تاند، پنجشنبه، د جدي ۱۲مه: د کانونو وزارت وايي، د اروپايي ټولنې لخوا د ۱۰ ملیونه یورو مرستې لپاره د ورکړیو ۴ پیشنهادي مادو څخه ۳ مادې عملي کړي دي تر څو ۷ نیم میلیونه یورو مرسته پرې ترلاسه کړای شي.

د دې وزارت سرپرست نن پنجشنبه په یوه خبري ناسته کې وویل، د اروپايي ټولنې له ۴ بنچمارکونو یې ۳ تکمیل کړي دي او څلورم به یې تر دوه راتلونکو اوونیو پورې بشپړ شي.

نوموړی وايي، په لومړي ځل دغه وزارت د کانونو د پروسس په اړه خصوصي سکټور ته د جوازونو د وېش لړۍ پيل کړې ده.

د مومند په خبره سږ کال بامیان، کاپيسا، پنجشیر، کندهار او لوګر ولایتونه د کادستر له ډیجیټلي سیسټم سره وصل شوي دي چې ورسره به نه یوازې د کانونو د تړونونو مدیریت اسانه شي بلکې د غیر مالیاتي عوایدو په اړه به هم دوی ته معلومات رسېږي: (( د دې سیسټم په مرسته به عواید، رویالټي او تادیات په اسانۍ له ولایتونو مرکز ته انتقالېږي، او وزارت به یې په شفاف ډول څارنه کوي.))

ښاغلي مومند په تېره اوونۍ کې د کابینې له لوري د کان کیندنې د تصویب شوې مقررې په اړه وویل، په دې مقرره کې د تدارکاتو، د تړونونو د مدیریت، د کان کیندنې د فعالیتونو ثبت، رواني صحت، چاپیریال ساتنې، د معدنونو د ساحې امنیت او د سیمه ییزو ټولنو مشارکت باندې تمرکز شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *