د خپلو مرستیالانو په توګه له ځان سره کاندید کړي دي.

انوارالحق احدي د سوداګرۍ له وزارته له استعفا وروسته د سولې د عالي شورا د بهرنیواړیکو مسوول اسمعیل قاسمیار د لومړي مرستیال په توګه او د صبغت الله مجددي ورور حشمت الله مجددي د دوهم مرستیال په توګه معرفي کړي دي.

همدا راز نن قیوم کرزي، سرور احمدزي، د ترانسپورت پخواني وزیر حمید الله قادري، د سردار نعیم خان لمسي محمد نادر نعیم، داوود سلطانزوی او قیوم کرزي هم د ټولټاکنو خپلواک کمیسون ته مراجعه وکړه او ځانونه یې کاندید کړل.

زلمی رسول له احمدضیا مسعود او حبیبې سرابي سره
زلمی رسول له احمدضیا مسعود او حبیبې سرابي سره

د ولسمشر کرزي ورور قیوم کرزي د کانونو وزیر وحید الله شهراني د لومړي مرستیال او محمد ابراهیم قاسمي د دوهم مرستیال په توګه معرفي کړي دي.

د داوود سلطانزوي په دوو مرستیالانو کې یو احمد سعیدي دی. د سردادر نعیم خان لمسي تاج محمد اکبر او عزیزالله پویا خپل مرستیالان معرفي کړي دي.

عبدالله له محقق او محمد خان سره
عبدالله له محقق او محمد خان سره

تر دې مخکې یسم الله شېر، عبدالله عبدالله، عبدالرحیم وردګ، حشمت غني احمدزي، دل اغا کوهدامني، قطب الدین هلال، سید اسحق ګیلاني، عبدالرب رسول سیاف او فضل کریم نجیمي، خدیجه غزنوی، بشیربیژن- عزیز الله لودین احمدشاه احمدزینومونه ثبت کړي ول.

د کاندیدانو د نوم لیکنې بهیر نن مازدیګر څلور بجې پای ته ورسېد.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسون په وینا نژدې دوو زرو تنو د ولایتي شوراګانو لپاره ځانونه کاندید کړي دي.

د ټولټاکنو کمیسون وايي چې د اصلي کاندیدانو شمېر او نومونه به هغه وخت اعلان کړي چې دغه کمیسون ته د نوم ثبتولو لپاره د ټولو ورغلیو کسانو د ملاتړ کوونکو د کارتونو کره توب وڅېړي.

ولسمشرۍ ته کاندید          لومړی مرستیال         دوهم مرستیال

عبدالرب رسول سیاف

محمد اسماعیل

عبدالوهاب

۲. عبدالله عبدالله

محمدخان

محمد محقق

۳. عبدالرحیم وردک

عبدالاحد افضلی

سید حسین انوری

۴. حشمت‌غنی احمدزی

عبدالله برومند

محمد عابد

۵. قطب الدین هلال

عنایت الله عنایت

محمد علی سخی‌زاده

۶. دل‌آقا کوهدامنی

زلمی همراز

تورپیکی عزیزی

۷. سیداسحق گیلانی

ذکریا نورزی

شیماعصمتی

۸. فضل کریم نجیمی

صابر تمکین

سوسن حاجتی

۹. بسم الله شیر

محمد حسن توحیدی

اسکندر خان حسین

۱۰. اشرف‌غنی احمدزی

عبدالرشید دوستم

سرور دانش

۱۱. سرور احمدزی

عبدالرحمان

انجنیر قریشی

۱۲. حمیدالله قادری

محمدعارف بره‌کی

حمیرا حقمل

۱۳. سردار محمد نعیم

تاج محمد اکبر

عزیزالله پویا

۱۴. زلمی رسول

احمدضیا مسعود

حبیبه سرابی

۱۵. داوود سلطانزوی

احمد سعیدی

فاطمه سادات

۱۶. قیوم کرزی

وحیدالله شهرانی

ابراهیم قاسمی

۱۷. گل‌آقا شیرزی

سیدحسین عالمی بلخی

محمدهاشم زارع

۱۸. عزیزالله لودین

عباس کریمی

حمیدالله رحیمی

۱۹. خدیجه غزنوی

محمدقاسم فایضی

خیرمحمد بارز

۲۰. انوارالحق احدی

حشمت‌الله مجددی

اسماعیل قاسمیار

 

35 thoughts on “درویشت تنو د ولسمشرۍ لپاره نومونه ثبت کړل”
  1. له عبدالله او کوهدامني پرته ټول پښتانه کاندید شوي. هر پښتون چوکۍ غواړي. که مو دا حال وي یو به هم … پرې کینږدي
    احدي، قیوم کرزی، حشمت غني، عبدالرحیم وردک،سرور احمدزی، ګیلاني،.. صرف د دې دپاره کاندید شوي چې د نورو رایې کمې کړي.

    1. عمرزی صاحب دا خو د بېښي په ځای خبره کړې ده دا د شمال ټلوالې کار دی چې د پښتانه رائ په همدغه شان له منځه یوسي

    2. پښتانه د خدای غرق رحمت کړي پدې کثیف خاصیت او تفکر چې دوی ېې لري.
      هاغه د پښتنو د تر ټولو هوښیارو کورنۍ څخه هم دوه وروڼه لیونیان شویدي.

  2. والله چې د دولت د دومره سختو شرایطو سره سره بیا هم د کاندیدانو تعداد ډیر زیات دی، خدای خېر وکي چې دا به څه کېږي؟

  3. دافغانستان راتلونکی ولسمشر ښاغلی اشرف غنی احمد زی دی، دانورورونه هسی وخت ضایع کوی.

  4. قيوم کرزى ځکه وړ کانديد دئ، چي دواړه مرستيالان ئې هم سم خلک دي. که تاسو وگورى نو د بل هر پښتون کانديد په څنگ د لومړي مرستيال يا دوهم مرستيال په حيث توپکيان، جنگسالاران او زموږ د وطن د برباديو ستر عاملين ولاړ دئ په داسي يو حالت کي بيا ولي له اشرف غني احمدزي، زلمي رسول او نورو څخه د هيواد د يو ښه او مترقي ولسمشر تمه ولرو؟

  5. قیوم کرزی بې نهایت بې کفایته دی. که جنګ سالاران یي خپل مرستیالان نه دي نومولي د معادنو غله یې نومولی. تر وحید الله شهراني لوی غل لا چیرته دی. له دې به هم ورتېر شو ته و خپل خدای د قیومصاحب په ټول عمر کې کومه د کار خبره کړې. کوم د پام وړ کار یي کړی دی. که يي ورور محمود کاندید شوی وای اول به ما رایه ورکړې وه. محمود که وهنې کړي دي د کار سړی هم دی. دی خو هیڅ شی نه دی

  6. وروڼوچرت به نه خرابوۍ هغه څوک به باچا کیږی چه دبارک اوبامه ملاتړولری اوپدی ښه پوهیږی چه دبارک اوبامه ملاتړدچا سره دۍاوبله داچی تیردولس کله چه نړیوالی ټولنی کوم زیاتۍ دپښتنوپه مقابل کی کړیدی نورنونړیوالی پدی پوه شوی دی چه بغیر له پښتون څخه بل څوک په افغانستان کی دټینګی ندی پردی اساس نوباچاهی دپښتون ده که هغه اشرف غنی وی اویا سروراحمدزۍ

  7. قیوم کرزی داسی کاندید چی راتلونکی رئس جمهور به وی البته ددویم راوند نه وروسته دازه په اطمینان سره وایم دانور کاندیدان دافغانستان دخلکوسره رنگا رنگ مشکلا ت لری اواشرف غنی خو دقدرت په خا طر یوبی شرمانه اقدام وکراو دقاتل سره در یدل او بیا په مظلومو مسلط کو ل دتوجیح ور ندی دوستمیان اویو کم شمیرخلک به دقدرت مفکر ته رایه ورکری

  8. زه دا درته وایم چی اشرف غنی احمدزی زما په فکر کامیابی ته رسیدی خو اوس شکونه راپیداشول هغه دا داهغه پښتون وو چی دځان پشان یی نورپشتانه نه لیدل نن هغه پشتون دهغه چاته لاس وږد کړ چی دهغه لاسونه اوس هم دپشتانه په وینو سره دی افرین افرین دپشتون یو ګوروان به دی مرستیال کړی وای نه دغه کوم فکر درسره دی ای عقل منده تا په جهانی دیو فکری او پوه سیاستدان جایزه ګټلی وه اوس موږ پوه شو چی نه پوه سیاستدان او نه پشتون دامریکا غلام پشتون خور یی ما به هر چاته ویل چی هر وخت راګیری شی ودته به ووټ ورکوی اوس نور لا څه کوی زه یی هم نه درکوم

