محور ورځپاڼه:

د کانونو وزارت د اړيکو د برخې د ستراتيژۍ جوړونې قرارداد يوه خدماتي شرکت ته په ۲.۲ ميليونه ډالره ورکړل شوی، خو ددې برخې متخصصين وايي، دغه ستراتيژي تر ۱۰۰۰۰ ډالرو پورې د وزارت د متخصصو کسانو له لوري جوړېدای شوای.

د روابطو د دې ستراتيژۍ لګښت به د نړيوال بانک له هغه ۹۰ ميليون ډالري پور څخه ورکول کېږي، چې وزارت د خپلو اساسي کارونو لپاره اخستی دی.

په کانونو وزارت کې يوه سرچينه وايي، دغه ستراتيژي تر دې وړاندې د بهرنيانو له لوري هم جوړه شوې ده. اوسمهال په ياد وزارت کې تر ۴۰ پورې بهرني سلاکاران د خپلو هېوادونو د شویو مرستو مديريت کوي، چې ياده ستراتيژي يې په کم وخت کې وړيا ډيزاين کولای شوه.

د کانونو وزارت يوه سرچينه وايي، د وزارت چارواکو د واک له تشې نه په استفادې سره د اړيکو د برخې د ستراتيژۍ ډيزاين قرارداد يوه خدماتي شرکت ته په ۲.۲ ميليونه ډالرو ورکړی دی، خو تر دې وړاندې دغه قرارداد د تخنيکي ستونزو له امله يو ځل رد شوی هم وو.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د روابطو د ستراتيژۍ د ډيزاين لګښت به د نړيوال بانک له هغه ۹۰ ميليون ډالري پور څخه ورکړل شي، چې کانونو وزارت د خپلو اساسي کارونو لکه ظرفيت لوړونې، موادو اخستلو لپاره تر لاسه کړی دی: ((د نړيوال بانک SBNRP يو او SBNRP دوه د پور هغه برخې دي، چې لومړۍ برخه يې دوه کاله دمخه بشپړه شوې، خو دويمه برخه يې دا ده، چې د واک له تشې په استفادې سره د دې پور لپاره پروژه پرې ډيزاين شوې ده.))

معلومات په ډاګه کوي، چې همدا اوس په کانونو وزارت کې تر ۴۰ پورې د نړيوالو مرستو مديريت کوونکي بهرني سلاکاران هم شته، چې کولای يې شول دغه پروژه په وړيا ډول په کم وخت کې ډيزاين کړي: ((همدا اوس په کانونو وزارت کې د (يو. اس. ای. ډي) د ۹۰ ميليونو ډالرو مرستې مديريت کوونکي، د (ډي. اف. ای. ډي) د څلور ميليونه يورو مديريت کوونکي او د (جې. ای. زيډ) د لس ميليون ډالري مرستې مديريت کوونکي او سلاکاران دې ته چمتوو وو، چې په دې برخه کې يې له امتياز پرته مرسته کړې وای.))

ياده پروژه له دوو مياشتو راپدېخوا قرارداد شوې او ويل کېږي، چې د اتو مياشتو په اوږدو کې به يې کارونه بشپړ شي.

د کانونو وزارت سرچينه چې د نوم له اخستو ډډه کوي وايي، دغه پروژه د کانونو وزارت د پخواني وزير وحيدالله شهراني د کسانو او د ماليې وزارت يوه معين خپلو خپلوانو ته ورکړل شوې او دوی پکې ونډوال دي.

د کانونو د برخې متخصصين وايي، د اړيکو ياده ستراتيژي تر ۱۰۰۰۰ ډالرو پورې د وزارت د متخصصو کسانو له لوري د يوې مياشتې په ترڅ کې جوړېدای شوای. دوی زياتوي، په دوه عشاريه دوه ميليون ډالرو د يوه هېواد په کچه ستراتيژي جوړېدای شي.

د دې برخې د ماهرينو په وينا، په کانونو وزارت کې ګڼې داسې پروژې شته، چې ګټه يې د دې پر ځای چې حکومت ته ورسېږي، شخصي جيبونو ته ځي.

په دې اړه د کانونو وزارت وياند رفېع صديقي له څه ويلو ډډه وکړه.

2 thoughts on “د کانونو وزارت د اړيکو ستراتيژۍ ته يوې مافيا د ۲.۲ ميليونه ډالرو قرارداد جوړ کړی”
  1. ګرانو دوستانو په ډير احترام سره غواړم ووايم چی ريس جمهوراو دده دايو لښکر همکاران او مشاورين دفيل په غوږ کی بيده دی،ريس جمهور بايد داسی فرمان صادر کړی وايي چی ترڅو نوی وزيران ټاکل شوی نوی هيڅ کوم وزارت نشی کولايي تړونونه امضأ کړی ،که چيری امضا شوی وی بايد لغوه شی.بله مهمه خبره داده چی ديوه وزير دتړونونو داندازی حدود معلوم شی دمثا ل په توګه پنځوس زره ډالر تر هغه لوړ تړون بايد داقتصاد ی کميسيون په ملاحظه اود جمهورريس په تاييد وروسته بيأ وزيران ددی تړونونو په هکله خپل تصميم ونيسی.زه ريس جمهور اودهغه مشاورينو ته دامشوره ورکوم چی دخپل سرو دمخ نيوی په خاطروزارتونو ته دتړونون يوه لايحه يا مقرره جوړه کړی تر څو دمافيايي کړيو لاسونه لنډ کړايي شی .زه دشهرانی دوخت داسی يو قراردادی چی د ولسی جرګی غړی هم دی قصه وکړه چی ما يو ميلون ډالررشوت دعينکو دمسو دتړون په خاطر ورکړی دی.شهرانی بايد څارنولی ته معرفی شی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *