ليکنه: ثناءالله سليم

افغانستان دطبيعي زيرمو دلرلو له کبله يو غني هېواد دی.

چې د سرو زرو، سپینو زرو، اوسپنې، یورانیم، المونیم، ذغالو، طبیعي ګاز، مس او نورو قيمتي ډبرو کانونه لري.

خو دغه طبيعي زیرمې او کانونه دنورې نړۍ غوندې په قانوني او معياري ډول نه کيندل کېږي.
بلکې دغيري فني کارګرو پواسطه استخراجيږي.

خو د کانونو او پیترولیم وزارت دکانونو دساتنې او خونديتوب لپاره کوم قاطع تصميم نه دی نیولی، چې دکانونو او طبيعي زیرمو دغيري قانوني استخراج مخه ونيسي.

ځکه کانونه او قيمتي ډبرې په هغه سيمو کې موقيعت لري چې حکومت ورته په بشپړ ډول لاسرسی نه لري.
که چېرته په افغانستان کې په غیري قانوني ډول د کانونو او نورو طبیعي زېرمو د استخراج مخه ونیول شي، او دکانونه د قانوني کيندلو لپاره پانګونه وشي.

نو له يوې خوا به د دولت عوايد لوړ شي، اوله بلې خوا به ډیرو هېوادوالو ته دکار کولو زمينه برابره شي.

کونړ دافغانستان يو دهغه ولایتونو څخه دی چې په پراخه ډول ځنګونه، کانونه او نورې طبېعی زیرمې لري.

خوتر دوو لسیزو زیاتو جنګونو مخالفتونواو ورانیو ددغه سيمې پر طبيعي زيرمو، ځنګونه اوکانونه مستقيماً اثر کړی.
ځکه دکونړ هغه سيمې د دولت په خپل واک نه دي چې کانونه او طبيعی زیرمې لري.

نو په دغه سيمو کې چې د دولت تر واکه لرې دي کانونه: چې ملي شتمني ګڼل کېږی؛ يواځې دڅو محدودو کسانو لخوا په غيری قانوني ډول استخراجيږي، چې دولت او عوامو خلکو ته يې هيڅ ګټه نه رسېږي.

ډیر کانونه د افغان حکومت له کنتروله هم بهر دي. چې ډیر وخت ترې ځایي زورواکان ګټه اخلي.

کومي قيمتي ډبرې چې ترلاسه کوي په افغانستان کې نه پريږدي او په قاچاقي ډول يې ګاونډي هېواد پاکستان ته استوي چې هلته بازار ته وړاندې کېږي.

زما په اند: که دکونړ يواځې دپيچ درې کانونه په معیاري ډول ددولت لخوا استخراج شي نو دافغانستان په اقتصادي پياوړتيااو بیا رغونه کې رغنده رول لرلای شي.

او هم د بېوزلۍ د کچې په راټيټولو کې پوره مرسته کوي.

خو موجود اداري فساد، او مخ په ډیریدونکي ناامني د دې لامل شوې چې د دولت هغه هڅې چې غواړي د افغانستان کانونو وکیندي، له ستونزو سره مخ کړې .

دولته مو غوښتنه داده، څو لږ تر لږه د کانونو د استخراج د صنعت لپاره یو چوکاټ رامنځ ته کړی،
ترڅو د کانونو داستخراج په سکټور کې غيري قانوني خلاوې ډګې شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *