تاند- د کابل پر انترکانتینینټل هوټل د وسله والو ترهګرو حملې، چې د تېرې شپې /شنبه/ په ۹ بجې پیل شوې وه تر نن سهار ناوخته پورې دوام وکړ.
د دې برید مسوولیت وسله والو طالبانو په غاړه واخیست او امنیتي چارواکي وايي چې حقاني شبکې، چې په پاکستان کې مېشته ده، دا برید تنظیم کړی دی.
د حملې په مهال په هوټل کې تر ۱۵۰ زیات مېلمانه حاضر ول او وسله والو ترهګرو هڅه کوله چې په هوټل کې ټول موجود کسان ووژني خو امنیتي ځواکونو موقع ورنه کړه.
تراوسه پورې، په دې برید کې، چې ۱۳ ساعته یې دوام وکړ، د ۵ تنو وژل کېدا او د ۶ نورو ټپي کېدا تایید شوې ده.
(د حملې جزییات په مخکینیو خبرونو کې ولولئ)
له حملې ژوندي وتلي عبدالرحمان ناصري، چې په یوه کنفرانس کې د ګډون لپاره په دغه هوټل کې و، رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې ده ۴ تنه وسله وال ولیدل چې د ملي اردو یونیفورم یې اغوستی و.
«دوی په پښتو ژبه په لوړ ږغ ویل، یو هم ژوندی مه پرېږدئ. یوه یې وویل، که ښه وي که بد وي، ټول وولئ.»
ناصري همداراز وویل چې په دوهم پوړ کې یې خپلې خونې ته منډه واخیسته او هڅه یې وکړه چې د ونې له یوې څانګې څخه د پړي کار واخلي خو څانګه ماته شوه او دی ولوېده چې په نتیجه کې یې یوه پښه ماته شوه.
د کورنیو چارو وزارت ویندوی د سهار په ۷ بجې وویل چې ټول حمله کوونکي وژل شوي او حمله پای ته رسېدلې، خو د نجیب دانش له ادعا سره سره خال خال ډزو نژدې یو ساعت نور هم دوام وکړ. د چاودنو ږغونه هم واورېدل شول.
لا هم سمه څر ګنده نه ده چې د تروریستانو شمېر څو وو. دانش ویلي چې ۳ تنه ترهګر وژل شوي خو شاهدان وايي چې د ترهګرو شمېر ۴ وو.
په پیل کې ویل شوي وو چې ۱۵ تنه وژل شوي، حتي ځینو ادعا کړې وه چې ۱۵۳ تنه وژل شوي خو وروسته وروسته ښکاره شوه چې ۵ تنه وژل شوي او ۶ نور ژوبل شوي دي.
دا برید وروسته له ډېره وخته د طالبانو په نوم وشو، په وروستیو کې، اکثره بریدونه د داعش په نامه کېدل.
افغان امنیتي چارواکي وايي چې مخکینۍ حملې هم حقاني شبکې د داعش په نامه کړې وې ځکه چې پاکستان تر فشار لاندې و.
د هوټل منېجر عبدالاحارث نایاب، چې روغ پاتې شوی؛ وايي، ترهګر د هوټل د پخلنځي له لارې سالون ته ننوتل او مېلمانه په خپلو خونو کې بند پاتې شول.
یوه بل شاهد محمد موسي رسنیو ته ویلي«کله چې په شپږم پوړ کې اور بل شو، ما د کوټې انډیوال ته وویل، یا باید منډه واخلو او یا به سوځېږو. ما د تخت روجایانې او شیټونه سره غوټه کړل؛ بیا مې د هغو یو سر په تراس پوري وتاړه: په دې ډول کښته شوو، زه له وزنه دروند یم او مټې مې زورورې نه وې، په نیم کې ولوېدم؛ اوږه مې ژوبله شوه.»
له دې حملې ۲ ورځې وړاندې په کابل کې د امریکا سفارت خبرداری ورکړی و چې استخباراتي معلومات ښيي چې ممکن د کابل پر یوه مهم هوټل حمله وشي.
دا هوټل په نولس سوه شپېتمه لسیزه کې د محمد ظاهرشاه د سلطنت په مهال د وخت د صدراعظم محمد هاشم میوندوال له لوری جوړ شو.
تر ډېرو کلونو پورې د کابل انترکانټینینټل هوټل د سیمې یو لوکس هوټل ګڼل کېده؛ په افغانستان کې اوس هم یو له لومړی درجه هوټلونو څخه ګڼل کېږي. له همدې کبله اکثره بهرني مېلمانه په دغه هوټل کې پاتې کېږي.