  9. درنو د فيسبوک برخوالو، په خپلو درنو ليکنو دغه جنګ ځپلی او مظلوم ولس ددغو شتوو لويو لېوانو، غلو، خاينينو او وطن او خلکو رد کړو جنګسالارانو د منګلو خلاص کړئ. دغه غله، خاينين، او قاتلان رسوا کړئ، اوتل يې په تعقيب کې اوسئ، او د هر بد عمل يې پرده پورته کړئ.

  10. افغانستان کې ولسمشريزو ټاکنو ته ۲۳ نوماندان ددې څرګندوي کوي چې لا تر اوسه هم د ۹۲ کلنو ګډوډيو بړستن نده ټوله شوې. د ځمکې په مخ لا داسې هېواد ندئ جوت شوی چې په دومره اندازه نوماندان دې ولسمشرۍ ته وټاکل شي. دغه ټول د خارجيانو د لاسه چې زمونږ د هېواد سم او سالم حکومتونه يې د همدغو غلو او ناپوهه خلکو په مرسته نسکور کړه او اوس يې دغه نتيجه ده ګورۍ ورته.

  11. Salamona aw shay hilay. Ramazan Bashardost gharieb kho hichaa ham mavin nakarr!
    Ashraf ghani sab bayed da gilamjam pa bara ki (da dr.Najib indirect katil) pikir wakrry.
    Bala da che zananawo sakha Mirman Yun, Malalai Joya;Belqis Roshan ,Mirman Barakzai ya ham Mirman Kakarr munasebtare vi. Zma yaw nazar wo sirf.Pa Ehteram aw dranasht…

  12. د ټاکنو تنظيمول او ګټل عليهده پوهنه ده چي د ډيرو لپاره معما(کيسۍ)ښکاري.
    پدې هر څوک پوهيږي چي دوستم ډير ناځوانه افغان افسر دی ، خو اشرف غني خپل لمړی مرستيال کړی دي،ولي؟
    سرور دانش چي د خليلي د وحدت ګوند انډيوال دی معلومات نلرم ،خو د وحدت ګوند د جناياتو ډک تاريخ د افغانستان خلګو بالخصوص کابليانو ته پاته دی لکه د دوستم او نورو …

    په پښتني ولاياتو کي امن نسته ټولټاکني نه کيږي،ځکه نو د شمال ټلوالي بازار ګرم دی ،هر کانديد کوښښ کوي چي تر ټولو لوی توپکوال د ځان ملګری کړي او پر تيرو جناياتو يې سترګي پټي کړي،چي دا کار د افغان اولس سره تکراري جفا ده.
    د دي لپاره چي د شمالي ټلوالي جنايات د څو کلونو لپاره نور هم پټ پاته وي بايد په پښتني ولاياتو کي جګړه دوامداره وساتل سي ،کنه نو اشرف غني يا بل پښتون کانديد خو په پښتون ميشته ولاياتو کي انتخابات ګټلايسي ، بيا خو جنګسالار ته ضرورت نه پيدا کيږي بلکي د محاسبې وخت رارسيږي ، ځکه نو شمالي ټلواله په افغانستان کي سوله او امن نه غواړي او د ځان په ګټه يې نه بولي.
    صابر ارمان

  13. پدی کی شک نشته چه رشید دوستم یو نامزون شخص دی خو د ده او مارشال, خلیلی, محقق, عبدلا عبدلا, سیاف او امثالوها تر منځ څه فرق دی. اخر احمدزی خو به هم د چا سره ټیم جوړوی او کنه?. ټولو ته معلومه ده چه په افغانستان کی اوس هم ټوپک او ټوپکدار حاکم دی او له دوی نه غیر هر څوک د سیاست میدان ته په کامیاب ډول نشی داخیلیدلی.د اوسنی مافیای تلسم د ماتولو لپاره نوښت ته ضرورت دی او دا ګمان کیدای شی چه احمدزی صاحب داسی یو نوښت ته بندوبست کړی وی. افغانستان تر هغه نشی جوړیدلای تر هغه چه د پنجشیری مافیا ښکرونه نه وی مات شوی او په دولتی ادارو کی د دوی مکمل انحصار نه وی کم شوی. سره لدی چه رشید دوستم یو ناموزون شخص دی خو د اشرف غنی احمدزی اول معاون ازبک او دوهم معاون هزاره شاید د پنجشیری مافیا د مهار کولو مناسبه لیار وی. هیله ده هغه دوستان چه پدی نسبت په احمدزی صاحب انتقاد کوی دا مهم ټکی په نظر کی ونیسی.

  14. ګرانو ورونو السلام علیکم،

    که چیرته دکاندیدانو اودهغوی مرستیالانو دغه پورته لست ته فکر وکړو، نوپه دغه لست کی زیاتره دری ډوله اشخاص لیدل کیږی،
    ۱- په ډیرو خونړیو جنګونو اودډیرو بی ګناه افغانانو په قتلولو یی لاسونه سره دی.
    ۲-په فساد اورشوت سره یی ډیری پیسی پیداکړیدی.
    ۳- دخارجیانو په اشارو ولاړ خلک دی.
    اوس سوال داپیداکیږی چه ولی دغه ډول اشخاص بیا او په بیا راڅرګندیږی، حال داچه دبشردحقوقو او یونما په نوم ادارو هم خواست کړی وه چه په دغه کاندیدانو کی جنګی مجرمین اوقصابان باید نه وی. ځواب یی دادی چه دا دغرب داستخباراتو پالیسی ده اوغواړی په دیی کار سره افغانستان نور هم ټوټه ټوټه کړی.

    اوس خبره داده چه په دغه کاندیدانو کی دافغانانو طمعه اوتوقع ښاغلی اشرف غنی احمدزی ته کیدله، مګر هغه خپل لمړی معاون داسی څوک وټاکه چه هغه په ټوله نړی کی دیوبدنام مجرم اوډیرناپوهه انسان په صفت خلک پیژنی، نو اشرف غنی ولی داکاروکړو؟
    زما په فکر اشرف ځکه داکار وکړو چه دپښتنو په سیمو کی خوڅوک دبی آمنۍ په وجه درایی دصندقونو په مخه نه ورځی، اوکه په ځینو ساحوکی څوک درایی صندقونو ته ورشی هغه رایی هم دزورواکانو دډار له لاسه ماته څوک نه راکوی، نواشرف غنی شاید همدا فکر کړی وی چه ددوستم دزور او زرو رایی ډیری دی اوددغه فرصت څخه به اوس استفاده وکړمه، اوبیا به وروسته ددوستم سره راکاږم که زه یی مړ کړم او که دامی مړ کړو.
    خو دا یوه خبره باید دیاده ونه باسو چه غربیان غواړی داسی څوک په دغه ټاکنوکی کامیاب کړی چه سباته دطالیبانو سره شریک حکومت جوړ کړی.

  15. اسلام اعليکم و رحمت الله وبرکاته و اما بعد!
    درنو افغانانو اوس د انتخابات د راجستر دروازه وتړل شوه، نو له دغو ۲۳ ډلو به يو ټاکی، پرته له دې بل انتخاب نه شته، مګر که وسله وال مقاومت سره يو ځای شی او ټاکنې حذف کړی او د يو بل انتقالي دولت دجوړېدو وړانيز وکړی، ځکه د حکمتيار او ملا عمر جهاد به روان وي او افغان ولس به پړانګ او ډانګ تر منځ و!
    له بده مرغه په دغو کانديدانو کې يو يې هم سم ګروپ نه دی، چې د ولس ښه پرې وشي، خو په ټولو کې د (زلمي رسول) ټيم کېدلی شي د خلکو په ګټه وي، ځکه د زلمي رسول په ټيم کې زورواکان او بلواکان نه شته، خو وروسته له بري بايد څاګپوهنې ته په کدري پاليسي کې لومړيټوب ورکړي او له اسلامي ګوند او طالبانو سره وروسته د امريکايانو له وتلو سره د ګډ کار زمينه ليا اوس په خپله پاليسي کې ځای پر ځای او روښانه کړي!
    موږ ټول افغانان په ټولنه کې يو مثبت بدلون ته په تمه یو
    معه سلاموکم الاهلول انقلابيون
    ملا ميوند آخوند

  16. موږ ټولو ته پکار دي چې د اشرف غني احمدزي د بریالیتوب لپاره مټې رابډوهو. که مثبت تغییر او بدلون غواړو ، باید دده ملاتړ وکړو!

  17. افغان اولسه۰ دا کاندیدان زما اوستا کاندیدان ندی دوی دپردیو دفشار په نتیجه کی اول او دوهم معاونان انتخاب کری دی . تاسی قسم ورکی چه دوی پخپله خوشه او رضا خپل معاونان نومولی او که دپردیو دفارمولی دعملی کولو لپاره؟؟؟؟؟؟

  18. سلام
    لست ګډوډ دی. د ولسمشرۍ د کاندید تر عنوان لاندې مرستیالانو نومونه راغلي او د دوهم مرستیال تر عنوان لاندې د کاندید نوم. دا تبصره مه پرلیکه کوئ صرف لست اصلاح کړئ
    مننه

  19. SALAM AW EKHTERAM; TO ALL AFGHAN LEADER;WE CAN NOT BUILD THIS COUNTRY,
    WE NEED TO ONE LEADERSHIP TEAM.WHO LOVE THIS COUNTRY,
    Dr.RAMAZAN BASHAR DOST SAHEEB WANT SUPPORT DOCTOR ASHRAF GHANI SAHEEB.
    PLEASE MAKE ONE ACTIVE HONEST ORGANIZE TEAM.
    ONE FAMILE TWO BROTHER BECOME,THREE AHMAD ZAI,
    FROM KANDAHAR QAUME KHAN AND GUL AGHA SHIRZAI,WE NEED TO BECOM UNITED.
    Dr<ASHRAF GHANI AHMADZAI HAVE POLITICAL.ECONOMICAL,SOCIAL,&ISLAMIC HIGH LEVEL,EDUCATION,HE HAVE GOOD THEORY FOR AFGHANISTAN,WE HAVE TO THINK SMART,
    WE ALL AFGHAN YOUNG,OLD.WOMENS,MANS MUST. SUPPORT ASHRAF GHANI AHMADZAI,

  20. خویندو،ورونو،پاک حیران یم،داڅه وسول.یوڅه دمخه په پساد کې اول شوو،اوس بی سواده اول معاون[صدراعظم]دوستم ته ډنیادهم متفکرغیږخاصه کړه۰

  21. الله دخیر کړی بیا دافغان ملت قاتلینو غلو او وطن پلورونکوته ښه موقع په لاس ورغله چی هر چا ته وګوری یو بل غل ورسره وی یعنی که ریس جمهوری ته نوماند یو څه با احساسه وی معاونین یی داسی څوک وی لکه دوستم او بعضی خو تول په یوه ټیم کی وحشیان سره ټول وی لکه دسیاف او عبدالله ډلګی او بعضی بیا داسی وی چی معاونین یی سم وی مشر یی دالله په قهر اخته وی لکه دزلمی رسول او رحیم وردګ ډله یارانو څه به کیږی بس دا دعابه کوو چی الله د دافغانستان په مظلوم ملت رحم وکړی امین ثم امین
    رښتینی افغان

  22. رشتیا هم اشرف غنی یشه کاندید وو ولی د دوستم په غوره کولو سره خپل تول دوستان او مینه وال خپه کری نو داوس لپاره یی چانس زیات کم شوی . نو اوس په بل کاندید پسی گوری

  23. د ډاکتر اشرف غني سره د جنرال دوستم او سرور دانش د ملګرتیا ګټې او تاوانونه
    1) دا خو ټول افغانان او نړۍ مني چې ډاکتر اشرف غني د نړۍ یو لوی مفکر دی. ټول افغانان ورته ژور درناوی لري او پر دې صفت یې پیژني چې د خدمت او دولت جوړولو یو اورنی عاشق دی. دکار کفایت او پوهه هم لري، نیت او اراده یې هم لري او ملي او نړیوال ملاتړ هم.
    2) پښتنو ته په خاص ډول او ټول افغانستان ته په عام ډول سوله د اب حیات حیثیت لري. خو د کرزي ـ فهیم اوسنی ټیم د سولې او روغې ـ جوړې هیڅ ډول اراده نلري. ډاکتر اشرف غني د سولې لپاره عملي پلان او اراده لري.
    3) مارشال او کرزی غواړي افغانستان د څو کورنیو شخصي ملکیت شي. او غواړي ځانونه په دروغو د پښتنو او تاجکو استازي وښیي. د کرزي ورونو دا خبره هر ځای افشا کړي ده چې په پښتنو کې د کرزي کورنۍ او په نورو قومونو کې د فهیم، عطا، رباني، خلیلي، دوستم او مسعود د کورنیو په شان اووه کورنۍ بس دي چې افغانستان اداره کړي. دا خبره په عین عباراتو ډیرو خلکو له فهیم او عطا څخه هم اوریدلې ده. عملآ د هیواد ۲۰ لوی تجارتونه د کرزي صیب او مارشال فهیم د ورونو له خوا پر مخ بیول کیږي. اشرف غني به افغانستان له کورنۍ ټولواکۍ او کورنۍ سوداګرۍ څخه څخه راوباسي او یو ماډرن دولت ته به یې پورته کړي.
    4) شرایط داسې دي چې له یوې خوا په پښتنو سیمو جنګ دی او ووټونه به کم استعمال شي، له بلې خوا د کرزي ـ فهیم ۱۲ کلنې واکمنۍ افغانستان د نړۍ فاسد ترین هیواد کړ او د هیڅ ډول سمون ارده نلري. نو په هر دول چې وي باید دومره رایې واخیستل شي چې واک ته د اشرف غني په رسیدو د سمون لپاره لار اواره شي.
    5) متاسفانه نړیوالو او کورنیو شرایطو یو واحد افغان ملت په قومونو ویشلی او سیاست یې قومي کړی دی. نو سره لدې چې ایډیاله خبره نده او پکار وه چې افغانستان شموله سیاسي ګوندونه موجود وای او د ارزښتونو مقابله یې کړی وای، خو تریخ واقعیت دادی چې دوستم او خلیلي د ازبکو او هزاره په منځ کې ژور نفوذ لري او د خپلو قومونو عملي مشران دي.
    6) بله ستراتیژیکه مسئله داده چې هزاره او ازبک قومونه هم په تیر تاریخ کې او هم له تیرو شل کلونو راهیسې د پښتنو څنګ ته ولاړ دي: له حکمتیار سره هم وو، طالب ته یې هم تمایل درلود خو د همکارۍ نیت یې سبوتاژ شو، کرزي صیب سره هم ولاړ وو. اوس عملا نظار شورا او جمیعت د افغانستان نظام انحصار کړی او له ۷۵٪ څخه تر ۸۵٪ اردو او ملکي ادراه یې په واک کې ده. سره لدې چې د کومې ولسوالۍ، ولایت او قوم استازولي نشي کول او د ۱۰ ـ ۱۵ زرو په خواوشا کې خلک دي، خو د شریفو تاجکانو د نماینده ګي دروغجنه دعوه کوي. نو د نظار شورا او جمیعت له انحصاره د هیواد د را ایستلو یوه لار داده چې ټول افغانان سره یو شي، تر څود تاجکو ورونو په ګډون واک ټولو قومونو ته په عادلانه او متوازن ډول انتقال شي.
    7) بل ستراتیژیک اړخ یې دادی چې د افغانستان شمال زموږ د هیواد د وحدت لپاره تر هر څه مهم دی. استاد عطا د یو جلا پاچا په توګه دا دولس کاله ولکه کړی دی او د غلا رز میلیون ډالر یې ذخیره کړي دي. د دوستم سره اتحاد دغه ګټه هم کوي، چې د عطا د سکتاریستي پلانونو مخه پرې ونیول شي.
    8) د دوستم په باب د پښتنو تشویشونه شته. د کمونیست شهرت او په کانتیزنو کې د زرګونو پښتنو د وژلو تور یې معنویت ته تاوان پيښ کړی دی. خلک یې له نوم سره حساس دي او ممکن ځینې یې د استار سیاف په شان داسې چا ته رایه ورکړي چې نوم پرې د مجاهد پروت وي، خو ټول عمر د شورای نظار د نوکر په توګه پاتې شوی او تل د پښتنو پر ضد دریدلی دی.
    9) خو ددې سره سره دوستم ته برائت ټولو جهادي مشرانو تر اشرف غني مخکې ورکړی دی:
    a. تر ټولو مخکې رباني صیب، امر صیب مسعود او استاد سیاف ورسره په هغه ائتلاف کې برخه واخیسته چې د افغانستان لپاره د سولې پر پلان یې کودتا وکړه، کابل پکې وران شو او نظام پکې وپاشل شو. ددغه کار مسئولین په لومړۍ درجه کې کارمل او مسعود وو چې دوستم او نور هم ورسره شریک وو، او د روسانو په قومانده یې دغه خیانت وکړ.
    b. مجددي صاحب ورته د خالد بن ولید لقب او د ستر جنرال رتبه ورکړه.
    c. پیر صیب هم ورسره ډیرې خوږې اړیکي تر اوسه پالي او د کابل په کورنیو جګړو کې یې خبل دفتر د دوستم تر ولکې لاندې سیمو ته د دې لپاره وړی و چې مصئون ورته ښکاریده.
    d. حکمتیار صیب ورسره د هماهنګۍ شورا جوړه کړه (چې یو نسبتا مثبت کار و او د هیواد د تجزیې او د قومونو د مطلق بیلتون مخه یې پرې ونیوله).
    e. کرزي صیب ورته د وسله وال پوځ د درستیزوال پوست تر نن ورځې ورکړی و او د میاشتې یو میلیون ډالر ورکوي.
    f. نو که اوس یې اشرف غني هم د حکمتیار په شان د یو ملي ستراتیژیک هدف لپاره له ځان سره نیسي، فکر کوم افغانان باید دا د ذهرو ګوټ د یو لوی ملي ستراتیژیک هدف د حصول لپاره ومني. البته ټول ځوانان او مشران باید د نظام د سمون او اصلاح لپاره بیا له ډاکتر صیب غني سره ملګري شي. فکر کوم د دوستم رول به بیا ډیر کم او سمبولیک وي که ډیر هم وي د رایو په تناسب به یې وي.
    g. له بلې خوا جنرال دوستم پخپله وایي چې تر مارشال فهیم یې اخلاق، تقوا او افغانستان ته وفاداري زیاته ده. پخوا یې هم دا باور و چې بې له پښتون لیډرشپ څخه افغانستان نشي ارامیدای او اوس هم. خو مارشال فهیم او نظار شورا چې کرزی صیب یې ځانونو لپاره سمبولیک سرپوښ پیدا کړی دی، د پښتنو په شمول بل هیڅوک نه زغمي.
    10) په بهرنۍ برخه کې هم جنرال دوستم تر فهیم کم خطرناک نه دی: مارشال صیب د روس او ایران سره نژدې دی چې دواړه هیوادونه د افغانستان او خصوصا پښتنو پر ضد بد عزایم لري. دوستم له ترکانو سره نژدې دی چې ترکیه په افغانستان کې له ټولو قومونو او د حکمتیار او طالبانو په شمول له تولو افغاني اړخونو سره ښې اړیکې پالي.
    11) نو نتیجه دا شوه چې سره لدې چې ډاکتر اشرف غني د خپل دوهم مرستیال په توګه د جنرال دوستم په ټاکلو له انتقاد سره مخ کیدای شي، خو پښتانه او افغانان باید دا د یو لوی هدف د حصول په خاطر یو مجبوریت وګڼي او دا ومني چې تر کرزي صیب او مارشال فهیم د دوام په نسبت دا کار ګټور دي او د راتلونکو اصلاحاتو او سمونونو لپاره لار اواروي.
    د افغانستان او افغانانو د هراړخیز بري په هیله

  24. په دیر درنښت

    ګرانو افغانانو ورونو زه خو وایم چی الله دی ټول کامیاب کړی

    ها ها ها ها ها

  25. په افغانستان کی یوازینی لاره چه کوی شو صلح و آرامی راوړو وحدت ملی ده او زما په نظر هر ځوک چه ده افغانستان راتلونکی ریس جمهور کیژی باید صادق او راستکار وی او ټول افغانان ته یو شان خدمت وکړی
    دوستانو تاسو لطف وکړی او خپل نظریات شریک کړی

  26. په تا سف سره چه اشرف غنی داینده رایو احستلو په مورد خپل اعتماد دلاسه ورکړ سره ددی چه اشرف غنی ما نه پیژانی چه زه څوک او دکوم ځای یم خو ما صرف دیوه منلی متفکر عا لم په صفت په هر مجلس کی دده دفاع کریده او نبلیعا تی کمپا ین معنه داده چه په حجره جومات کی خلک تبصری کوی که چه اشرف غنی تا ید کړ زه ورسره هم نظره یم

  27. په هر صورت زما او زما دفا میل رایه ډاکتر صا حب اشرف غنی ته وقف شویده که معا ونین ښه خلک ندی ممکن تر خپل تا ثیر لا ندی راولی

  28. یاره که داشفافې او منظمې ټولټاکنې وي نو باید چې ډاکټر فاروق اعظم راتلونکی ریئس جمهور شي ځکه چې یو پاک سپیڅلې او مسلمان انسان دی او معاونین یې هم د هم ده په رنګ پاک کسان دي. او پاتې شوه د اشرف غني خبر به هغه خو یې والله که شل کړې هغه هم د دې نور په څېر دی. او که څوک یې نه مني نو د د معاونینو د تشکیل څخه دې پوه شي.
    که واقعاُ غواړې چې وطن اباد کړې او دې غمزپلي ولس ته کار وکړئ نو خپله رائ مو ښاغلي فاروق اعظم ته ورکړئ

  29. د افغانستان ویاړن اولس ته لومړی سلامونه او احترامات وړاندی کوم!
    زما په خپل شحصی نظر که څوك د افغانستان د ولس واکی او بیا رغاونی سره مینه لری نو هغوی دی ګل اغا شیرزی ته رایه ورکړی ځکه چی هغه یواځنی شخص دی چی د ټوله افغان اولس په زړونو کښی ځانګړی ځای لری او همدارنګه د هغه دا اصلیت و ټول دروند اولس ته معلوم سویدی او تاسی د هغه سابقه وګوری چی د انتقالی دوری په را تگ سره د کندهار ولایت والی وټاکل سو د بیا رغاونی په برخه کی ډیری بریاوی د کندهار اولس ته ورکړی، چی متا سفانه د ځینو مغرضو زورواکانو او جاه طلبه په لمسون هغه د کندهار څخه په دی خاطر لیری کړای سو چی د هغوی شخصی ګټی په خطر کی لویدلی . چی بیا همدی شیرزی د وطن او اولس غوښتونو او چوپړ ته د با ضمیره شخص په توګه غاړه کیښوده او د ګران هیواد جلال اباد ښار چی د ډیر ورسته پاتی ولایت حالت څخه را وه ایستی او نن ورځ تاسی شاهیدان یاست چی دجلال اباد ښار د تیر لسو کلونو وړاندی د نقشی څخه لوی توپیر لری!
    مننه!

  30. سلامونه او نیکی هیلی!
    غوارم د داکتر اشرف غنی او د جنرال دوستم په اره یو دوی خبری ولیکم. دا دی دری کسیزی تیم جورشت که تاسو ورته سیاست وای او کا د داکتر صاحب ستراتیژی وای خو په اصل کی زه ورته د داکتر صاحب ناکامی وایم. داکتر صاحب وخودل چی رشتیا هم سیاست دوست او دشمن نلری خو چی کله گتی سره یو زای سی نو هغه د وینی دشمن هم ورته دوست دی. او دویم دا چی دوستم ته تاسو و افغانستان د وفادار نوم ورکوی و لی د هغه خبره چی وای که ماته د دری میاشتو قدرت لاس ته راشی نو د افغانستان نوم به ترکستان ته اروم. همدغه دوستم وو چی د یو عادی ملیشه وو ولی د داخلی د وزیر نه هم دیر صلاحیت لرل او داکتر نجیب ی د طیاری نه خکته نکرل. همدغه دوستم په دشت لیلی کی په یوه ورز 10000 طالبان او بیا په قلعه جنگی کی په زرگونو نور قتل نکرل طالبانو ته به تاسو سه جواب وای. دوستم هغه دوستم دی چی که اشرف غنی بهر ملک ته په رسمی سفر لار شی نو بیا دی بیرته نه رازی زکه چی د داود خان په شان دی به هم کودتا کری وی…او. زه د دوستم سخه د وینی بوی حس کوم په ژوند کی به ورته رایه ورنکرم حتا چی زما پلار هم ورسره ودریدلی وی…په درنشت که کوم املای او گرامری غلطی وی بخشه کوی . پشتو کیبورد نلرم

  31. که سوچ وکړو د دوستم انتخاب د معاون په توګه د فدرالی نظام غوښتونکو او ….. ………..لکه محقق ٬ عطا او عبدالله په مخ کلکه څپیړه ده
    اوس مونږ ټول پوی شو جی ډاکټر صاحب ډیر لوی متفکر دی ۰

    وسلام

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *